വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
45 : 35

وَلَوْ یُؤَاخِذُ اللّٰهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوْا مَا تَرَكَ عَلٰی ظَهْرِهَا مِنْ دَآبَّةٍ وَّلٰكِنْ یُّؤَخِّرُهُمْ اِلٰۤی اَجَلٍ مُّسَمًّی ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَجَلُهُمْ فَاِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِعِبَادِهٖ بَصِیْرًا ۟۠

او که الله د خلکو لپاره د هغه څه د سزا په ورکولو کې بيړه کولای چې هغوی کوم ګناهونه کړي دي او کومې تېروتنې يې ترسره کړې دي، نو ټول د ځمکې خلک او د کومو ژويو او مالونو چې هغوی یې څښتنان دي هغه به يې سمدستي تباه کړي وای، خو هغه پاک ذات يې د خپلې پوهې سره سم تر يوې ټاکلې مودې پورې وروسته کوي چې هغه د قيامت ورځ ده، نو کله چې د قيامت ورځ راشي، بيا الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونکی دی له هغوی هيڅ هم نه ترې پټيږي، چې هغوی ته به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير وه، نو خير او که شر وه، نو شر. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• العناد مانع من الهداية إلى الحق.
ضد د حق لوري ته له لارښوونې څخه منع کوونکی دی. info

• العمل بالقرآن وخشية الله من أسباب دخول الجنة.
پر قرآن عمل کول او له الله وېره جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• فضل الولد الصالح والصدقة الجارية وما شابههما على العبد المؤمن.
د نېک اولاد، جاري صدقې او دېته ورته شيانو فضيلت د مؤمن بنده لپاره. info