ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಅಬೂ ಝಕರಿಯಾ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
96 : 19

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ سَیَجْعَلُ لَهُمُ الرَّحْمٰنُ وُدًّا ۟

19-96 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي ژر به رحمٰن د دوى لپاره (د خلقو په زړونو كې) مینه (او محبت) پیدا كړي info
التفاسير:

external-link copy
97 : 19

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لِتُبَشِّرَ بِهِ الْمُتَّقِیْنَ وَتُنْذِرَ بِهٖ قَوْمًا لُّدًّا ۟

19-97 پس بېشكه همدا خبره ده چې مونږ دغه (قرآن) ستا په ژبه آسان كړى دى، د دې لپاره چې ته په ده سره پرهېزګارانو ته زېرى وركړې او ته په ده سره ډېر جګړه كوونكى قوم ووېروې info
التفاسير:

external-link copy
98 : 19

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ ؕ— هَلْ تُحِسُّ مِنْهُمْ مِّنْ اَحَدٍ اَوْ تَسْمَعُ لَهُمْ رِكْزًا ۟۠

19-98 او له دوى نه مخكې مونږه څومره ډېر قرنونه هلاك كړي دي! ايا ته په دوى كې يو تن محسوسوې، يا ته د دوى كوم نرم غږ (اواز) هم اورې info
التفاسير: