വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
28 : 36

وَمَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰی قَوْمِهٖ مِنْ بَعْدِهٖ مِنْ جُنْدٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِیْنَ ۟

او له هغه وروسته مو نه د ده په قوم له اسمانه كوم لښكر راكوز كړ او نه يې موږ راكوزونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 36

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ خٰمِدُوْنَ ۟

هغه (عذاب) له يوې چيغې پرته بل څه نه و چې بيا يو دم هغوى يخ مړه پراته وو. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 36

یٰحَسْرَةً عَلَی الْعِبَادِ ۣۚ— مَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

افسوس د بندګانو پر حال باندې هغوی ته چې هر پيغمبر راغى په هغه پورې يې ملنډې مسخرې وكړې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 36

اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ اَنَّهُمْ اِلَیْهِمْ لَا یَرْجِعُوْنَ ۟

اّيا نه يې دي ليدلي چې له دوى مخكې قومونو څخه مو څومره تباه كړي دي چې دوى ته بيا نه راګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 36

وَاِنْ كُلٌّ لَّمَّا جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟۠

یقینا شان دا دی دوى ټول به په يو ځل [وار] زموږ پر وړاندې حاضريږي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الْاَرْضُ الْمَیْتَةُ ۖۚ— اَحْیَیْنٰهَا وَاَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ یَاْكُلُوْنَ ۟

او يوه (لويه) نښانه د دوى لپاره همدا مړه زمكه ده چې موږ را ژوندۍ كړې او له هغې مو (هر ډول) دانې را وېستلې دي چې دوى خوراك ترې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 36

وَجَعَلْنَا فِیْهَا جَنّٰتٍ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّاَعْنَابٍ وَّفَجَّرْنَا فِیْهَا مِنَ الْعُیُوْنِ ۟ۙ

او په هغې كې مو د كجورو او انګورو ډېر باغونه پيدا كړي او چينې مو پكې بیولې دي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 36

لِیَاْكُلُوْا مِنْ ثَمَرِهٖ ۙ— وَمَا عَمِلَتْهُ اَیْدِیْهِمْ ؕ— اَفَلَا یَشْكُرُوْنَ ۟

دې لپاره چې دوى يې له مېوو نه خوراك وكړي او دا خو د هغوى خپلو لاسونو نه دي جوړ كړي نو اّيا شكر نه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 36

سُبْحٰنَ الَّذِیْ خَلَقَ الْاَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنْۢبِتُ الْاَرْضُ وَمِنْ اَنْفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

هغه ذات لره پاكي ده چې دا ټولې جوړې يې پيدا كړې دي، له هغو نه چې ځمكه يې را زرغونوي خپله د هغوى له ځانو (اولادونو) او (يا) له هغو شيانو چې دوى يې لا پېژني هم نه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمُ الَّیْلُ ۖۚ— نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَاِذَا هُمْ مُّظْلِمُوْنَ ۟ۙ

او(بله) نښانه د دوى لپاره همدا شپه ده چې ورځ ترې را وباسو ناګهانه دوی په تیاره کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 36

وَالشَّمْسُ تَجْرِیْ لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ؕ— ذٰلِكَ تَقْدِیْرُ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ؕ

او لمر روان دی خپل ځای د قرارۍ ته دا د پوه او زورور ذات اندازه ده. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 36

وَالْقَمَرَ قَدَّرْنٰهُ مَنَازِلَ حَتّٰی عَادَ كَالْعُرْجُوْنِ الْقَدِیْمِ ۟

او موږ سپوږمۍ ته پړاوونه ټاكلي تر دې چې هغه شي په شان د وچې اوزړې لښتې د خرما. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 36

لَا الشَّمْسُ یَنْۢبَغِیْ لَهَاۤ اَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا الَّیْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ؕ— وَكُلٌّ فِیْ فَلَكٍ یَّسْبَحُوْنَ ۟

نه لمر ته دا ښايي چې سپوږمۍ راګيره كړي او نه شپه په ورځې مخکې كېدونكې ده، دا هر یو پخپل مدار کې لامبو وهي. info
التفاسير: