വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

انشقاق

സൂറത്തിൻ്റെ ഉദ്ദേശ്യങ്ങളിൽ പെട്ടതാണ്:
تذكير الإنسان برجوعه لربه، وبيان ضعفه، وتقلّب الأحوال به.
انسان ته دا ورپه يادول چې خپل پالونکي ته ور وګرځي، د هغه د کمزورۍ او پر هغه د حالاتو د بدلون بيان. info

external-link copy
1 : 84

اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْ ۟ۙ

او کله چې آسمان د پریښتو د راکوزیدو لپاره څيرې کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ۙ

او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 84

وَاِذَا الْاَرْضُ مُدَّتْ ۟ؕ

او کله چې الله ځمکه داسې وغوړوي لکه پوستکی چې غوړول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 84

وَاَلْقَتْ مَا فِیْهَا وَتَخَلَّتْ ۟ۙ

او کومې زېرمې او مړي چې پکې دي هغه را وغورځوي، او له هغو څخه خالي شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ؕ

او خپل پالونکي ته په غاړه اېښودلو غوږ کېږدي او د هغوی لپاره همدغه په کار دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 84

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰی رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِ ۟ۚ

اې انسانه! پرته له شکه يا د خير او يا د شر عمل کوونکی يې، چې بيا په قيامت کې ورسره مخامخ کېدونکی يې، چې الله به پرې بدله درکړي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 84

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ ۟ۙ

نو چاته چې يې د اعمالو پاڼه په ښي لاس ورکړل شوه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 84

فَسَوْفَ یُحَاسَبُ حِسَابًا یَّسِیْرًا ۟ۙ

نو ژر ده چې الله به له هغه سره اسانه حساب وکړي داسې چې عمل به يې پرته له مواخذې پرې وړاندې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 84

وَّیَنْقَلِبُ اِلٰۤی اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

او خپلې کورنۍ ته به خوشحاله ور ګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 84

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ وَرَآءَ ظَهْرِهٖ ۟ۙ

او هر هغه څوک چې عملنامه يې په چپ لاس له څټه ورکړل شوه. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 84

فَسَوْفَ یَدْعُوْا ثُبُوْرًا ۟ۙ

نو ژر به د خپل ځان پر خلاف د تباهۍ چېغې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 84

وَّیَصْلٰی سَعِیْرًا ۟ؕ

او د دوزخ اور ته به ور ننوځي چې ګرمي به يې زغمي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 84

اِنَّهٗ كَانَ فِیْۤ اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

پرته له شکه هغه په دنيا کې په خپله کورنۍ کې پر کوم کفر او ګناهونو چې و خوشحاله و. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 84

اِنَّهٗ ظَنَّ اَنْ لَّنْ یَّحُوْرَ ۟ۚۛ

هغه دا ګومان کولو چې ژوندون ته به يې له مرګ وروسته بېرته ورستون نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 84

بَلٰۤی ۛۚ— اِنَّ رَبَّهٗ كَانَ بِهٖ بَصِیْرًا ۟ؕ

ولې نه، هرومرو به الله دې لره هغه ژوندون ته ورګرځوي لکه لومړی ځل يې چې پيداکړی و، پرته له شکه د هغه پالونکی پر هر حال ليدونکی دی له هغه هيڅ هم نه پټيږي، او پر عمل به يې بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 84

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ۟ۙ

الله پر هغه سوروالي لوړه وکړه چې له لمر لوېدو وروسته د اسمان په څوکو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 84

وَالَّیْلِ وَمَا وَسَقَ ۟ۙ

او پر شپه يې لوړه وکړه او پر هغه څه چې پکې را غونډ شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 84

وَالْقَمَرِ اِذَا اتَّسَقَ ۟ۙ

او پر سپوږمۍ چې کله را ټوله شي او بشپړه شي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 84

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ۟ؕ

اې خلکو! تاسې به هرومرو له يو حال څخه بل حال ته رسېږئ چې نطفه وئ، بيا د وينې ټوټه وئ، بيا د غوښې ټوټه شوئ، بيا ژوند، بيا مرګ او بيا را پاڅېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 84

فَمَا لَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

نو دغو کافرانو لره څه دي چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان نه راړي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 84

وَاِذَا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْاٰنُ لَا یَسْجُدُوْنَ ۟

او کله چې پر هغوی قرآن لوستل کيږي؛ نو خپل پالونکي ته سجده نه کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 84

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُكَذِّبُوْنَ ۟ؗۖ

بلکې هغه کسان چې کفر يې کړی هغه څه درواغ ګڼي چې رسول يې ورته ورسره راغلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 84

وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُوْعُوْنَ ۟ؗۖ

او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې د هغوی سينې يې را غونډوي، له الله څخه د هغوی له کړنو هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 84

فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

اې رسوله! هغوی پر هغه دردوونکې سزا خبر کړه چې انتظار يې کوي. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• خضوع السماء والأرض لربهما.
د اسمان او ځمکې خپل پالونکي ته عاجزي کول. info

• كل إنسان ساعٍ إما لخير وإما لشرّ.
هر انسان هڅه کوونکی دی يا د خير او يا هم د شر. info

• علامة السعادة يوم القيامة أخذ الكتاب باليمين، وعلامة الشقاء أخذه بالشمال.
د قيامت په ورځ د نېکبختۍ نښه د عملنامې په ښي لاس اخېستل او د بدبختۍ نښه د عملنامې په چپ لاس اخېستل دي. info

external-link copy
25 : 84

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠

پرته له هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی، نېک کارونه يې کړي دي، د هغوی لپاره نه پرې کېدونکې بدله ده او هغه جنت دی. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• يكون ابتلاء المؤمن على قدر إيمانه.
د مؤمنانو آزموينه د هغوی د ايمان د قوت په اندازه وي. info

• إيثار سلامة الإيمان على سلامة الأبدان من علامات النجاة يوم القيامة.
د ايمان سلامتيا ته د بدن پر سلامتيا لومړيتوب ورکول د قيامت په ورځ د ژغورلو نښه ده. info

• التوبة بشروطها تهدم ما قبلها.
توبه له خپلو شرطونو سره ټول هغه ګناهونه له منځه وړي چې مخکې ترې شوې وي. info