ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
36 : 69

وَّلَا طَعَامٌ اِلَّا مِنْ غِسْلِیْنٍ ۟ۙ

او هغه لره به کوم خواړه نه وي چې خوري يې مګر د دوزخيانو د بدنونو زوې. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 69

لَّا یَاْكُلُهٗۤ اِلَّا الْخَاطِـُٔوْنَ ۟۠

دغه خواړه به يوازې ګناهکاران او بدکاران خوري. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 69

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِمَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

الله پر هغه څه لوړه وکړه چې تاسې يې وينئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 69

وَمَا لَا تُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې نه يې وينئ. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 69

اِنَّهٗ لَقَوْلُ رَسُوْلٍ كَرِیْمٍ ۟ۚۙ

پرته له شکه قرآن د الله خبرې دي، چې عزتمن رسول يې پر خلکو لولي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 69

وَّمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

او هغه د شاعر وينا نه ده؛ ځکه هغه د شعر پر نظم نه دی، ډېر لږ له تاسې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 69

وَلَا بِقَوْلِ كَاهِنٍ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَ ۟ؕ

او نه د کاهن وینا ده، ځکه د کاهنانو کار له قرآن سره توپیر لري، تاسي لږ پند اخلئ. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 69

تَنْزِیْلٌ مِّنْ رَّبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

بلکې هغه د ټولو مخلوقاتو د پالونکي له لورې نازل کړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 69

وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَیْنَا بَعْضَ الْاَقَاوِیْلِ ۟ۙ

او که چېرې محمد له ځانه پر موږ ځينې هغه خبرې تړلې وای چې موږ نه دي ويلې. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 69

لَاَخَذْنَا مِنْهُ بِالْیَمِیْنِ ۟ۙ

هرومرو به موغچ ترې اخېستی وای او له خپل لورې به مو په ځواک او قوت را نيولی وای. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 69

ثُمَّ لَقَطَعْنَا مِنْهُ الْوَتِیْنَ ۟ؗۖ

بيا به مو له هغه څخه له زړه سره پيوسته رګ ترې پرې کړی وای. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 69

فَمَا مِنْكُمْ مِّنْ اَحَدٍ عَنْهُ حٰجِزِیْنَ ۟

نو بيا به له تاسې هيڅوک هم نه وي چې موږ له دې کاره ايسار کړي، نو ډېره لېرې ده چې هغه دې ستاسو له امله پر موږ پسې څه ووايي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 69

وَاِنَّهٗ لَتَذْكِرَةٌ لِّلْمُتَّقِیْنَ ۟

او پرته له شکه قرآن د هغو کسانو لپاره چې له خپل پالونکي يې د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي يو پند دی. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 69

وَاِنَّا لَنَعْلَمُ اَنَّ مِنْكُمْ مُّكَذِّبِیْنَ ۟

او پرته له شكه موږ هرومرو پوهېږو چې ستاسو ترمنځ هغه څوک دي چې دغه قرآن درواغ ګڼي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 69

وَاِنَّهٗ لَحَسْرَةٌ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

او د قرآن درواغ ګڼل هرومرو د قيامت په ورځ لويه پښېماني ده. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 69

وَاِنَّهٗ لَحَقُّ الْیَقِیْنِ ۟

او پرته له شکه قرآن داسې يقيني حق دی چې هيڅ شک او شبهه پکې نشته چې هغه د الله له لورې دی. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 69

فَسَبِّحْ بِاسْمِ رَبِّكَ الْعَظِیْمِ ۟۠

نو اې رسوله! د خپل پالونکي دې داسې پاکي بيانوه چې وړ يې وي او د خپل لوی پالونکي نوم دې يادوه. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• تنزيه القرآن عن الشعر والكهانة.
د قرآن له شعر او کهانت څخه پاکوالی. info

• خطر التَّقَوُّل على الله والافتراء عليه سبحانه.
پر الله پورې د خبرو تړلو او پر هغه پاک ذات پورې د درواغ ويلو خطر. info

• الصبر الجميل الذي يحتسب فيه الأجر من الله ولا يُشكى لغيره.
ښه صبر دا دی چې په هغو کې له الله څخه د بدلې هيله ولري او بل چاته شکايت ونه کړي. info