വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - പഷ്‌തൂ പരിഭാഷ - സർഫ്രാസ്

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
32 : 15

قَالَ یٰۤاِبْلِیْسُ مَا لَكَ اَلَّا تَكُوْنَ مَعَ السّٰجِدِیْنَ ۟

الله وفرمایل: ابلیسه! څه خبره وه چې ته له سجده کوونکو سره یو ځای نه شوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 15

قَالَ لَمْ اَكُنْ لِّاَسْجُدَ لِبَشَرٍ خَلَقْتَهٗ مِنْ صَلْصَالٍ مِّنْ حَمَاٍ مَّسْنُوْنٍ ۟

ابلیس وویل: له ما سره نه ښايې چې زه یو داسې چا ته سجده وکړم چې هغه تا له وچې کړنکیدلي تورې ورستې کړی شوې خټې نه جوړ کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 15

قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَاِنَّكَ رَجِیْمٌ ۟ۙ

الله ورته وفرمایل: ته له دې ځایه ووځه ځکه چې ته رټل شوی یې. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 15

وَّاِنَّ عَلَیْكَ اللَّعْنَةَ اِلٰی یَوْمِ الدِّیْنِ ۟

او پر تا به د قیامت تر ورځې لعنت وي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 15

قَالَ رَبِّ فَاَنْظِرْنِیْۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟

ابلیس وویل: پروردګاره! ما ته تر هغې ورځې وخت راکړه چې خلک بیرته راپورته کولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 15

قَالَ فَاِنَّكَ مِنَ الْمُنْظَرِیْنَ ۟ۙ

الله وفرمایل! تا ته وخت او مهلت دی. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 15

اِلٰی یَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُوْمِ ۟

تر هغې ورځې چې نیټه يې مونږ ته معلومه ده. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 15

قَالَ رَبِّ بِمَاۤ اَغْوَیْتَنِیْ لَاُزَیِّنَنَّ لَهُمْ فِی الْاَرْضِ وَلَاُغْوِیَنَّهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ابلیس وویل: پروردګاره! څنګهچې تا زه بې لارې کړم په همغه شان به زه دوی ته د ځمکې ډیر څیزونه ښکاره او ټول د مخې به له لارې واړوم. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 15

اِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

خو یوازې ستا ځانګړي بنده ګان به رانه خلاص شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 15

قَالَ هٰذَا صِرَاطٌ عَلَیَّ مُسْتَقِیْمٌ ۟

الله وفرمایل: هو! همدا لار روغه رمټه ماته راغلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 15

اِنَّ عِبَادِیْ لَیْسَ لَكَ عَلَیْهِمْ سُلْطٰنٌ اِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغٰوِیْنَ ۟

زما په غوره بنده ګانو ستا هیڅ وس او توان نه رسي. یوازې پر هغو بې لارو ته برلاسی يې چې ستا مننه يي کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 15

وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

او له تاسو ټولو سره جهنم وعده ده. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 15

لَهَا سَبْعَةُ اَبْوَابٍ ؕ— لِكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُوْمٌ ۟۠

دوزخ اووه دروازې لرې هره دروازه د جلا جلا خلکو لپاره ویشل شوې ده[۷] info

[۷] اووه دروازې یعنې اووه طبقې لري یا اووه دروازې لري چې هره دروازه يې ځانګړي خلک ننوځي( البحر المحیط).

التفاسير:

external-link copy
45 : 15

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ؕ

او بې شکه چې پرهیزګاران به په باغونو او چینو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 15

اُدْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ اٰمِنِیْنَ ۟

( هغوی ته به وویل شي) جنتونو ته په روغه سټه ډاډمن ننه ووځئ. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 15

وَنَزَعْنَا مَا فِیْ صُدُوْرِهِمْ مِّنْ غِلٍّ اِخْوَانًا عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

د دوی په زړونو کې چې یو د بل په هکله څه خبری وي هغه به هم ترې وباسو. نو د ورونو په څیر به په تتختونو یو بل ته مخامخ ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 15

لَا یَمَسُّهُمْ فِیْهَا نَصَبٌ وَّمَا هُمْ مِّنْهَا بِمُخْرَجِیْنَ ۟

هلته به ته له ستونزو سره مخ کیږي. او نه به له جنت څخه ویستلای شي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 15

نَبِّئْ عِبَادِیْۤ اَنِّیْۤ اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟ۙ

ای محمده! زما بنده ګانو ته اعلان وکړه چې زه بښونکی او مهربان یم. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 15

وَاَنَّ عَذَابِیْ هُوَ الْعَذَابُ الْاَلِیْمُ ۟

او زما عذاب هم خورا دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 15

وَنَبِّئْهُمْ عَنْ ضَیْفِ اِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او د ابراهیم د میلمنو کیسه هم ورته وکړه. info
التفاسير: