വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
18 : 57

اِنَّ الْمُصَّدِّقِیْنَ وَالْمُصَّدِّقٰتِ وَاَقْرَضُوا اللّٰهَ قَرْضًا حَسَنًا یُّضٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ اَجْرٌ كَرِیْمٌ ۟

پرته له شکه د ځينو خپل مالونو خيرات کوونکي، او د ځينو خپلو مالونو خيرات کوونکې، هغه کسان چې پرته له احسان او آزاره د زړونو په خوښه مالونه خيراتوي، هغوی لره به يې د کړنو بدله څو برابره کړل شي: يوه نيکي به د لسو برابره تر اوو سوو او زياتو برابرو پورې وي، او هغوی لره له دې سره د الله په وړاندې عزتمن ثواب وي او هغه جنت دی. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• امتنان الله على المؤمنين بإعطائهم نورًا يسعى أمامهم وعن أيمانهم.
پر مؤمنانو د الله احسان هغوی ته د داسې رڼايي په ورکړه چې مخې او ښي لورته به يې ځغلي. info

• المعاصي والنفاق سبب للظلمة والهلاك يوم القيامة.
ګناهونه او نفاق د قيامت په ورځ د تيارې او تباهۍ لامل دی. info

• التربُّص بالمؤمنين والشك في البعث، والانخداع بالأماني، والاغترار بالشيطان: من صفات المنافقين.
د مؤمنانو په اړه انتظار کول او په بېرته را ژوندي کېدو کې شک کول، او په خپلو هيلو دوکه خوړل او د شيطان په دوکه کې راتلل: د ا ټول د منافقانو له صفتونو څخه دي. info

• خطر الغفلة المؤدية لقسوة القلوب.
د عفلت خطر چې نتیجه یې د زړه سختوالی دی. info