വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
7 : 54

خُشَّعًا اَبْصَارُهُمْ یَخْرُجُوْنَ مِنَ الْاَجْدَاثِ كَاَنَّهُمْ جَرَادٌ مُّنْتَشِرٌ ۟ۙ

په خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 54

مُّهْطِعِیْنَ اِلَی الدَّاعِ ؕ— یَقُوْلُ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا یَوْمٌ عَسِرٌ ۟

د بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 54

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ فَكَذَّبُوْا عَبْدَنَا وَقَالُوْا مَجْنُوْنٌ وَّازْدُجِرَ ۟

له هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 54

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنِّیْ مَغْلُوْبٌ فَانْتَصِرْ ۟

نو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 54

فَفَتَحْنَاۤ اَبْوَابَ السَّمَآءِ بِمَآءٍ مُّنْهَمِرٍ ۟ؗۖ

بيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 54

وَّفَجَّرْنَا الْاَرْضَ عُیُوْنًا فَالْتَقَی الْمَآءُ عَلٰۤی اَمْرٍ قَدْ قُدِرَ ۟ۚ

او له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 54

وَحَمَلْنٰهُ عَلٰی ذَاتِ اَلْوَاحٍ وَّدُسُرٍ ۟ۙ

او دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 54

تَجْرِیْ بِاَعْیُنِنَا جَزَآءً لِّمَنْ كَانَ كُفِرَ ۟

چې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه] info
التفاسير:

external-link copy
15 : 54

وَلَقَدْ تَّرَكْنٰهَاۤ اٰیَةً فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟

او بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 54

كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

عاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 54

اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا عَلَیْهِمْ رِیْحًا صَرْصَرًا فِیْ یَوْمِ نَحْسٍ مُّسْتَمِرٍّ ۟ۙ

په يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 54

تَنْزِعُ النَّاسَ ۙ— كَاَنَّهُمْ اَعْجَازُ نَخْلٍ مُّنْقَعِرٍ ۟

چې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 54

فَكَیْفَ كَانَ عَذَابِیْ وَنُذُرِ ۟

نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 54

وَلَقَدْ یَسَّرْنَا الْقُرْاٰنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُّدَّكِرٍ ۟۠

او بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
23 : 54

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ بِالنُّذُرِ ۟

ثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 54

فَقَالُوْۤا اَبَشَرًا مِّنَّا وَاحِدًا نَّتَّبِعُهٗۤ ۙ— اِنَّاۤ اِذًا لَّفِیْ ضَلٰلٍ وَّسُعُرٍ ۟

نو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 54

ءَاُلْقِیَ الذِّكْرُ عَلَیْهِ مِنْ بَیْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ اَشِرٌ ۟

آيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 54

سَیَعْلَمُوْنَ غَدًا مَّنِ الْكَذَّابُ الْاَشِرُ ۟

دا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 54

اِنَّا مُرْسِلُوا النَّاقَةِ فِتْنَةً لَّهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ ۟ؗ

بېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه. info
التفاسير: