വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

external-link copy
232 : 2

وَاِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ فَبَلَغْنَ اَجَلَهُنَّ فَلَا تَعْضُلُوْهُنَّ اَنْ یَّنْكِحْنَ اَزْوَاجَهُنَّ اِذَا تَرَاضَوْا بَیْنَهُمْ بِالْمَعْرُوْفِ ؕ— ذٰلِكَ یُوْعَظُ بِهٖ مَنْ كَانَ مِنْكُمْ یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ وَالْیَوْمِ الْاٰخِرِ ؕ— ذٰلِكُمْ اَزْكٰی لَكُمْ وَاَطْهَرُ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

او کله چې تاسو ښځو ته طلاق ورکړئ او هغوی د خپل عدت آخر ته ورسېږي، نو هغوی له خپلو پخوانیو خاوندانو سره له نکاح مه منع کوئ، چې په نیکه طریقه په خوښه سره وي. په دې (حکم د نه منع کولو) باندې هغه چا ته پند ورکول کېږي څوک چې له تاسي نه پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان لري، دا پاکوونکی (بچ کوونکی) دی تاسو لپاره (له بدنامۍ نه) او پاکوونکی دی (له بد کارۍ نه) او الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ. info
التفاسير: