ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

external-link copy
6 : 6

اَلَمْ یَرَوْا كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ مَّكَّنّٰهُمْ فِی الْاَرْضِ مَا لَمْ نُمَكِّنْ لَّكُمْ وَاَرْسَلْنَا السَّمَآءَ عَلَیْهِمْ مِّدْرَارًا ۪— وَّجَعَلْنَا الْاَنْهٰرَ تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهِمْ فَاَهْلَكْنٰهُمْ بِذُنُوْبِهِمْ وَاَنْشَاْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا اٰخَرِیْنَ ۟

آیا دا کافران نه پیژني د الله تعالی طریقه په هلاکولو د ظالمو امتونو کې، نو بیشکه الله تعالی هلاک کړي وو د دوی نه مخکې ډیر امتونه چې ورکړي یې وو هغوی ته د قوت او په ځمکه کې د پاتې کیدلو داسې سببونه چې دې کافرانو ته یې نه دي ورکړي، او په هغوی باندې یې پرلپسې بارانونه راورولې وو، او هغوی ته یې د هغوی د کورونو لاندې ویالې (نهرونه) روان کړي وو، نو هغوی د الله تعالی نافرماني وکړه، نو الله تعالی هغوی د خپلو ګناهونو په وجه هلاک کړل، او د هغوی نه وروسته یې نورې ډلی او امتونه راپیداکړل. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• شدة عناد الكافرين، وبيان إصرارهم على الكفر على الرغم من قيام الحجة عليهم بالأدلة الحسية.
د کافرانو سخت انکار او ضد، او بیان د همیشوالي د هغوی په کفر باندې سره د دلیل د قایمولو نه په هغوی باندې په حسي دلیلونو سره. info

• التأمل في سنن الله تعالى في السابقين لمعرفة أسباب هلاكهم والحذر منها.
د پخوانو امتونو (په هلاکت کې) د الله په طریقو کې فکر کول لپاره د پیژندلو د هغوی د هلاکت د سببونو او لپاره د ځان ساتلو د هغو سببونو څخه. info

• من رحمة الله بعباده أن لم ينزل لهم رسولًا من الملائكة لأنهم لا يمهلون للتوبة إذا نزل.
د الله تعالی د رحمت څخه په خپلو بندګانو دا دی چې هغوی ته یې د ملایکو څخه پیغمبران نه دي رالیږلی ځکه چې په دغه وخت کې دوی ته د توبې د ایستلو پوری وخت نشو ورکول کیدلی کله چې ملایک راکوز شوي وی. info