വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
34 : 43

وَلِبُیُوْتِهِمْ اَبْوَابًا وَّسُرُرًا عَلَیْهَا یَتَّكِـُٔوْنَ ۟ۙ

او کوټو ته به مو يې دروازې ګرځولې وای[دسپینو زرو]، او کټونه هم چې تکیه یې پرې کولای د امتحان د پاره او د هغوی د رانیولو د پاره درجه په درجه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 43

وَزُخْرُفًا ؕ— وَاِنْ كُلُّ ذٰلِكَ لَمَّا مَتَاعُ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ؕ— وَالْاٰخِرَةُ عِنْدَ رَبِّكَ لِلْمُتَّقِیْنَ ۟۠

او هرومرو به مو هغوی لره سره زر ګرځولي وو، او دا ټول نه دي مګر د دنيا د ژوند توښه ده، نو د نه پاتې کېدو له امله یې ګټه لږ ده، او ای رسوله! په آخرت کې چې ستا د پالونکي په وړاندې کوم نعمتونه دي هغه غوره دي د هغو خلکو لپاره چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او نواهيوو يې په ځان ساتلو وېريږي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 43

وَمَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ ۟

او څوک چې په قرآن کې د یې احتیاطۍ لیدنه کوي چې مخ اړولو ته يې و رسوي هغه ته به د شيطان په ګومارلو سزا ورکړو چې تل ورسره وي تر څو يې په سرکښۍ زياتوالی راولي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 43

وَاِنَّهُمْ لَیَصُدُّوْنَهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ وَیَحْسَبُوْنَ اَنَّهُمْ مُّهْتَدُوْنَ ۟

او دغه ملګري چې له قرآنه پر مخ اړوونکو ګومارل شوي دي هغوی به د الله له دينه راګرځوي، نو د هغه امرونه به نه مني او له نواهيو به يې ډډه نه کوي او هغوی به ګومان کوي چې حق ته لارموندونکي دي، نو له همدې امله به هغوی له خپلې لارورکۍ توبه نه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 43

حَتّٰۤی اِذَا جَآءَنَا قَالَ یٰلَیْتَ بَیْنِیْ وَبَیْنَكَ بُعْدَ الْمَشْرِقَیْنِ فَبِئْسَ الْقَرِیْنُ ۟

تر دې چې د الله له ياده مخ اړوونکی د قيامت په ورځ موږ ته راشي د هيله کوونکي په توګه به وايي: کاشکې زما او ستا تر منځ ای ملګريه! د ختيځ او لوېديځ په اندازه واټن وای، څومره بد ملګری يې ته!. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 43

وَلَنْ یَّنْفَعَكُمُ الْیَوْمَ اِذْ ظَّلَمْتُمْ اَنَّكُمْ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

د قيامت په ورځ به الله کافرانو ته ووايي: نن به هيڅکله تاسو ته په عذاب کې ستاسو برخه اخستل ګټه در ونه رسوي حال داچې د شرک او ګناهونو له امله مو پرځانونو ظلم کړی دی، او هيڅکله به ستاسو شريکان له تاسو د عذاب کومه برخه وانخلي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 43

اَفَاَنْتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ اَوْ تَهْدِی الْعُمْیَ وَمَنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

بېشکه دغه خلک د حق له اورېدو کاڼه دي، له ليدو يې ړانده دي، نو ای رسوله! ته د کڼو د اورولو يا ړندو د لارښوونې او يا د هغه چا د لارښوونې توان لرې چې له نېغې لارې څخه په څرګنده لارورکۍ کې دي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 43

فَاِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَاِنَّا مِنْهُمْ مُّنْتَقِمُوْنَ ۟ۙ

نو که چېرې دې بوځو، چې هغوی ته له عذاب ورکولو مخکې دې مړ کړو، نو بيا هم موږ له هغوی څخه د عذاب په ورکولو په دنيا او آخرت کې غچ اخېستونکي يو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 43

اَوْ نُرِیَنَّكَ الَّذِیْ وَعَدْنٰهُمْ فَاِنَّا عَلَیْهِمْ مُّقْتَدِرُوْنَ ۟

او يا ځينې هغه عذاب در ووينو چې له هغوی سره يې ژمنه کوو، نو موږ بېشکه پر هغوی ځواکمن يو، هيڅ شی پر موږ د برلاسي کېدو توان نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 43

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّذِیْۤ اُوْحِیَ اِلَیْكَ ۚ— اِنَّكَ عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟

نو ای رسوله! پر هغه څه ټينګ ودرېږه چې د پالونکي لخوا دې درته وحې شوي دي او پر هغه عمل وکړه، بېشکه ته پر داسې حق لاره يې چې هيڅ ګډوډي پکې نشته. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 43

وَاِنَّهٗ لَذِكْرٌ لَّكَ وَلِقَوْمِكَ ۚ— وَسَوْفَ تُسْـَٔلُوْنَ ۟

او بېشکه دغه قرآن ستا لپاره او ستا د قوم لپاره شرف دی، او ژر به د قيامت په ورځ پر هغه د ايمان راوړلو، د هغه د لارښوونې د پيروۍ او هغه ته د بلنې په اړه وپوښتل شئ. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 43

وَسْـَٔلْ مَنْ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رُّسُلِنَاۤ اَجَعَلْنَا مِنْ دُوْنِ الرَّحْمٰنِ اٰلِهَةً یُّعْبَدُوْنَ ۟۠

او ای رسوله! وپوښته هغه رسولان چې له تا مخکې مولېږلي وو: آيا هغوی مو له رحمان پرته معبودان ګرځولي وو چې لمانځل کېدل به؟!. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 43

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ فَقَالَ اِنِّیْ رَسُوْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او له شک پرته موسی مو فرعون او د قوم سردارانو ته يې له خپلو نښانو سره لېږلی وو، نو هغوی ته يې وويل: بېشکه زه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي استازی يم. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 43

فَلَمَّا جَآءَهُمْ بِاٰیٰتِنَاۤ اِذَا هُمْ مِّنْهَا یَضْحَكُوْنَ ۟

کله چې زموږ له نښانو سره ورغی هغوی د ملنډو او مسخرو په ډول پرې خندل پيل کړل. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• خطر الإعراض عن القرآن.
له قرآن څخه د مخ اړولو خطر. info

• القرآن شرف لرسول الله صلى الله عليه وسلم ولأمته.
قرآن د رسول صلی الله عليه وسلم او د هغه د امت لپاره شرف دی. info

• اتفاق الرسالات كلها على نبذ الشرك.
ټول رسالتونه د شرک په ردولو کې متفق دي. info

• السخرية من الحق صفة من صفات الكفر.
پر حق ملنډې وهل د کفر له صفتونو څخه يو صفت دی. info