വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
26 : 76

وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟

او هغه ياد کړه د شپې په دواړو لمونځونو سره: د ماښام په لمانځه او د ماخوستن په لمانځه، او له هغو دواړو وروسته بيا تهجد هم کوه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 76

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟

بېشکه دغه مشرکان د دنيا ژوند خوښوي او د هغو حرص کوي، او د قيامت ورځ تر خپلو شاوو پرېږدي، او هغه درنه ورځ ده، ځکه په هغې کې سختۍ او کړاوونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 76

نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟

موږ هغوی پيداکړي دي او پيدايښت مو يې پياوړی کړی دی د هغوی د بندونو، غړيو او نورو شيانو په پياوړي کولو سره. او کله چې د هغوی تباه کول او په ورته خلکو يې بدلول وغواړو؛ نو تباه به يې کړو او بدل به يې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 76

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

پرته له شکه دغه سورت يو نصيحت او پند دی، نو که څوک د داسې لارې خپلول غواړي چې د خپل پالونکي رضا ته يې رسوي غوره يې دې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 76

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او تاسو د الله د خوښې لوري ته لار نيول نه شئ غوښتئ مګر دا چې الله له تاسې دا وغواړي، نو امر ټول د الله په لاس کې دی، بېشکه الله پر هغه څه ښه پوه دی چې کوم څه يې د بندګانو لپاره سم دي، او کوم څه ورته سم نه دي، په خپل مخلوق، قدر او شريعت کې د حکمت والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 76

یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠

له بندګانو يې چې چاته خوښه شي په خپله لورېينه کې يې داخلوي، نو د ايمان او نېک عمل توفيق ورکوي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو د ظلم کوونکو لپاره يې په آخرت کې دردوونکی عذاب چمتو کړی او هغه د اور عذاب دی. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• خطر التعلق بالدنيا ونسيان الآخرة.
پر دنيا پورې د ځان تړلو او د آخرت هېرولو خطر. info

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي. info

• إهلاك الأمم المكذبة سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو امتونو تباه کول يوه الهي تګلاره ده. info