വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
79 : 10

وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُوْنِیْ بِكُلِّ سٰحِرٍ عَلِیْمٍ ۟

او فرعون وويل چې هر ماهر كوډګر ماته راولئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 10

فَلَمَّا جَآءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُمْ مُّوْسٰۤی اَلْقُوْا مَاۤ اَنْتُمْ مُّلْقُوْنَ ۟

كله چې كوډګران راغلل نو موسى (َعلیه السلام) هغوی ته وويل: تاسي چې د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 10

فَلَمَّاۤ اَلْقَوْا قَالَ مُوْسٰی مَا جِئْتُمْ بِهِ ۙ— السِّحْرُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَیُبْطِلُهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَا یُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِیْنَ ۟

بيا كله چې هغوى وغورځول، موسى (علیه السلام) وويل: تاسو چې څه راوړل هغه كوډې دي يقيناً الله به يې زر باطل كړي، بې شكه الله د مفسدانو كار نه سموي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 10

وَیُحِقُّ اللّٰهُ الْحَقَّ بِكَلِمٰتِهٖ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُوْنَ ۟۠

او الله په خپلو فرمانو سره حق رښتيا كوي، كه څه هم مجرمان ناخوښه اوسي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 10

فَمَاۤ اٰمَنَ لِمُوْسٰۤی اِلَّا ذُرِّیَّةٌ مِّنْ قَوْمِهٖ عَلٰی خَوْفٍ مِّنْ فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهِمْ اَنْ یَّفْتِنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِی الْاَرْضِ ۚ— وَاِنَّهٗ لَمِنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

نو (همداسې) موسى (علیه السلام) د ده د قوم له (څو) ځوانانو پرته بل چا ونه منلو، د فرعون او د هغوى د مشرانو له وېرې چې په عذاب به يې كړي او فرعون خو حتماً په ځمكه كې زورواكى او له زياتى كوونكو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی یٰقَوْمِ اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ فَعَلَیْهِ تَوَكَّلُوْۤا اِنْ كُنْتُمْ مُّسْلِمِیْنَ ۟

او موسى (علیه السلام) وويل: اى زما قومه! كه تاسو په الله ايمان لرئ نو پر هغه بروسه وكړئ، كه تاسو رښتيا غاړه اېښودونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 10

فَقَالُوْا عَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟ۙ

نو دوى وويل: پر الله مو بروسه كړې، زموږ ربه! موږ د ظالمانو خلكو لپاره فتنه مه ګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 10

وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

او په خپل رحمت سره مو له كافرانو وژغوره. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 10

وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰی مُوْسٰی وَاَخِیْهِ اَنْ تَبَوَّاٰ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُیُوْتًا وَّاجْعَلُوْا بُیُوْتَكُمْ قِبْلَةً وَّاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ ؕ— وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او موسى (علیه السلام) او د هغه ورور ته مو وحى وكړه چې د خپل قوم لپاره په مصر كې څو كورونه تيار كړه او خپل کورونه قبله وګرځوئ او لمونځ ترسره كوئ او مومنانو ته زېرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 10

وَقَالَ مُوْسٰی رَبَّنَاۤ اِنَّكَ اٰتَیْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَاَهٗ زِیْنَةً وَّاَمْوَالًا فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ— رَبَّنَا لِیُضِلُّوْا عَنْ سَبِیْلِكَ ۚ— رَبَّنَا اطْمِسْ عَلٰۤی اَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلٰی قُلُوْبِهِمْ فَلَا یُؤْمِنُوْا حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟

او موسى (علیه السلام) وويل: ای زموږ ربه تا خو فرعون او د ده سردارانو ته د دنيا په ژوند كې ښكلا او مالونه وركړي دي، اى زموږ ربه! تر څو خلک ستا له لارې واړوي؟ اې زموږ ربه! پر مالونو يې تباهي راوله او پر زړونو يې مهر ولګوه چې تر هغه ايمان رانه وړي څو چې یې دردناک عذاب نه وي ليدلى. info
التفاسير: