ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ - ರುವ್ವಾದ್ ಭಾಷಾಂತರ ಕೇಂದ್ರ

غافر

external-link copy
1 : 40

حٰمٓ ۟ۚ

حم [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 40

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْعَلِیْمِ ۟ۙ

راتلل د دی کتاب د الله له طرفه دي چې پوه او زورور دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 40

غَافِرِ الذَّنْۢبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِیْدِ الْعِقَابِ ذِی الطَّوْلِ ؕ— لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ ؕ— اِلَیْهِ الْمَصِیْرُ ۟

د ګناه بخښونكى، د توبې قبلونكى او سخت عذاب والا، د فضل او قدرت څښتن دى، نشته لایق د عبادت مګر همغه یې لایق دی همغه ته ورتګ دى. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 40

مَا یُجَادِلُ فِیْۤ اٰیٰتِ اللّٰهِ اِلَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَلَا یَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِی الْبِلَادِ ۟

د الله په ايتونو كې يوازې هغه كسان جګړې كوي چې كافر شوي، نو په ښارونو كې د هغوى ګرځېدل راګرځېدل دې تا په دوكه كې وانه چوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 40

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّالْاَحْزَابُ مِنْ بَعْدِهِمْ ۪— وَهَمَّتْ كُلُّ اُمَّةٍ بِرَسُوْلِهِمْ لِیَاْخُذُوْهُ وَجٰدَلُوْا بِالْبَاطِلِ لِیُدْحِضُوْا بِهِ الْحَقَّ فَاَخَذْتُهُمْ ۫— فَكَیْفَ كَانَ عِقَابِ ۟

له هغوى مخكې هم د نوح قوم او تر هغوى وروسته نورو قومونو (دا خبره) دروغ ګڼلې وه او هر ولس د خپل رسول رانيولو قصد وكړ او په باطله به يې جګړې كولې تر څو په دې سره حق بیکاره [باطل] [ثابت] كړي، بيا مې هغوى راګير كړل نو (ګوره) زما سزا څنګه وه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 40

وَكَذٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّهُمْ اَصْحٰبُ النَّارِ ۟

او همدغسې ستا د پالونکي خبره پر هغو خلكو حقه (رښتيا) شوه كوم چې كافر شوي وو چې هغوى به په رېښتيا دوزخيان وي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 40

اَلَّذِیْنَ یَحْمِلُوْنَ الْعَرْشَ وَمَنْ حَوْلَهٗ یُسَبِّحُوْنَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَیُؤْمِنُوْنَ بِهٖ وَیَسْتَغْفِرُوْنَ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا ۚ— رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَیْءٍ رَّحْمَةً وَّعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِیْنَ تَابُوْا وَاتَّبَعُوْا سَبِیْلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

هغوى چې عرش (پورته كړی) او څوك چې د هغه چاپېره دي د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي وايي، په هغه ايمان لري او د مومنانو لپاره بخښنه غواړي، چې ای زموږ ربه! پراخه دی ستا علم او رحمت هر شی ته، نو هغو كسانو ته بخښنه وكړه چې توبه يې اېستلې او ستا د لارې متابعت يې كړى او د دوزخ له عذابه يې وساته. info
التفاسير: