വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

په رېښتيا چې هغوى (مكى والا) مو داسې وازمويل لكه د يو بڼ څښتنان مو چې ازمويلي وو، کله چې هغوى قسم وكړ چې هرومرو به يې سهار وختي مېوې شكوي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

او ان شاء الله يې نه ويل. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

نو راغی د شپې په هغې باندې د شپې راتلونکی عذاب له طرفه د رب ستا نه او دوی ویده وو. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

نو د رېبلي كښت غوندې شو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

بيا يې سهار يو بل ته نارې كړې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

چې خپل كښت ته به وختي ځئ كه د مېوې راټولوونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

نو روان شول او پټ پټ سره غږېدل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

چې نن خو به هلته يو بې وزله هم درباندې رانه شي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

او سهار وختي په ايسارولو (ښه) برلاسي روان شول. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

خو كله يې چې وليد، وېلې: هرومرو مو لار غلطه كړې. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

نه، بلكې موږ (لكه چې) بې برخې شوي يو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

تر ټولو منځني (غوره) يې وويل: ما نه درته ويل چې ولې تسبيح نه وايئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

(بيا) هغوى (ټولو) وويل: زموږ پالونکي لره پاكي ده، په رېښتيا موږ ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

نو ځينو يې پر ځينو پړه سره اچوله. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

دوی وویل: هاى بربادي ده موږ لره، یقینا موږ یو د حد نه تېریدونکي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

ښايي زموږ رب په بدل كې ترې ښه (باغ) راكړي، موږ د خپل رب لور ته ورګرځو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

عذاب همداسې وي او د آخرت عذاب له دې هم لا ډېر لوى دی، خو كاشكې هغوى پوهېدلاى. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

پرته له شکه د ځان ساتونکو لپاره يې له خپل پالونکي سره له نعمتونو ډك جنتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

نو آيا موږ به مسلمانان د مجرمانو په څېر كړو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

څه درباندې شوي؟ دا څنګه پرېکړه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

آيا له تاسي سره كوم كتاب دى چې په هغه کې لوستل کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

چې تاسې لپاره هلته هرومرو همغه څه دي چې خوښوئ يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

يا تاسې لره تر قيامته پر موږ دا ژمنې دي چې ستاسو لپاره به همغه څه وي چې تاسې خپله يې پرېكړه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

ويې پوښته چې كوم يو يې په دې خبره ضامن دى. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

يا د هغوى څه شريكان دي (چې ذمه يې وهلې) نو خپل شريكان دې راولي، كه هغوى رېښتيني وي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

په كومه ورځ چې سخته وېره راشي او هغوى سجدې كولو ته وبلل شي نو بيا به يې نه شي كولاى. info
التفاسير: