വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
77 : 37

وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ

او یوازې د هغه ځوځات مو پاتې کړل. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ

او په وروستیو نسلونو کې مو پر هغه لورینه پريښووله. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 37

سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟

په ګرد عالم کې دې پر نوح سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

مونږ نیکو کارانو ته همدا ډول بدله ورکوو. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او په رښتیا چې هغه زما له مؤمنو بنده ګانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 37

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

او بیا مو نور خلک غرق کړل. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 37

وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او ابراهیم د نوح په لار روان و. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 37

اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟

چې په پاک زړه سره يي خپل رب ته پنا یووړه. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 37

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ

خپل پلار او قوم ته يي وویل: دا څه دي چې تاسې يي عبادت کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 37

اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ

ایا پرته له الله نه په درواغو جوړ شوي معبودان غواړئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 37

فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو د رب العالمین په هکله ستاسې ګومان څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
88 : 37

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ

ابراهیم د ستورو په لور وکتل[۹] info

[۹] په فکر کې شو عربان هغه چاته چې فکر کوي وايي: ستورو ته ګوري( تفسیر الماوردي)

التفاسير:

external-link copy
89 : 37

فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟

نو ويي ویل چې زه ناروغ یم. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 37

فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟

هغوی ټول ترې په ستنه په څټ شول. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 37

فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ

نو په خورا پټه د هغوی خدایانو ته ورغی او ورته يې وویل: ولې[۱۰] خوراک نه کوئ؟ info

[۱۰] دغه د خوراک څیزونه چې ستاسې په وړاندې ایښي ولې يي نه خورئ( تفسیر الماوردی).

التفاسير:

external-link copy
92 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟

ولې خبرې نه کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
93 : 37

فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟

په خورا زور او قوت سره يي پرې ګوزار وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 37

فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟

ټول قوم يي ابراهیم ته په منډه ورغی. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 37

قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ

ابراهیم ورته وویل: ایا تاسې د هغه څه عبادت کوئ چې په خپلو لاسونو يي تراشئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
96 : 37

وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

په داسې حال کې چې الله تاسې او هغه ټول پیدا کړي دي چې تاسې يې جوړوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
97 : 37

قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟

هغوی سره وویل: یو ځای ورته جوړ کړئ او په تاوجن اور کې يې ورواچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 37

فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟

د هغه پر خلاف يې شوم پلان درلود خو مونږ پاتې راوستل. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 37

وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

ابراهیم وویل: زه د خپل رب لور ته ځم هغه به ماته ښوونه وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 37

رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

ای زما ربه! ما ته یو ځوی راکړه چې له صالحانو وي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 37

فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟

مونږ هغه ته د زغم لرونکي هلک زیری ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 37

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

کله چې کوچنۍ تر هلو ځلو ورسید نو ابراهیم وویل: ځوی جانه! زه په خوب کې ګورم چې تا حلالوم ته وایه چې ستا نظر څه دی؟ ځوی يي وویل: پلارجانه! څه چې درته حکم کیږي هغه وکړه! ان شاء الله چې ما به صابر وویني. info
التفاسير: