വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
9 : 62

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نُوْدِیَ لِلصَّلٰوةِ مِنْ یَّوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا اِلٰی ذِكْرِ اللّٰهِ وَذَرُوا الْبَیْعَ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته روا کړي يې دي، کله چې مؤذن د جمعې په ورځ منبر ته د خطيب له ختلو وروسته اذان وکړي، نو لمانځه او خطبې ته د حاضرېدلو لپاره جوماتونو خواته بيړه وکړئ، او راکړه ورکړه پرېږدئ، ترڅو مو له عبادت څخه بوخت نه کړي، دغه ياده شوې هڅه او د جمعې د لمانځه لپاره له اذان وروسته د راکړې ورکړې پرېښودل ستاسو لپاره غوره دي اې مؤمنانو! که چېرې تاسې پردغه پوهېږئ، نو پر هغه څه عمل وکړئ چې الله امر پرې کړی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 62

فَاِذَا قُضِیَتِ الصَّلٰوةُ فَانْتَشِرُوْا فِی الْاَرْضِ وَابْتَغُوْا مِنْ فَضْلِ اللّٰهِ وَاذْكُرُوا اللّٰهَ كَثِیْرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ ۟

نو کله مو چې د جمعې لمونځ پای ته ورسولو، بيا په ځمکه کې د حلال کسب او خپلو اړتياوو په لټه کې خپاره شئ، او د حلال کار او حلالې ګتې له لارې د الله پېرزوينه ولټوئ، او د روزۍ لټولو په ترڅ کې الله ډېر يادوئ، او د روزۍ لټول دې له تاسې څخه د الله ياد هېر نه کړي، د بريا په هيله چې خوښوئ يې او د ژغورنې په هيله چې ترې ډارېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 62

وَاِذَا رَاَوْا تِجَارَةً اَوْ لَهْوَا ١نْفَضُّوْۤا اِلَیْهَا وَتَرَكُوْكَ قَآىِٕمًا ؕ— قُلْ مَا عِنْدَ اللّٰهِ خَیْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟۠

او کله چې ځينو مسلمانانو سوداګري او ساعت تېری وليدل هغو ته په وتلو سره تيت او وپاشل شول، او اې رسوله! ته يې پر منبر ولاړ پرېښودې، اې رسوله! ووايه: پر نېک عمل چې له الله سره کومه بدله ده هغه له هغې سوداګرۍ او ساعت تيرۍ څخه -چې تاسې ور وتلي واست- غوره ده، او الله ترټولوغوره روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• وجوب السعي إلى الجمعة بعد النداء وحرمة ما سواه من الدنيا إلا لعذر.
د جمعې له اذان څخه وروسته د جمعې لمانځه ته د هڅې کولو واجبوالی او له عذر پرته د بل کوم دنيوي کار نارواوالی. info

• تخصيص سورة للمنافقين فيه تنبيه على خطورتهم وخفاء أمرهم.
د منافقانو لپاره د يو سورت ځانګړي کولو کې د هغوی خطرناکوالي او په پته د کارونو تر سره کولو ته یوه پاملرنه ده. info

• العبرة بصلاح الباطن لا بجمال الظاهر ولا حسن المنطق.
اعتبار د باطن سموالي ته دی نه د ظاهر ښکلا او خبرو ښه والي ته. info