വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
10 : 64

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَاۤ اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠

او كومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، هغوى دوزخيان دي، تلپاتې په هغه كې وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 64

مَاۤ اَصَابَ مِنْ مُّصِیْبَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ؕ— وَمَنْ یُّؤْمِنْ بِاللّٰهِ یَهْدِ قَلْبَهٗ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

نه رسیږي هیڅ مصیبت مګر په حکم (تقدیر) د الله تعالی سره او چا چې ایمان راوړ پر الله تعالی نو کلک به کړي الله زړه د هغه [توفیق به ورکړي د هدایت] او الله پر هر شي ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 64

وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ ۚ— فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَاِنَّمَا عَلٰی رَسُوْلِنَا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ خو كه مخ واړوئ؛ نو زموږ پر رسول يوازې ښكاره تبليغ كول دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 64

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَعَلَی اللّٰهِ فَلْیَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُوْنَ ۟

له الله پرته بل معبود نشته او پر همغه الله دې مومنان توكل وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 64

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ مِنْ اَزْوَاجِكُمْ وَاَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَاحْذَرُوْهُمْ ۚ— وَاِنْ تَعْفُوْا وَتَصْفَحُوْا وَتَغْفِرُوْا فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! بېشكه ستاسي ځينې مېرمنې او اولادونه ستاسي (لپاره) دښمنان دي نو ځان ترې ساتئ، او كه تاسو عفوه وكړئ، مخ واړوئ او بخښنه وكړئ نو بېشكه الله (هم) بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 64

اِنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ؕ— وَاللّٰهُ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

ستاسي مالونه او اولادونه خو يوه ازموينه ده، او همدا الله دى چې له هغه سره لوى اجر دى. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 64

فَاتَّقُوا اللّٰهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوْا وَاَطِیْعُوْا وَاَنْفِقُوْا خَیْرًا لِّاَنْفُسِكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ ۟

نو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او ومنئ، او لګښت كوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره او څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وساتل شو؛ نو همغه خلك بریا موندونكي دي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 64

اِنْ تُقْرِضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعِفْهُ لَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ شَكُوْرٌ حَلِیْمٌ ۟ۙ

كه تاسې الله ته غوره قرض وركړئ، هغه به يې درته زيات كړي او بخښنه به درته وكړي او الله قدر كوونكى زغم والا دى. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 64

عٰلِمُ الْغَیْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

د پټو او ښكاره وو عالم، برلاسى (او) حكمت والا دى. info
التفاسير: