ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ಸರ್ಫರಾಜ್

ابراهیم

external-link copy
1 : 14

الٓرٰ ۫— كِتٰبٌ اَنْزَلْنٰهُ اِلَیْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— بِاِذْنِ رَبِّهِمْ اِلٰی صِرَاطِ الْعَزِیْزِ الْحَمِیْدِ ۟ۙ

الر. ای پیغمبره! دا کتاب مونږ تاته نازل کړی دی چې ته پرې خلک د هغوی د رب په مرسته له تیارو نه د رڼا په لور چې د برلاسي او ستایل شوي رب لاره ده راوباسي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 14

اللّٰهِ الَّذِیْ لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ شَدِیْدِ ۟ۙ

الله هغه ‌ذات دی چې د اسمانونو او ځمکې د ټولو هستیو واکمني له هغه سره ده. او د سخت او درانه عذاب هلکت د کافرانو په برخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 14

١لَّذِیْنَ یَسْتَحِبُّوْنَ الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا عَلَی الْاٰخِرَةِ وَیَصُدُّوْنَ عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَیَبْغُوْنَهَا عِوَجًا ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

هغه کافران چې دنیوي ژوند په اخروي ژوند غوره ګڼي، د الله د لارې نه خلک منع کوي او هڅه کوي چې د الله لار کږه واښايې. نو همدغه کسان په خورا لرې بې لارۍ کې دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 14

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ رَّسُوْلٍ اِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهٖ لِیُبَیِّنَ لَهُمْ ؕ— فَیُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

او مونږ هر قوم ته د هغوی په ژبه پیغمبر لیږلی دی تر څو ورته د الله لار روښانه کړي. خو د الله پاک چې چاته خوښه شي بې لارې کوي يې او چاته يې چې خوښه شي روغه لار ورښايې. او هغه په هر څه برلاسی او دحکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 14

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا مُوْسٰی بِاٰیٰتِنَاۤ اَنْ اَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمٰتِ اِلَی النُّوْرِ ۙ۬— وَذَكِّرْهُمْ بِاَیّٰىمِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ ۟

او مونږ موسی ته د خپلو پوره دلایلو سره لیږلی او ورته مو ویلي وو چې قوم دې له تیارو نه رڼا ته وباسه. د الله ښې ورځې وریادې کړه. بې له شکه چې په همغو پیښو کې د هر صبر کوونکي اوشکر ګذار لپاره پوره دلایل وو. info
التفاسير: