ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

طارق

ಅಧ್ಯಾಯದ ಉದ್ದೇಶಗಳು:
بيان قدرة الله وإحاطته في خلق الإنسان وإعادته.
د الله د قدرت او د انسان په پيدايښت او بېرته را ګرځولو کې يې د چاپېره کېدو بيان. info

external-link copy
1 : 86

وَالسَّمَآءِ وَالطَّارِقِ ۟ۙ

الله پر اسمان لوړه وکړه او پر هغه ستوري يې لوړه وکړه چې د شپې راځي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 86

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الطَّارِقُ ۟ۙ

او اې رسوله! تاته څه معلوم دي چې د هغه لوی ستوري شان څه دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 86

النَّجْمُ الثَّاقِبُ ۟ۙ

هغه داسې ستوری دی چې په خپله زياته رڼا اسمان ځلوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 86

اِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَیْهَا حَافِظٌ ۟ؕ

هيڅ نفس داسې نشته مګر دا چې الله پر هغو يوه پرېښته ګومارلې ده چې د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغه د اعمالو ساتنه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 86

فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ۟ؕ

نو انسان دې فکر وکړي چې الله له څه شي څخه پيداکړی دی، ترڅو د هغه لپاره د الله قدرت او د انسان بې وسي ښکاره شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 86

خُلِقَ مِنْ مَّآءٍ دَافِقٍ ۟ۙ

الله له داسې ټوپ وهونکو اوبو څخه پيداکړی دی چې په رحم کې تویيږي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 86

یَّخْرُجُ مِنْ بَیْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَآىِٕبِ ۟ؕ

دغه اوبه د سړي د شا له لوی هډوکي او د ښځې د سينې له لوی هډوکي راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 86

اِنَّهٗ عَلٰی رَجْعِهٖ لَقَادِرٌ ۟ؕ

پرته له شکه هغه پاک ذات چې انسان يې له دغو سپکو اوبو پيداکړی هغه يې له مرګ وروسته د حساب او بدلې لپاره پر بېرته ژوندي راپاڅولو هم ځواکمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 86

یَوْمَ تُبْلَی السَّرَآىِٕرُ ۟ۙ

په کومه ورځ چې پټ شيان وازمويل شي، او هغه نيتونه، عقيدې او نور شيان ښکاره شي چې زړونه يې پټوي، نو له هغو څخه ښه له بدو څخه بېل شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 86

فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّلَا نَاصِرٍ ۟ؕ

په دغه ورخ به انسان لره نه ځواک وي چې د الله د عذاب مخه پرې ونيسي او نه به مرستندوی وي چې مرسته يې وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 86

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ۟ۙ

الله پر باران والا اسمان لوړه وکړه، ځکه هغه د اسمان له لوري په بار بار را اوريږي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 86

وَالْاَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ۟ۙ

او پر هغه ځمکه يې لوړه وکړه چې چوي او شينګياوې، مېوې او ونې ترې راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 86

اِنَّهٗ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ۟ۙ

پرته له شکه دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن هرومرو يوه داسې وينا ده چې د حق او باطل او رېښتيا او ددرواغو ترمنځ پرېکړه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 86

وَّمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ۟ؕ

او هغه څه لوبه او باطل نه دی، بلکې هغه رېښتيا او حق دی. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 86

اِنَّهُمْ یَكِیْدُوْنَ كَیْدًا ۟ۙ

پرته له شکه د هغه څه درواغ ګڼونکي چې رسول يې ورته ورسره راغلی هغوی زيات چل کوونکي دي ترڅو د هغه بلنه رد او باطله کړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 86

وَّاَكِیْدُ كَیْدًا ۟ۚۖ

او زه هم د دين د ښکاره کولو او باطل د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوم. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 86

فَمَهِّلِ الْكٰفِرِیْنَ اَمْهِلْهُمْ رُوَیْدًا ۟۠

نو اې رسوله! دغو کافرانو ته مهلت ورکړه، لږ يې پرېږده، د هغوی د عذاب او تباهۍ بيړه مه کوه. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• تحفظ الملائكة الإنسان وأعماله خيرها وشرها ليحاسب عليها.
پرېښتې انسان او د هغه د ښو او بدو اعمالو ساتنه کوي ترڅو ورسره پرې حساب وشي. info

• ضعف كيد الكفار إذا قوبل بكيد الله سبحانه.
د کافرانو د چل کمزورتيا کله چې د الله له تدبير سره پرتله کړل شي. info

• خشية الله تبعث على الاتعاظ.
د الله وېره د پند اخېستلو لامل کيږي. info