വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
19 : 13

اَفَمَنْ یَّعْلَمُ اَنَّمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكَ مِنْ رَّبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ اَعْمٰی ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟ۙ

اّيا نو هغه څوك چې پوهيږي چې كوم كتاب تا ته د خپل رب له لوري نازل شوى (بالكل) حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند وي، خبره دا ده چې پند خو يوازې هوښياران اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 13

الَّذِیْنَ یُوْفُوْنَ بِعَهْدِ اللّٰهِ وَلَا یَنْقُضُوْنَ الْمِیْثَاقَ ۟ۙ

هغوى چې الله سره كړى لوظ پوره كوي او (هغه) تړون نه ماتوي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 13

وَالَّذِیْنَ یَصِلُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ وَیَخَافُوْنَ سُوْٓءَ الْحِسَابِ ۟ؕ

او هغوى چې هغه اړيكې ټينګوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او له خپل ربه ډاريږي او له بد حسابه وېره لري. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 13

وَالَّذِیْنَ صَبَرُوا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَاَقَامُوا الصَّلٰوةَ وَاَنْفَقُوْا مِمَّا رَزَقْنٰهُمْ سِرًّا وَّعَلَانِیَةً وَّیَدْرَءُوْنَ بِالْحَسَنَةِ السَّیِّئَةَ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عُقْبَی الدَّارِ ۟ۙ

او هغوى چې صبر كوي د خپل رب د رضا په لټون او لمونځ كوي او پټ او ښكاره له هغې روزي نه لګښت (خيرات) كوي چې موږ وركړې ده او د بدۍ مخنيوى په نېكۍ سره كوي، د همدې خلكو لپاره د آخرت كور دى. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 13

جَنّٰتُ عَدْنٍ یَّدْخُلُوْنَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَدْخُلُوْنَ عَلَیْهِمْ مِّنْ كُلِّ بَابٍ ۟ۚ

د تل اوسېدلو جنتونه چې هم به دوى ورننوځي او هم به يې له پلرونو، ښځو او اولادې څوك چې صالحان وي او پرېښتې به هم له هرې دروازې ورننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 13

سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَی الدَّارِ ۟ؕ

پر تاسو دې سلامتيا وي چې صبر مو وكړ، نو څه ښه دى دغه د اخرت كور. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 13

وَالَّذِیْنَ یَنْقُضُوْنَ عَهْدَ اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مِیْثَاقِهٖ وَیَقْطَعُوْنَ مَاۤ اَمَرَ اللّٰهُ بِهٖۤ اَنْ یُّوْصَلَ وَیُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوْٓءُ الدَّارِ ۟

او هغوى چې الله سره كړى لوظ له ټينګولو وروسته هم ماتوي او هغه اړيكې شلوي چې الله يې د ټينګولو امر كړى او پر زمكه فساد كوي، د هغوى لپاره لعنت او د هغوى لپاره د اخرت ناكاره كور دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 13

اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— وَفَرِحُوْا بِالْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَمَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا فِی الْاٰخِرَةِ اِلَّا مَتَاعٌ ۟۠

هر چا ته چې الله وغواړي روزي یې پراخوي او تنګوي، او هغوى (كفار) د دنيا په ژوند خوشاله شوي حال دا چې د دنيا ژوند د اخرت په مقابل كې له يوې ناچيزې متاع پرته بل هېڅ شى نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 13

وَیَقُوْلُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَوْلَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْهِ اٰیَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— قُلْ اِنَّ اللّٰهَ یُضِلُّ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْۤ اِلَیْهِ مَنْ اَنَابَ ۟ۖۚ

او هغه كسان چې كافر شوي وايي ولې پر ده باندې كومه نښه د خپل رب له لوري نده نازله شوې؟ ورته وايه چا ته چې الله یې وغواړي بې لارې كوي يې او خپل لور ته د ورتللو سمه لار هغه چا ته ښايي چې ده ته ورګرځېدلى وى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 13

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَتَطْمَىِٕنُّ قُلُوْبُهُمْ بِذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اَلَا بِذِكْرِ اللّٰهِ تَطْمَىِٕنُّ الْقُلُوْبُ ۟ؕ

هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كيږي. info
التفاسير: