വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

external-link copy
70 : 21

وَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَخْسَرِیْنَ ۟ۚ

او د ابراهیم -علیه السلام- قوم هغه ته د چل کولو کوشش وکړ چې هغه وسوځوي، نو مونږ د هغوی چل باطل کړ او خاص همدوی مو هلاک شوي او ناکام وګرځول. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• جواز استخدام الحيلة لإظهار الحق وإبطال الباطل.
د حق د ښکاره کولو او د باطل د ختمولو لپاره د حیلې استعمالول جاېز دي. info

• تعلّق أهل الباطل بحجج يحسبونها لهم، وهي عليهم.
د باطل پرستو تعلق د داسې دلېلونو سره وي چې هغوی ګومان کوي چې دا د دوی لپاره دي، پداسې حال کې چې هغه په دوی باندې دلېل وي. info

• التعنيف في القول وسيلة من وسائل التغيير للمنكر إن لم يترتّب عليه ضرر أكبر.
سخته خبره کول هم د منکر د بدلولو یوه وسېله ده خو په هغه صورت کې چې په دې باندې د دې منکر نه لوی ضرر نه جوړېږي. info

• اللجوء لاستخدام القوة برهان على العجز عن المواجهة بالحجة.
د طاقت استعمالولو ته تلل دا پخپله دلېل دی په دې خبره چې دا کس په دلېل سره د مقابلې کولو نه عاجز دی. info

• نَصْر الله لعباده المؤمنين، وإنقاذه لهم من المحن من حيث لا يحتسبون.
د الله تعالی مرسته د خپلو مومنانو بندګانو سره، او د هغوی بچ کول د تکلېفونو او مصېبتونو څخه په داسې طرېقه چې دوی یې ګومان نه کوي. info