വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
180 : 7

وَلِلّٰهِ الْاَسْمَآءُ الْحُسْنٰی فَادْعُوْهُ بِهَا ۪— وَذَرُوا الَّذِیْنَ یُلْحِدُوْنَ فِیْۤ اَسْمَآىِٕهٖ ؕ— سَیُجْزَوْنَ مَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

او خاص الله پاک لره دي خایسته نومونه هغه چې د هغه په لویۍ او کمال دلالت کوي، نو تاسو وسیله ونیسئ په دې نومونو سره الله تعالی ته په غوښتلو د هغه څه کې چې تاسو يې غواړئ او په دې نومونو سره د الله تعالی ثنا بیان کړئ، او پریږدئ هغه څوک چې کږیږي د حق نه په دې نومونو کې داسې چې د الله تعالی نه پرته بل چاته دا نومونه ورکوي، او یا يې د الله تعالی څخه منفي کوي، او یا يې په معنا کې تحریف کوي او یا د الله تعالی سره بل څوک مشابه کوي، زر دی خامخا مونږ به دې خلکو ته چې د حق نه کږیږي سزا ورکړو: دردناک عذاب په سبب د هغو کارونو چې دوی کول. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• خلق الله للبشر آلات الإدراك والعلم - القلوب والأعين والآذان - لتحصيل المنافع ودفع المضار.
الله تعالی د انسانانو لپاره د درک او پوهې الات پیداکړي لکه -زړونه او سترګې او غوږونه- د فایدې اخستلو او ضرر دفع کولو لپاره. info

• الدعاء بأسماء الله الحسنى سبب في إجابة الدعاء، فيُدْعَى في كل مطلوب بما يناسب ذلك المطلوب، مثل: اللهمَّ تب عَلَيَّ يا تواب.
د الله تعالی په ښایسته نومونو دعا غوښتل د هغې د قبلیدو سبب دی، نو په هر یو حاجت کې به د هغه مناسب نوم باندې دعا غوښتلی شي، لکه: ای توبه قبلوونکیه ذاته زما توبه قبوله کړې. info

• التفكر في عظمة السماوات والأرض، والتوصل بهذا التفكر إلى أن الله تعالى هو المستحق للألوهية دون غيره؛ لأنه المنفرد بالصنع.
د اسمانونو او ځمکو په لویۍ کې فکر او سوچ کول، او پدې فکر او سوچ سره دې خبرې ته رسیدل چې بیشکه الله تعالی یواځې د عبادت مستحق دی پرته له بل چانه؛ ځکه چې هغه ذات یوازې جوړوونکی دی. info