വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
43 : 14

مُهْطِعِیْنَ مُقْنِعِیْ رُءُوْسِهِمْ لَا یَرْتَدُّ اِلَیْهِمْ طَرْفُهُمْ ۚ— وَاَفْـِٕدَتُهُمْ هَوَآءٌ ۟ؕ

نېغ سرونه به (بلونکي لور ته ذلیله) ځغلي، سترګې به يې نه رپيږي، او زړونه به یې تش وي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 14

وَاَنْذِرِ النَّاسَ یَوْمَ یَاْتِیْهِمُ الْعَذَابُ فَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا رَبَّنَاۤ اَخِّرْنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ۙ— نُّجِبْ دَعْوَتَكَ وَنَتَّبِعِ الرُّسُلَ ؕ— اَوَلَمْ تَكُوْنُوْۤا اَقْسَمْتُمْ مِّنْ قَبْلُ مَا لَكُمْ مِّنْ زَوَالٍ ۟ۙ

او له هغې ورځې دا خلك ووېروه چې عذاب ورته راځي نو چا چې ظلم كړى وي هغوى به وايي: زموږ ربه! موږ تر يوې لنډې مودې پورې وځنډوه چې ستا بلنه ومنو او د پېغمبرانو پېروي وكړو، (ورته وبه ويل شي) آيا تاسو به قسمونه نه كول چې موږ هيڅ زوال نه لرو. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 14

وَّسَكَنْتُمْ فِیْ مَسٰكِنِ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَتَبَیَّنَ لَكُمْ كَیْفَ فَعَلْنَا بِهِمْ وَضَرَبْنَا لَكُمُ الْاَمْثَالَ ۟

او حال دا چې تاسو د هماغو خلكو په كليو كې اوسېدلئ چې پر خپلو ځانو يې ظلم كړى و او (دا هم) درته څرګنده شوه چې موږ له هغوى سره څه وكړل او (ډېر) مثالونه مو درته بيان كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 14

وَقَدْ مَكَرُوْا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللّٰهِ مَكْرُهُمْ ؕ— وَاِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُوْلَ مِنْهُ الْجِبَالُ ۟

او خامخا هغوى خپلې دسيسې په كار واچولې خو الله سره يې هم د چلونو ځواب و، او چلونه خو يې څه داسې نه وو چې غرونه بې ځايه كړي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 14

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللّٰهَ مُخْلِفَ وَعْدِهٖ رُسُلَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ ذُو انْتِقَامٍ ۟ؕ

نو هيڅكله الله د خپلو پېغمبرانو سره د ژمنې ماتوونكى ونه ګڼې، بې شكه الله برلاسى بدل اخيستونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 14

یَوْمَ تُبَدَّلُ الْاَرْضُ غَیْرَ الْاَرْضِ وَالسَّمٰوٰتُ وَبَرَزُوْا لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

هغه ورځ چې زمكه او اسمانونه به بدل كړى شي او ټول خلك به يو غالب الله ته ورڅرګند حاضر شي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 14

وَتَرَی الْمُجْرِمِیْنَ یَوْمَىِٕذٍ مُّقَرَّنِیْنَ فِی الْاَصْفَادِ ۟ۚ

او په هغه ورځ به مجرمان ووینې چې په زولنو كې تړل شوي وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 14

سَرَابِیْلُهُمْ مِّنْ قَطِرَانٍ وَّتَغْشٰی وُجُوْهَهُمُ النَّارُ ۟ۙ

كميسونه به يې د تاركولو وي او پر مخونو به يې اور خپرېدونكى وي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 14

لِیَجْزِیَ اللّٰهُ كُلَّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

تر څو هر كس ته الله د خپل عمل بدله وركړي، بې شكه الله زر حساب كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 14

هٰذَا بَلٰغٌ لِّلنَّاسِ وَلِیُنْذَرُوْا بِهٖ وَلِیَعْلَمُوْۤا اَنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ وَّلِیَذَّكَّرَ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠

دا د ټولو خلكو لپاره يو پيغام دى او د دې لپاره دى چې پرې خبردار كړى شي او په دې پوه شي چې بې شکه معبود يو دى او د عقلونو خاوندان پند واخلي. info
التفاسير: