വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - അൽ മുഖ്തസ്വർ ഫീ തഫ്സീറിൽ ഖുർആനിൽ കരീം (പഷ്തു വിവർത്തനം).

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
216 : 2

كُتِبَ عَلَیْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تَكْرَهُوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَعَسٰۤی اَنْ تُحِبُّوْا شَیْـًٔا وَّهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ وَاَنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟۠

اې مومنانو! په تاسو فرض کړی شوی دی جنګ د الله تعالی په لاره کې او نفسونه هغه طبیعتا بدګڼي؛ ځکه چې په دې کې مال او ځان له منځه ځي، او شاید چې تاسو یو شی بد ګڼئ خو په واقع کې هغه ستاسو لپاره خیر او فایده وي؛ لکه د الله تعالی په لاره کې جنګ کول، د دې د غټو ثمرو نه دا ده چې په دښمنانو بریمن کېږئ او د الله تعالی کلمه اوچتېږي او کیدای شي چې تاسو له یو شی سره مینه کوئ، خو هغه ستاسو لپاره شر وي او په تاسو باندې بوج وي؛ لکه له جهاد څخه کیناستل، ځکه په دې کې ناکامي ده او د دښمن کامیابي او تسلط دی، او الله تعالی ښه او بد کارونه ډېر ښه پېژني، په داسې حال کې چې تاسو يې نه پېژنئ، نو د الله تعالی حکمونه ومنئ؛ په دې کې ستاسو لپاره خیر او فایده ده. info
التفاسير:

external-link copy
217 : 2

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِیْهِ ؕ— قُلْ قِتَالٌ فِیْهِ كَبِیْرٌ ؕ— وَصَدٌّ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَكُفْرٌ بِهٖ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۗ— وَاِخْرَاجُ اَهْلِهٖ مِنْهُ اَكْبَرُ عِنْدَ اللّٰهِ ۚ— وَالْفِتْنَةُ اَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ؕ— وَلَا یَزَالُوْنَ یُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰی یَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِیْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا ؕ— وَمَنْ یَّرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِیْنِهٖ فَیَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَاُولٰٓىِٕكَ حَبِطَتْ اَعْمَالُهُمْ فِی الدُّنْیَا وَالْاٰخِرَةِ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ النَّارِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

اې پیغمبره! دا خلک له تا څخه پوښتنه کوي په عزتمندو میاشتو کې د جنګ کولو په اړه: چې هغه ذی القعده، ذی الحجه، محرم او رجب میاشتې دي، ته ځواب ورکړه: په دې میاشتو کې جنګ کول د الله په نزد ډیر غټ جرم او ناآشنا کار دی، لکه څرنګه چې مشرکان کوم کار کوي چې خلک د الله تعالی له لارې منعه کوي هم ډېر بد دي، او د مومنانو بندول د مسجد حرام نه، او له مسجد حرام څخه د مسجد حرام د اوسېدونکو ایستل د الله تعالی په نزد د حرام په میاشتو کې له جګړې کولو هم ډیر لوی جرم دی او هغه شرک چې دا مشرکان یې کوي له قتل څخه هم ډېر لوی جرم دی او -ای مومنانو- همیشه به مشرکان په خپل ظلم ولاړ وي او له تاسو سره به جګړه کوي، تر دې چې هغوئ کومه لاره پیدا کړي چې تاسو د خپل حق دین نه د هغوئ باطل دین ته واړوي، او څوک چې له تاسو څخه له خپل دین نه واوړي، او بیا په الله تعالی باندې د کفر په حالت کې مړ شي؛ نو د ده نیک عمل برباد شو، او په آخرت کې د دې د ورتګ ځائ اورته ورداخلیدل دي او همیشه به په دغه اور د جهنم کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
218 : 2

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ یَرْجُوْنَ رَحْمَتَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

بېشکه هغه کسان چې په الله تعالی او د هغه په پیغمبر يې ایمان یې راوړی، او هغه کسان چې هېوادونه یې پرېښي دي او الله تعالی او د هغه رسول ته یې هجرت کړی او جهاد یې کړی د دې لپاره چې د الله تعالی کلمه اوچته شي؛ دغه کسان د الله تعالی د رحمت امید او هیله لري، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښونکی او پر هغوی رحم کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
219 : 2

یَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَیْسِرِ ؕ— قُلْ فِیْهِمَاۤ اِثْمٌ كَبِیْرٌ وَّمَنَافِعُ لِلنَّاسِ ؗ— وَاِثْمُهُمَاۤ اَكْبَرُ مِنْ نَّفْعِهِمَا ؕ— وَیَسْـَٔلُوْنَكَ مَاذَا یُنْفِقُوْنَ ؕ۬— قُلِ الْعَفْوَؕ— كَذٰلِكَ یُبَیِّنُ اللّٰهُ لَكُمُ الْاٰیٰتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُوْنَ ۟ۙ

-اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ. info
التفاسير:
ഈ പേജിലെ ആയത്തുകളിൽ നിന്നുള്ള പാഠങ്ങൾ:
• الجهل بعواقب الأمور قد يجعل المرء يكره ما ينفعه ويحب ما يضره، وعلى المرء أن يسأل الله الهداية للرشاد.
د کارونو د انجام د ناخبرۍ په وجه کیدای شی انسان هغه څه بد وګڼي چې دې ته فایده رسوي او هغه څه خوښ وګڼي چې ده ته زیان رسوي، نو انسان ته ښايي چې له الله تعالی څخه همیشه د هدایت او نېغې لارې غوښتنه وکړي. info

• جاء الإسلام بتعظيم الحرمات والنهي عن الاعتداء عليها، ومن أعظمها صد الناس عن سبيل الله تعالى.
اسلام د مقدساتو عزت کوي او په هغو باندې له تیري کولو څخه منع کوي، او د ټولو نه غټ تیری دادی چې خلک د الله تعالی له لارې څخه بند کړي. info

• لا يزال الكفار أبدًا حربًا على الإسلام وأهله حتَّى يخرجوهم من دينهم إن استطاعوا، والله موهن كيد الكافرين.
کافران به تل د اسلام او مسلمانانو پر خلاف جنګي وي ترڅو يې که وس وشي له خپل دين څخه یې وباسي او الله د کافرانو چل کمزوری کوونکی دی. info

• الإيمان بالله تعالى، والهجرة إليه، والجهاد في سبيله؛ أعظم الوسائل التي ينال بها المرء رحمة الله ومغفرته.
په الله تعالی ایمان، او د هغه لوري ته هجرت کول او د هغه په لاره کې جهاد کول؛ هغه غټې وسیلې دي چې په دې سره انسان د الله تعالی رحمت او مغفرت حاصلولی شي. info

• حرّمت الشريعة كل ما فيه ضرر غالب وإن كان فيه بعض المنافع؛ مراعاة لمصلحة العباد.
شریعت هر هغه شی حرام کړی چې په هغه کې دېر ضرر وي، که څه هم ځینې ګټې ولري؛ او دا د بندګانو د مصلحت لپاره. info