വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
22 : 30

وَمِنْ اٰیٰتِهٖ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاخْتِلَافُ اَلْسِنَتِكُمْ وَاَلْوَانِكُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّلْعٰلِمِیْنَ ۟

او د هغه له سترو نښانو څخه چې په قدرت او یووالي یې دلالت کوي دا دي: چې آسمانونه او ځمکه یې پېدا کړي دي، او له دې څخه ستاسو د ژبو توپیر دی، او ستاسو د رنګونو توپیر دی، بېشکه په دې یادو شوو کې خامخا ښکاره دلیلونه دي د پوهې او ځیرکتیا خاوندانو ته. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• إعمار العبد أوقاته بالصلاة والتسبيح علامة على حسن العاقبة.
په لمانځه او تسبیح سره د بنده وختونه آبادول د ښایسته پایلې نښه ده. info

• الاستدلال على البعث بتجدد الحياة، حيث يخلق الله الحي من الميت والميت من الحي.
د ژوند په نوښت باندې پر پاڅون استدلال کول، چې الله له ژوندي څخه مړی او له مړی څخه ژوندی پېدا کوي. info

• آيات الله في الأنفس والآفاق لا يستفيد منها إلا من يُعمِل وسائل إدراكه الحسية والمعنوية التي أنعم الله بها عليه.
په نفسونو او د آسمانونو په کنارو لر او بر کې د الله نښانو څخه ګټه نه پورته کوي مګر هغه کس چې د خپلې پوهې مادي او معنوي وسائلو څخه چې الله پرې لورولي کار اخلي. info