വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

مجادله

സൂറത്തിൻ്റെ ഉദ്ദേശ്യങ്ങളിൽ പെട്ടതാണ്:
إظهار علم الله الشامل وإحاطته البالغة، تربيةً لمراقبته، وتحذيرًا من مخالفته.
د الله د هر اړخيزې پوهې څرګندونه او د هغې پوره چاپېروالی، د څارنې د روزنې او له مخالفت څخه د وېرې په موخه. info

external-link copy
1 : 58

قَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّتِیْ تُجَادِلُكَ فِیْ زَوْجِهَا وَتَشْتَكِیْۤ اِلَی اللّٰهِ ۖۗ— وَاللّٰهُ یَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟

اې رسوله! پرته له شکه الله د هغې ښځې خبرې واورېدلې چې هغه د ثعلبه لور خوله وه، کومې چې د خپل مېړه؛ صامت زوی د اوس په اړه ستا سره خبرې کولې، کله چې هغه ظهار ورسره وکړ، هغې الله ته شکايت کولو چې مېړه يې څه ورسره وکړل، الله ستاسو دواړو له يو بل سره خبرې اوري، له هغه هيڅ هم نه پټيږي، پرته له شکه الله د خپلو بندګانو د ويناوو اورېدونکی او د کړنو يې ليدونکی دی، له هغه هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 58

اَلَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْكُمْ مِّنْ نِّسَآىِٕهِمْ مَّا هُنَّ اُمَّهٰتِهِمْ ؕ— اِنْ اُمَّهٰتُهُمْ اِلَّا الّٰٓـِٔیْ وَلَدْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّهُمْ لَیَقُوْلُوْنَ مُنْكَرًا مِّنَ الْقَوْلِ وَزُوْرًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟

هغه کسان چې له خپلو مېرمنو سره ظهار کوي، دا چې له هغوی يو خپلې مېرمنې ته داسې وايي: ته پر ما د خپلې مور د شا غوندې يې، په خپله دغه وينا کې يې درواغ ويلي دي، د هغوی مېرمنې د هغوی ميندې نه دي، بېشکه مېندې خو يې هغه دي چې زيږولي يې دي، او پرته له شکه کله چې هغوی دغه وينا کوي هغوی هرومرو ناوړه وينا او درواغ وايي او پرته له شکه الله تېرېدونکی او بخښونکی دی، له ګناه څخه د هغوی د خلاصون په موخه يې د هغوی لپاره کفاره روا کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 58

وَالَّذِیْنَ یُظٰهِرُوْنَ مِنْ نِّسَآىِٕهِمْ ثُمَّ یَعُوْدُوْنَ لِمَا قَالُوْا فَتَحْرِیْرُ رَقَبَةٍ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ؕ— ذٰلِكُمْ تُوْعَظُوْنَ بِهٖ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟

او هغه کسان چې دغه ناوړه وينا کوي، بيا غواړي چې له هغو ظهار کړل شويو مېرمنو سره کوروالی وکړي، نو پر هغوی لازم دي چې له هغو مېرمنو سره ترکوروالي مخکې د مرېيه (غلام) په ازادولو سره کفاره اداکړي، دغه ياد کړل شوی حکم، چې تاسو ته پرې امر کيږي له ظهار څخه ستاسو د راګرځولو لپاره دی، او الله پر هغه څه ښه خبر دی چې تاسې يې کوئ، له هغه ستاسو له کړنو هيڅ هم نه پټيږي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 58

فَمَنْ لَّمْ یَجِدْ فَصِیَامُ شَهْرَیْنِ مُتَتَابِعَیْنِ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّتَمَآسَّا ۚ— فَمَنْ لَّمْ یَسْتَطِعْ فَاِطْعَامُ سِتِّیْنَ مِسْكِیْنًا ؕ— ذٰلِكَ لِتُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ؕ— وَتِلْكَ حُدُوْدُ اللّٰهِ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

نو څوک چې مرېيی ونه لري چې آزاد يې کړي، پر هغه پرله پسې دوې مياشتې روژه نيول دي مخکې تردې چې له خپلې هغې مېرمنې سره کوروالی وکړي له کومې څخه يې چې ظهار کړی، او څوک چې دوې مياشتې پرله پسې د روژې نيولو توان نه لري، نو پر هغه شپېته بې وزلو ته ډوډۍ ورکول دي، دغه پرېکړه چې مو کړې ده، د دې لپاره ترڅو باور ولرئ چې الله امر پرې کړی دی، نو امر يې پر ځای کړئ او د هغه د رسول پيروي وکړئ او دغه حکمونه چې درته روا کړي مو دي د الله هغه پولې دي چې د خپلو بنده ګانو لپاره يې ټاکلې دي، چې ترې تېر نه شئ او د کافرانو لپاره د الله په هغو حکمونو او پولو سره چې ټاکلې يې دي درودوونکې سزا ده.
info
التفاسير:

external-link copy
5 : 58

اِنَّ الَّذِیْنَ یُحَآدُّوْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ كُبِتُوْا كَمَا كُبِتَ الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَقَدْ اَنْزَلْنَاۤ اٰیٰتٍۢ بَیِّنٰتٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟ۚ

پرته له شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، خوار او ذليل کړل شوي دي لکه څنګه چې له پخوانيو امتونو څخه هغه کسان خوار او ذليل کړل شوي وو، چې له الله سره يې دښمني کړې وه، او پرته له شکه موږ څرګند ايتونه را نازل کړي دي، او پر الله، د هغه پر رسول او ايتونو کفر کوونکو لپاره سپکوونکې سزا ده. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 58

یَوْمَ یَبْعَثُهُمُ اللّٰهُ جَمِیْعًا فَیُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اَحْصٰىهُ اللّٰهُ وَنَسُوْهُ ؕ— وَاللّٰهُ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟۠

په کومه ورځ چې به الله هغوی ټول ژوندي را پاڅوي، هيڅوک به هم له هغوی نه پرېږدي؛ نو پر هغه څه به يې خبر کړي چې په دنيا کې يې کوم ناوړه کارونه تر سره کړي دي، د هغوی له کړنو به هيڅ نه ترې پاتې کيږي، هغوی په خپله هېر کړي، خو په خپلو هغو صحيفو کې به يې ليکل شوي ومومي چې نه وړه او نه لويه پرېږدي، مګر شمېرلي يې دي، او الله پر هرڅه خبر دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• لُطْف الله بالمستضعفين من عباده من حيث إجابة دعائهم ونصرتهم.
د الله پر خپلو کمزورو بندګانو مهرباني د هغوی د دعا په قبلولو او مرسته کولو سره. info

• من رحمة الله بعباده تنوع كفارة الظهار حسب الاستطاعة ليخرج العبد من الحرج.
د الله پر خپلو بندګانو له لورېينې څخه د هغوی له توان سره سم د کفارې بېلابېل ډولونه ټاکل ترڅو بنده له ستونزې ووځي. info

• في ختم آيات الظهار بذكر الكافرين؛ إشارة إلى أنه من أعمالهم، ثم ناسب أن يورد بعض أحوال الكافرين.
د ظهار د آيتونو په پای کې د کافرانو يادونه دېته اشاره ده چې هلته د هغوی له کړنو ځينې مناسب دي چې د کافرانو ځينې حالتونه راوړل شي. info