വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
38 : 20

اِذْ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اُمِّكَ مَا یُوْحٰۤی ۟ۙ

کله مو چې ستا مور ته په دې هکله پیغام لیږلی وو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 20

اَنِ اقْذِفِیْهِ فِی التَّابُوْتِ فَاقْذِفِیْهِ فِی الْیَمِّ فَلْیُلْقِهِ الْیَمُّ بِالسَّاحِلِ یَاْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّیْ وَعَدُوٌّ لَّهٗ ؕ— وَاَلْقَیْتُ عَلَیْكَ مَحَبَّةً مِّنِّیْ ۚ۬— وَلِتُصْنَعَ عَلٰی عَیْنِیْ ۟ۘ

چې ځوی دې په یوه صندک کې واچوه.او صندک په سیند کې ور واچوه سیند به یې غاړې ته وباسي.زما او د هغه دښمن به يي راواخليږماله خپلې لورې پر تا مینه خپره کړه.او داسې لار مې برابره کړه چې ته زما په څارنه کې وپالل شې. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 20

اِذْ تَمْشِیْۤ اُخْتُكَ فَتَقُوْلُ هَلْ اَدُلُّكُمْ عَلٰی مَنْ یَّكْفُلُهٗ ؕ— فَرَجَعْنٰكَ اِلٰۤی اُمِّكَ كَیْ تَقَرَّ عَیْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ؕ۬— وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّیْنٰكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنّٰكَ فُتُوْنًا ۫۬— فَلَبِثْتَ سِنِیْنَ فِیْۤ اَهْلِ مَدْیَنَ ۙ۬— ثُمَّ جِئْتَ عَلٰی قَدَرٍ یّٰمُوْسٰی ۟

ای موسې هغه را په زړه کړه چې ستا خور به روانه او ویل به یې:ایا زه تاسې ته داسې څوک دروښایم چې دا کوچنۍ په ښه شان وروزي؟په دې توګه مونږ ته بیرته د مور غیږې ته راتاو کړې تر څو د هغې سترګې یخې او اندیښمنه نشي. او تا یو څوک وژلی و مونږ له دغه غم خلاص اوله راز،راز ازمیښتونو نه مو تیر کړې.د مدین په خلکو کې دې څو څو کلونه تیر او دغه دی اوس په خپله نیټه راغلی يي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 20

وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِیْ ۟ۚ

او ته ما د خپل کار لپاره جوړ کړې. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 20

اِذْهَبْ اَنْتَ وَاَخُوْكَ بِاٰیٰتِیْ وَلَا تَنِیَا فِیْ ذِكْرِیْ ۟ۚ

ته او ستا ورور زما له نښانو سره ولاړ شئ!خو پام چې زما په یاد کې سستي ونه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 20

اِذْهَبَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟ۚۖ

ورځئ دواړه فرعون ته ورشئ هغه خپل سری شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 20

فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّیِّنًا لَّعَلَّهٗ یَتَذَكَّرُ اَوْ یَخْشٰی ۟

په نرمۍ ورسره خبرې وکړئ.کیدای شي چې خبره ومني او یا وډار شي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 20

قَالَا رَبَّنَاۤ اِنَّنَا نَخَافُ اَنْ یَّفْرُطَ عَلَیْنَاۤ اَوْ اَنْ یَّطْغٰی ۟

دواړو وویل: زمونږ پالونکیه!مونږ ډاریږو هسې نه چې سم له لاسه پر مونږ تیری وکړي او یا لاپسې سرو اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 20

قَالَ لَا تَخَافَاۤ اِنَّنِیْ مَعَكُمَاۤ اَسْمَعُ وَاَرٰی ۟

الله وفرمایل:مه ډاریږئ زه درسره یم هر څه اورم او هر څه وینم. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 20

فَاْتِیٰهُ فَقُوْلَاۤ اِنَّا رَسُوْلَا رَبِّكَ فَاَرْسِلْ مَعَنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۙ۬— وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ؕ— قَدْ جِئْنٰكَ بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— وَالسَّلٰمُ عَلٰی مَنِ اتَّبَعَ الْهُدٰی ۟

ورشئ او ورته ووايې چې مونږ ستا رب رالیږلی یو.بني اسرائیل پریږده چې له مونږ سره ولاړ شي،او نور یې مه ربړوه.مونږ تاته ستا د رب له نښانې سره راغلي یو.او سلامتی د هغه چا په برخه ده چې سمه لار ومني. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 20

اِنَّا قَدْ اُوْحِیَ اِلَیْنَاۤ اَنَّ الْعَذَابَ عَلٰی مَنْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟

او مونږ ته وحې شوې ده چې:عذاب د هغه چا په برخه دی چې د حق استازي درواغجن ګڼي او مخ ترې اړوي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 20

قَالَ فَمَنْ رَّبُّكُمَا یٰمُوْسٰی ۟

فرعون وویل:نو ستاسو دواړو رب څوک دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 20

قَالَ رَبُّنَا الَّذِیْۤ اَعْطٰی كُلَّ شَیْءٍ خَلْقَهٗ ثُمَّ هَدٰی ۟

موسې ځواب ورکړ چې:زما رب هغه ذات دی چې هر شي ته یي د هغه جوړښت وباښه او بیا یې ښوونه ورته وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 20

قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُوْنِ الْاُوْلٰی ۟

فرعون وویل:د پخوانیو تیروشوو خلکو حال څه ؤ؟ info
التفاسير: