വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
60 : 39

وَیَوْمَ الْقِیٰمَةِ تَرَی الَّذِیْنَ كَذَبُوْا عَلَی اللّٰهِ وُجُوْهُهُمْ مُّسْوَدَّةٌ ؕ— اَلَیْسَ فِیْ جَهَنَّمَ مَثْوًی لِّلْمُتَكَبِّرِیْنَ ۟

او د قيامت په ورځ به هغه خلک ووينې چې الله ته يې د شريک او بچي په نسبت کولو سره درواغ ويلي، مخونه به يې تور وي، د هغوی د بدبختۍ د نښې په توګه، آيا پر الله او د هغه پر رسولانو د ايمان راوړلو څخه لويي کوونکو ځای دوزخ نه دی؟! ولې نه، له شک پرته په دوزخ کې هغوی لره ځای دی. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• الكِبْر خلق ذميم مشؤوم يمنع من الوصول إلى الحق.
لويي يو بد او ناوړه خوی دی، چې حق ته له رسېدو منع کوونکی دی. info

• سواد الوجوه يوم القيامة علامة شقاء أصحابها.
د مخونو توروالی د قيامت په ورځ د څښتنانو د بدبختۍ نښه يې ده. info

• الشرك محبط لكل الأعمال الصالحة.
شرک د ټولو نېکو کړنو له منځه وړونکی دی. info

• ثبوت القبضة واليمين لله سبحانه دون تشبيه ولا تمثيل.
پرته له تشبيه او بېلګې بیانولو د الله لپاره د موټي او ښي لاس ثابتوالی. info