വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ്

تحریم

external-link copy
1 : 66

یٰۤاَیُّهَا النَّبِیُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ ۚ— تَبْتَغِیْ مَرْضَاتَ اَزْوَاجِكَ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

ای پیغمبره!هغه شی ولې حراموي چې الله درته حلال کړی دی؟[۲۱]ایا د خپلو میرمنو خوښي غواړي؟او الله ښه بښونکی او د رحم څښتن دی. info

[۲۱] ـ مفسیرین وایې:دا ایتونه هغه وخت نازل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د شاتو نه خوړلو سوګند یې وکړ چې (ماریة القبطیة)وینځې ته به نه نژدې کیږي(تفسیر البیضاوی).

التفاسير: