വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്തൂ വിവർത്തനം - സർഫറാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
71 : 36

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا خَلَقْنَا لَهُمْ مِّمَّا عَمِلَتْ اَیْدِیْنَاۤ اَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مٰلِكُوْنَ ۟

ایا هغوی نه دي لیدلي چې مونږ ورته د خپلو لاسونو له جوړ شوو څیزونو څخه څاروي پیدا او اوس يې هغوی واکمن دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 36

وَذَلَّلْنٰهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوْبُهُمْ وَمِنْهَا یَاْكُلُوْنَ ۟

او ښه مو ورته تابع کړل په ځینو يي سپرلۍ کوي، او له ځینو يي خوري. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 36

وَلَهُمْ فِیْهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟

په همدغو څارویو کې يې ډيرې نورې ګټې او څښل دي ایا شکر نه پر ځای کوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 36

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لَّعَلَّهُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ

او د الله پرته يي نور خدایان په دې هیله نیولي دي چې کومکیان به يي شي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 36

لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُنْدٌ مُّحْضَرُوْنَ ۟

په داسې حال کې چې له خدایانو سره يي د دوی د ملاتړ هیڅ وش نشته خو بیا يې هم دوی لاس په نامه لښکر دی. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 36

فَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّا نَعْلَمُ مَا یُسِرُّوْنَ وَمَا یُعْلِنُوْنَ ۟

ای پیغمبره! د هغوی خبره باید تا غمجن نکړي. ځکه چې مونږ ته يې پټ او ښکاره ټول معلوم دي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 36

اَوَلَمْ یَرَ الْاِنْسَانُ اَنَّا خَلَقْنٰهُ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟

ایا انسان دې ته نه دي کتلي چې مونږ د اوبو له یوه څاڅکي نه پیدا کړی خو بیا هم ډانګ پیلی جګړه مار وي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 36

وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَّنَسِیَ خَلْقَهٗ ؕ— قَالَ مَنْ یُّحْیِ الْعِظَامَ وَهِیَ رَمِیْمٌ ۟

خپل پیدایښت ترې هیر او زمونږ په هکله مثالونه وړاندې کوي او وايي: چې وراسته شوي هډوکې څوک ژوندي کولای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 36

قُلْ یُحْیِیْهَا الَّذِیْۤ اَنْشَاَهَاۤ اَوَّلَ مَرَّةٍ ؕ— وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِیْمُ ۟ۙ

ای محمده! ووایه چې هغه ذات به يې را ژوندي کړي چې لومړی يې پیدا کي وو. او هغه پر هر پیدایښت ډیر ښه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 36

١لَّذِیْ جَعَلَ لَكُمْ مِّنَ الشَّجَرِ الْاَخْضَرِ نَارًا فَاِذَاۤ اَنْتُمْ مِّنْهُ تُوْقِدُوْنَ ۟

هغه ذات دی چې تاسې ته يي له شنې[۶] ونې څخه اور پیدا کړی او تاسې له همغې ونې نه اور بلوئ. info

[۶] هغه دوه شنې وني دي چې عربانو به يې ښاخونه یو پر بل وهل او اور به ترې بلیده او یا معنی دا چې هره شنه ونه بالاخر د اور.

التفاسير:

external-link copy
81 : 36

اَوَلَیْسَ الَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِقٰدِرٍ عَلٰۤی اَنْ یَّخْلُقَ مِثْلَهُمْ ؔؕ— بَلٰی ۗ— وَهُوَ الْخَلّٰقُ الْعَلِیْمُ ۟

او ایا هغه ذات چې اسمانونه او ځمکه يي پیدا کړي ددي توان نه لري چې ددوی په شان پیدایښ وکړي؟ هو! توان يي شته او هغه د هر څه ښه پیداکوونکی او په هر څه ښه عالم دی. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 36

اِنَّمَاۤ اَمْرُهٗۤ اِذَاۤ اَرَادَ شَیْـًٔا اَنْ یَّقُوْلَ لَهٗ كُنْ فَیَكُوْنُ ۟

د هغه شان دا دې چې کله د یوه څیز اراده وکړي نو ورته وايې چې شه! نو هغه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 36

فَسُبْحٰنَ الَّذِیْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّاِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟۠

نو هغه ذات پاک دی چې د هر څه واکمني يي په لاس او تاسې ټول د هغه په لور بیرته ورګرځول کیږئ. info
التفاسير: