വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
137 : 26

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا خُلُقُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

دا يوازې د پخوانيو دين دی، د هغوی عادات او خويونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 26

وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟ۚ

اوموږ سزا ليدونکي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
139 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَهْلَكْنٰهُمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

هغوی د خپل نبي هود عليه السلام درواغجن ګڼلو ته دوام ورکړ؛ نو هغوی مو د درواغجن ګڼلو له امله په شنډه هوا تباه کړل، پرته له شکه په دغه تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 26

كَذَّبَتْ ثَمُوْدُ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

ثموديانو رسولان درواغجن وګڼل، د خپل نبي صالح عليه السلام په درواغجن ګڼلو سره. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ صٰلِحٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

کله يې چې نسبي ورور يې صالح ورته وويل: آيا له الله څخه نه ډارېږئ چې د هغه له وېرې د نورو لمانځل پرېږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
143 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

پرته له شکه زه تاسو ته رسول يم الله در لېږلی يم، امانت داره يم په هغه څه کې نه څه زياتوم چې الله يې د رسولو امر راته کړی دی او نه څه ترې کموم. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو په ځان ساتلو سره ووېرېږئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او زه له تاسو پر هغه څه بدله نه غواړم چې د خپل پالونکي لخوا يې درته رسوم، زما بدله يوازې د مخلوقاتو پر پالونکي ده، نه پر بل چا. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 26

اَتُتْرَكُوْنَ فِیْ مَا هٰهُنَاۤ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

آيا تاسو هيله لرئ چې تاسو به په هغو ښېګڼو او نعمتونو کې همداسې ډاډه پرېښودل شئ چې نه به وېرېږئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
147 : 26

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

په باغونو او روانو چينو کې. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 26

وَّزُرُوْعٍ وَّنَخْلٍ طَلْعُهَا هَضِیْمٌ ۟ۚ

په داسې کښتونو او خرماوو کې چې مېوې يې نرمې او پخې دي. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 26

وَتَنْحِتُوْنَ مِنَ الْجِبَالِ بُیُوْتًا فٰرِهِیْنَ ۟ۚ

او غرونه پرې کوئ، تر څو کورونه پکې جوړ کړئ چې پکې اوسېږئ او تاسو يې په توږلو کې مهارت لرئ. info
التفاسير:

external-link copy
150 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، زما پیروي وکړئ په هغه څه کې چې امر يې درته کوم او په هغه څه کې چې ترې منع کوم مو. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 26

وَلَا تُطِیْعُوْۤا اَمْرَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟ۙ

او د ګناهونو په تر سره کولو سره پر خپلو ځانونو له بريده اوښتونکو خلکو امر ته غاړه مه ږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 26

الَّذِیْنَ یُفْسِدُوْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا یُصْلِحُوْنَ ۟

هغه کسان چې په ځمکه کې وران کاري کوي د ګناهونو په خپرولو، او د الله په پیروۍ د ځانونو سمون نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۚ

قوم يې ورته وويل: پرته له شکه ته يو له هغه چا يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې پر عقلونو يې غالبه شوې او له منځه يې ویوړ. info
التفاسير:

external-link copy
154 : 26

مَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا ۖۚ— فَاْتِ بِاٰیَةٍ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ته هم يوازې زموږ غوندې انسان يې؛ نو تا لره پر موږ کوم غوراوی نشته تردې چې ته رسول وې؛ نو يوه داسې نښانه راوړه چې پردې خبره دلالت کوي چې ته رسول يې، که چېرې ته په هغه دعوا کې رېښتينی وې چې کوې يې چې ته رسول يې. info
التفاسير:

external-link copy
155 : 26

قَالَ هٰذِهٖ نَاقَةٌ لَّهَا شِرْبٌ وَّلَكُمْ شِرْبُ یَوْمٍ مَّعْلُوْمٍ ۟ۚ

هغوی ته صالح -په داسې حال کې چې الله هغه ته نښانه ورکړې وه، چې هغه يوه اوښه وه، الله له لويې ډبرې را اېستلې وه -وويل: دغه اوښه ده چې ليدل کيږي او لمس کيږي، هغې لره د اوبو خپله برخه ده او تاسو لره ټاکلې برخه ده، ستاسو په برخه کې هغه اوبه نه څښي او تاسو په هغه ورځ اوبه نه څښئ چې د هغې برخه ده. info
التفاسير:

external-link copy
156 : 26

وَلَا تَمَسُّوْهَا بِسُوْٓءٍ فَیَاْخُذَكُمْ عَذَابُ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

هغې ته کوم د زخمي کولو او وهلو زيان مه رسوئ، چې د هغه له امله به د الله عذاب درته ورسيږي چې په لويه ورځ به مو تباه کړي، ځکه چې په هغې ورځ کې پرتاسو کړاو را ښکته کېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
157 : 26

فَعَقَرُوْهَا فَاَصْبَحُوْا نٰدِمِیْنَ ۟ۙ

نو پر وژلو يې په يوه خوله شول؛ چې تر ټولو بد بخته يې هغه ووژله، بيا هغوی پر هغه څه پښېمانه شول، کله چې پر ځانونو د خامخا راښکته کېدونکي عذاب په اړه پوه شول، خو دغه پښېمانۍ د عذاب د ليدو پر مهال هغوی ته کومه ګټه نه رسوله. info
التفاسير:

external-link copy
158 : 26

فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

نو هغې سزا ونيول چې له هغوی سره يې ژمنه شوې وه، چې هغه ځمکه ښورېدنه او چېغه وه، پرته له شکه د صالح او د هغه د قوم په ياده شوې کيسه کې د پند اخېستونکو لپاره پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• توالي النعم مع الكفر استدراج للهلاك.
له کفر سره د نعمتونو پرله پسې والی د تباهۍ لپاره استدراج دی. info

• التذكير بالنعم يُرتجى منه الإيمان والعودة إلى الله من العبد.
د نعمتونو يادونه د ايمان راوړلو هيله پيدا کوي او بنده د الله لوري ته راګرځوي. info

• المعاصي هي سبب الفساد في الأرض.
ګناهونه په زمکه کې د ورانکارۍ لامل دي. info