വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
90 : 23

بَلْ اَتَیْنٰهُمْ بِالْحَقِّ وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

بلکې مونږ هغوی ته حق راوړی ،ا وپه دې کې هیڅ شک نشته چې هغوی درواغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 23

مَا اتَّخَذَ اللّٰهُ مِنْ وَّلَدٍ وَّمَا كَانَ مَعَهٗ مِنْ اِلٰهٍ اِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ اِلٰهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

نه الله کوم اولاد نیولې او نه له هغه سره کوم بل خدای شته. که نه نو هر خدای به خپل پیدایښت جلاء کړی او ځینو به پر نورو د برلاسۍ هڅه کړې وای. الله له دغو خبرو نه پاک دی چې دوی يې بیانوي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 23

عٰلِمِ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟۠

په پټو او ښکاره وو ټولو پوه او له هغه څه نه ډیر لوړ دی چې هغوی يې ورسره شریکوي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 23

قُلْ رَّبِّ اِمَّا تُرِیَنِّیْ مَا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

ای محمده! دعاء وکړه! ای زما ربه! که ته زما د سترګو په وړاندې هغه څه پر هغوی راولې چې وعده يې ورسره شوې. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 23

رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِیْ فِی الْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

نو زما ربه! ما په ظالمانو کې مه شاملوه. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 23

وَاِنَّا عَلٰۤی اَنْ نُّرِیَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقٰدِرُوْنَ ۟

او په دې کې شک نشته چې دا زمونږ په وس ده چې ستا د سترګو په وړاندې پری هغه څه راولو چې وعده يې ورسره کوو. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 23

اِدْفَعْ بِالَّتِیْ هِیَ اَحْسَنُ السَّیِّئَةَ ؕ— نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَصِفُوْنَ ۟

او د بدۍ مخه په نیکۍ سره ونیسه. مونږ ته هغه څه ډیر ښه معلوم دي چې مشرکان يې وايې. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 23

وَقُلْ رَّبِّ اَعُوْذُ بِكَ مِنْ هَمَزٰتِ الشَّیٰطِیْنِ ۟ۙ

او ووایه چې: ای زما ربه! زه له تا نه د شیطانانو له وسوسو او ټونګو نه پناه غواړم. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 23

وَاَعُوْذُ بِكَ رَبِّ اَنْ یَّحْضُرُوْنِ ۟

او په تاسره د شیطانانو له راتګ نه پناه غواړم. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 23

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَ اَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُوْنِ ۟ۙ

او مشرکان به تر هغوی په بدیو سر وي چې د مرګ نښې ورته راشي نو وايې به چې: ای زما ربه! ما بیرته وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 23

لَعَلِّیْۤ اَعْمَلُ صَالِحًا فِیْمَا تَرَكْتُ كَلَّا ؕ— اِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَآىِٕلُهَا ؕ— وَمِنْ وَّرَآىِٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

کیدای شي چې زه په پاتې شوې دنیا کې ښه کارونه وکړم. نه داسې نه کيږي. دا هسي یوه بابیزه خبره ده چې هغه يې وايې. اوس د دوی په وړاندی د بیا ژوندون تر ورځې یوه لویه پرده ده. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 23

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَلَاۤ اَنْسَابَ بَیْنَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ وَّلَا یَتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو کله چې شپیلۍ پو[۹] کړای شي نو بیا به يې خپل مینځي ټولي اړيکي پرې، او یو له بل نه به پوښتنه هم نه کوي. info

[۹] د ابن عباس قرائت له مخې( الصور) د (صاد پيښ او د (واو) زور د (صورة) بدن جمع ده. یعنې په بدنو کې روح واچول شي.( البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
102 : 23

فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو په هغه ورځ چې د هر چا تلې درنې شوې نو بس همغوی بریمن دي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 23

وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِیْنُهٗ فَاُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فِیْ جَهَنَّمَ خٰلِدُوْنَ ۟ۚ

او د چا چې تلې سپکې شوې نو ځانونه يې تاواني، او تل به په جهنم کې پاتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 23

تَلْفَحُ وُجُوْهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِیْهَا كٰلِحُوْنَ ۟

مخونه به يې اور کې سوزي او تل به چینګ داړي وي. info
التفاسير: