ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

قلم

ಅಧ್ಯಾಯದ ಉದ್ದೇಶಗಳು:
شهادة الله للنبي بحسن الخُلق، والدفاع عنه وتثبيته.
د الله له لوري د نبي په ښو اخلاقو شاهدي، له هغه دفاع او د هغه پر خپل حال ټينګ ساتل. info

external-link copy
1 : 68

نٓ وَالْقَلَمِ وَمَا یَسْطُرُوْنَ ۟ۙ

ن) د دغه ډول تورو په اړه خبره د البقرې سورت په پيل کې تېره شوه. الله پر قلم لوړه وکړه، او پر هغه څه يې لوړه وکړه چې خلک يې پر خپلو قلمونو ليکي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 68

مَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَةِ رَبِّكَ بِمَجْنُوْنٍ ۟ۚ

اې رسوله! ته د هغه نبوت له امله چې الله درباندې پېرزو کړی لېونی نه يې، بلکې ته له هغه لېونتوبه روغ يې چې مشرکان يې درپسې تړي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 68

وَاِنَّ لَكَ لَاَجْرًا غَیْرَ مَمْنُوْنٍ ۟ۚ

پرته له شکه ستا لپاره پر هغه څه چې خلکو ته يې د پیغام په وړلو کې ګالې نه ختمېدونکې بدله ده او د هغې له امله پرتا د هيچا احسان هم نشته. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 68

وَاِنَّكَ لَعَلٰی خُلُقٍ عَظِیْمٍ ۟

او پرته له شکه ته پر داسې لويو اخلاقو يې چې قرآن راوړي دي، نو ته په بشپړ ډول پر هغو اخلاقو متصف يې. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 68

فَسَتُبْصِرُ وَیُبْصِرُوْنَ ۟ۙ

نو ته به هم ووينې، او دغه درواغ ګڼونکي به هم وويني. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 68

بِاَیِّىكُمُ الْمَفْتُوْنُ ۟

کله چې حق په ډاګه شي څرګند به شي چې له تاسو کوم يو لېونی و؟!. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 68

اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ ۪— وَهُوَ اَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِیْنَ ۟

اې رسوله! پرته له شکه هغه پوهيږي چې څوک يې له لارې اوښتي او هغه ښه پوه دی پر هغو کسانو چې لارموندونکي دي، او پوهيږي چې هغوی ترې لار ورکي دي، او پرته له شکه ته هغه څوک يې چې پرسمه لار یې. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 68

فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِیْنَ ۟

نو اې رسوله! پر هغه څه چې ته ورسره راغلی يې د درواغ ګڼونکو پيروي مه کوه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 68

وَدُّوْا لَوْ تُدْهِنُ فَیُدْهِنُوْنَ ۟

هغوی هيله لري که چېرې نرمي ورسره وکړې او د دين پر حساب ورسره مهربانه واوسې؛ نو هغوی به هم درسره نرمي وکړي او مهرباني به درسره وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 68

وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِیْنٍ ۟ۙ

او پيروي مه کوه د هغه چا چې په باطله ډیر قسم کوونکی دی او سپک هم دی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 68

هَمَّازٍ مَّشَّآءٍ بِنَمِیْمٍ ۟ۙ

د خلکو زيات غيبت کوونکی وي، او د هغوی ترمنځ زيات د خبرو وړونکی راوړونکی وي؛ تر څو د هغوی تر منځ بېلوالی راولي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 68

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ اَثِیْمٍ ۟ۙ

د ښېګڼې زيات ايساروونکی، پر خلکو د هغوی په مالونو، عزتونو او نفسونو کې تېری کوونکی وي، او زيات بدکاره او ګناهکاره وي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 68

عُتُلٍّۢ بَعْدَ ذٰلِكَ زَنِیْمٍ ۟ۙ

بدخویه خالي، په خپل قوم کې پر بل پورې تړلی حرامونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 68

اَنْ كَانَ ذَا مَالٍ وَّبَنِیْنَ ۟ؕ

له دې امله چې هغه د مال او اولادونو څښتن دی پر الله او د هغه پر رسول يې له ايمان راوړلو لويي کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 68

اِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِ اٰیٰتُنَا قَالَ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

کله چې زموږ آيتونه پرې لوستل کيږي وايي: دغه خو د پخوانيو چټیات دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 68

سَنَسِمُهٗ عَلَی الْخُرْطُوْمِ ۟

ژر به يې پر پوزه داسې نښه ورکېږدو چې عيبجنوي يې او تل به ورسره وي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• اتصاف الرسول صلى الله عليه وسلم بأخلاق القرآن.
د رسول -صلی الله عليه وسلم- پر قرآني اخلاقو متصف والی. info

• صفات الكفار صفات ذميمة يجب على المؤمن الابتعاد عنها، وعن طاعة أهلها.
د کافرانو صفتونه بد صفتونه دي د مؤمنانو لپاره له هغو او د هغو د څښتنانو له پيروۍ څخه لېرې والی په کار دی. info

• من أكثر الحلف هان على الرحمن، ونزلت مرتبته عند الناس.
څوک چې زياتې لوړې کوي د رحمان پر وړاندې به سپک وي، او د خلکو پر وړاندې به يې مرتبه راولوېږي. info

external-link copy
17 : 68

اِنَّا بَلَوْنٰهُمْ كَمَا بَلَوْنَاۤ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ ۚ— اِذْ اَقْسَمُوْا لَیَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

پرته له شکه موږ دغه مشرکان په وچکالۍ او لوږه و ازمويل، لکه څنګه مو چې د هغه بڼ څښتنان ازمويلي وو کله چې هغوی لوړې کولې چې هرومرو به يې سهار مهال په منډه منډه مېوې شکوي ترڅو يې کوم بې وزله ترې ونه خوري. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 68

وَلَا یَسْتَثْنُوْنَ ۟

او هغوی په خپلو لوړو کې د (ان شاء الله) په ويلو سره استثناء نه کوله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 68

فَطَافَ عَلَیْهَا طَآىِٕفٌ مِّنْ رَّبِّكَ وَهُمْ نَآىِٕمُوْنَ ۟

نو الله يو اور ورولېږی چې هغه بڼ يې وخوړی په داسې حال کې چې څښتنان يې ويده وو او هغوی اور ترې نه شو ايسارولای. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 68

فَاَصْبَحَتْ كَالصَّرِیْمِ ۟ۙ

نو هغه د تياره شپې غوندې تک تور وګرځېدی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 68

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِیْنَ ۟ۙ

نو ځينو يې ځينو ته سهار مهال نارې کړې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 68

اَنِ اغْدُوْا عَلٰی حَرْثِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰرِمِیْنَ ۟

په دې ويلو سره: چې سهار وختي د بې وزلو له راتلو مخکې مو کښت ته ووځئ که چېرې تاسو يې د مېوې پرې کوونکي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 68

فَانْطَلَقُوْا وَهُمْ یَتَخَافَتُوْنَ ۟ۙ

نو خپل کښت ته په منډه منډه ورغلل يو له بل سره يې په ټيټ آواز خبرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 68

اَنْ لَّا یَدْخُلَنَّهَا الْیَوْمَ عَلَیْكُمْ مِّسْكِیْنٌ ۟ۙ

ځينو يې ځينو ته ويل: نن پرتاسو باغ ته هيڅ بې وزله هم در ننه نه وځي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 68

وَّغَدَوْا عَلٰی حَرْدٍ قٰدِرِیْنَ ۟

او سهار وختي روان شول په داسې حال کې چې د خپلو مېوو د منع کولو هوډ يې لرلو. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 68

فَلَمَّا رَاَوْهَا قَالُوْۤا اِنَّا لَضَآلُّوْنَ ۟ۙ

نو کله يې چې هغه سوزېدلی وليد ځينو يې ځينو ته وويل: هرومرو موږ يې لاره غلطه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 68

بَلْ نَحْنُ مَحْرُوْمُوْنَ ۟

بلکې موږ يې د مېوو له راټولولو بې برخې کړل شوي يو د هغه څه له امله چې موږ ترې د بې وزلو د ايسارولو هوډ کړی وو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 68

قَالَ اَوْسَطُهُمْ اَلَمْ اَقُلْ لَّكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُوْنَ ۟

تر ټولو غوره يې وويل: آيا ما نه درته ويل کله مو چې ترې د بې وزلو د بې برخې کولو هوډ کړی و: چې ولې د الله پاکي نه وايئ، او هغه ته توبه نه باسئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 68

قَالُوْا سُبْحٰنَ رَبِّنَاۤ اِنَّا كُنَّا ظٰلِمِیْنَ ۟

هغوی وويل: زموږ پالونکي لره پاکي ده، بېشکه موږ پر خپلو ځانو ظلم کوونکي وو کله مو چې د خپل باغ له مېوو څخه د بې وزلو د منع کولو هوډ وکړ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 68

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَلَاوَمُوْنَ ۟

نو مخ يې را واړولو او د ملامتيا په ډول يې يو پر بل خبرې ورګرځولې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 68

قَالُوْا یٰوَیْلَنَاۤ اِنَّا كُنَّا طٰغِیْنَ ۟

د پښېمانتيا له امله يې ويل: های زموږ زيانه، پرته له شکه موږ له بريده اوښتونکي وو چې بې وزله مو يې له حقه ايسارول. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 68

عَسٰی رَبُّنَاۤ اَنْ یُّبْدِلَنَا خَیْرًا مِّنْهَاۤ اِنَّاۤ اِلٰی رَبِّنَا رٰغِبُوْنَ ۟

کېدای شي زموږ پالونکی له دغه باغ څخه غوره بدله راکړي، پرته له شکه موږ يوازې يو الله ته ورګرځېدونکي يو، له هغه د بښنې هيله لرو، او ښېګڼه ترې غواړو. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 68

كَذٰلِكَ الْعَذَابُ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَكْبَرُ ۘ— لَوْ كَانُوْا یَعْلَمُوْنَ ۟۠

همدغه له روزي څخه د بې برخې کولو عذاب غوندې موږ هغه چاته سزا ورکوو چې له موږ سرغړونه کوي او د آخرت عذاب تر دې هم لوی دی که چېرې هغوی يې په سختۍ او دوام پوهېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 68

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ډاريږي، د خپل پالونکي په وړاندې تلپاتې جنتونه دي چې خوندونه به پکې اخلي، نعمتونه به يې نه ختميږي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 68

اَفَنَجْعَلُ الْمُسْلِمِیْنَ كَالْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

نو آيا موږ به مسلمانان په بدله کې د کافرانو غوندې کړو لکه څنګه چې د مکې مشرکان ګومان کوي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 68

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

اې مشرکانو تاسو لره څه دي څنګه دا ډول ظالمانه کږه پرېکړه کوئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 68

اَمْ لَكُمْ كِتٰبٌ فِیْهِ تَدْرُسُوْنَ ۟ۙ

يا له تاسې سره کوم داسې کتاب دی چې د پيروي کوونکي او سرغړوونکي ترمنځ برابري پکې لولئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 68

اِنَّ لَكُمْ فِیْهِ لَمَا تَخَیَّرُوْنَ ۟ۚ

بېشکه تاسې لره په دغه کتاب کې هغه څه دي چې تاسو يې په آخرت کې د ځانونو لپاره غوره کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 68

اَمْ لَكُمْ اَیْمَانٌ عَلَیْنَا بَالِغَةٌ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۙ— اِنَّ لَكُمْ لَمَا تَحْكُمُوْنَ ۟ۚ

يا تاسې لره پر موږ داسې په قسمونو ټينګې کړل شوې ژمنې دي چې د هغو د غوښتنو پر بنسټ به تاسو لره هغه څه وي چې د ځانونو لپاره يې پرېکړه کوئ؟!. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 68

سَلْهُمْ اَیُّهُمْ بِذٰلِكَ زَعِیْمٌ ۟ۚۛ

اې رسوله! د دغې خبرې له ويناوالو وپوښته: له هغوی کوم يو يې ضامن دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 68

اَمْ لَهُمْ شُرَكَآءُ ۛۚ— فَلْیَاْتُوْا بِشُرَكَآىِٕهِمْ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟

يا هغوی لره له الله پرته داسې شريکان دي چې هغوی په بدله کې له مؤمنانو سره برابروي؟! نو خپل دغه شريکان دې راولي که هغوی په هغه څه کې رېښتيني وي چې دعوی يې کوي چې هغوی له مؤمنانو سره په بدله کې برابر دي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 68

یَوْمَ یُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَّیُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ ۟ۙ

د قيامت په ورځ به سختي څرګنده شي او زموږ پالونکی به خپله (بلا کیف) پنډۍ ښکاره کړي او خلک به سجدې کولو ته وبلل شي چې مؤمن به سجده وکړي، کافران او منافقان به همداسې پاتې شي د سجدې کولو توان به نه لري. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• منع حق الفقير سبب في هلاك المال.
د بې وزله د حق نه ورکول د مال د تباهۍ لامل کيږي. info

• تعجيل العقوبة في الدنيا من إرادة الخير بالعبد ليتوب ويرجع.
په دنيا کې د سزا په ورکړه کې بيړه کول د بنده په حق کې د خير اراده ده ترڅو توبه وباسي او رجوع وکړي. info

• لا يستوي المؤمن والكافر في الجزاء، كما لا تستوي صفاتهما.
مؤمن او کافر په بدله کې نه سره برابريږي، لکه څنګه يې چې صفتونه نه سره برابريږي. info

external-link copy
43 : 68

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟

سترګې به ټيټې وي، چې رسوايي او پښېماني به پرې خپره وي، په داسې حال کې چې په دنيا کې له هغوی غوښتنه کېده چې الله ته سجده وکړي او هغوی له هغه څه په سلامتۍ کې وو چې نن پکې اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 68

فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

نو اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن يې درواغ ګڼلی، ژر به هغوی سوکه سوکه عذاب ته يوسو چې هغوی به پردې نه پوهيږي چې دا د هغوی سره چل او هغوی لره مهلت دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 68

وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟

او تر يوې مودې مهلت ورکوم ترڅو په خپله ګناه کې زيادت وکړي، پرته له شکه زما چل د کفر او درواغ ګڼلو په اړه پياوړی دی، هغوی له ما نه خلاصيږي او نه زما له عذابه پاتې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 68

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ

اې رسوله! ته له هغوی پر هغه څه کومه بدله غواړې چې ورته رابولې يې، چې له دې امله هغوی د لوی پېټي وړونکي دي، نو دا له تا څخه د هغوی د مخ اړولو لامل دی؟! خو حقيقت د دې خلاف دی، ته ترې کومه بدله نه غواړې، نو بيا هغوی لره ستا له پيروۍ کوم څه راګرځوونکي دي؟! info
التفاسير:

external-link copy
47 : 68

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

يا هغوی لره د پټو پوهه ده چې هغه حجتونه ليکي پر کومو چې ستا پر خلاف استدلال کوي؟! info
التفاسير:

external-link copy
48 : 68

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ

اې رسوله! صبر کوه د هغه څه لپاره چې د مهلت په ورکولو ستا پالونکی کومه پرېکړه کوي، اوله خپل قومه په تنګۍ کې د ماهي (کب) والا يونس عليه السلام غوندې مه کېږه؛ کله يې چې خپل پالونکی را وبللو په داسې حال کې د درياب په تيارو او د ماهي د خېټې په تيارو کې غمګين و. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 68

لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟

که چېرې د الله لورېينه نه وای ورته رسېدلې هرومرو به يې خالي ځمکې ته غورځولی وای په داسې حال کې چې هغه به ملامت و. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 68

فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

خو پالونکي يې غوره کړ، نو له خپلو نېکو بندګانو يې وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 68

وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ

او کله چې هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسول يې درواغجن ګڼلی دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن واوري، نو نېږدې دي چې تاته له سخت تېز کتلو به دې په خپلو سترګو وښويوي او د خپلو غوښتنو د پيروۍ او له حقه د مخ اړولو له مخې به وايي: بېشکه هغه رسول چې دغه څه يې راوړي هرومرو لېونی دی. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 68

وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او دغه پرتا نازل کړل شوی قرآن نه دی مګر د انسانانو او پېريانو لپاره يو پند او نصيحت. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• الصبر خلق محمود لازم للدعاة وغيرهم.
صبر داسې ستايل شوی خوی دی چې بلونکو او نورو لپاره يې خپلول اړين دي. info

• التوبة تَجُبُّ ما قبلها وهي من أسباب اصطفاء الله للعبد وجعله من عباده الصالحين.
توبه مخکېني ګناهونه له منځه وړي، او هغه د بنده لپاره د الله د غوره کولو له لاملونو څخه ده او د هغه له نېکو بنده ګانو څخه ګرځول. info

• تنوّع ما يرسله الله على الكفار والعصاة من عذاب دلالة على كمال قدرته وكمال عدله.
هغه ډول ډول عذاب چې الله يې پر کافرانو او ګناهکارانو رالېږي د هغه د ځواک پر بشپړتيا او پوره عدالت دلالت کوي. info