ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
75 : 4

وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَالْمُسْتَضْعَفِیْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَآءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا ۚ— وَاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِیًّا ۙۚ— وَّاجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِیْرًا ۟ؕ

او څه مانع دی تاسو لره -ای مومنانو- د جهاد د نه کولو د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او لپاره د خلاصولو د هغه کمزورو خلکو د سړو او زنانو او ماشومانو هغه چې د الله تعالی نه دعا کوي او وايې: ای زمونږه ربه! اوباسې مونږ د مکې مکرمې نه د وجې د ظلم کولو د مکې والاو په شرک کولو سره د الله تعالی سره او د هغه په بندګانو باندې په تیرې کولو سره، او وګرځوې مونږ لره ستا له طرفه هغه څوک چې زمونږ چارې پر مخ بوځې په رعایت کولو او ساتنې سره، او مددګار چې زمونږ څخه ضرر دفع کړي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 4

اَلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ۚ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُقَاتِلُوْنَ فِیْ سَبِیْلِ الطَّاغُوْتِ فَقَاتِلُوْۤا اَوْلِیَآءَ الشَّیْطٰنِ ۚ— اِنَّ كَیْدَ الشَّیْطٰنِ كَانَ ضَعِیْفًا ۟۠

ریښتونې مومنان جنګ کوي د الله تعالی په لار کې د هغه د کلمې د اوچتوالې لپاره، او کافران د خپلو معبودانو لپاره جنګ کوي، نو تاسو جنګ وکړئ د شیطان د مددګارانو سره، نو یقینا که تاسو د هغوی سره جنګ وکړئ نو تاسو به په هغوئ غالب شئ؛ ځکه چې د شیطان چل ول ډیر کمزوری دی په الله تعالی باندې توکل کوونکو ته هیڅ ضرر نشي رسولی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 4

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ قِیْلَ لَهُمْ كُفُّوْۤا اَیْدِیَكُمْ وَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَاٰتُوا الزَّكٰوةَ ۚ— فَلَمَّا كُتِبَ عَلَیْهِمُ الْقِتَالُ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ یَخْشَوْنَ النَّاسَ كَخَشْیَةِ اللّٰهِ اَوْ اَشَدَّ خَشْیَةً ۚ— وَقَالُوْا رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَیْنَا الْقِتَالَ ۚ— لَوْلَاۤ اَخَّرْتَنَاۤ اِلٰۤی اَجَلٍ قَرِیْبٍ ؕ— قُلْ مَتَاعُ الدُّنْیَا قَلِیْلٌ ۚ— وَالْاٰخِرَةُ خَیْرٌ لِّمَنِ اتَّقٰی ۫— وَلَا تُظْلَمُوْنَ فَتِیْلًا ۟

آیا ته نه یې خبر -ای پیغمبره- د حالاتو ستا د هغو ملګرو چې ستا څخه یې غوښتلي وو چې په هغوی دې جهاد فرض شي، نو هغوی ته وویل شو: تاسو د جهاد نه لاس بند کړئ، او قایم کړئ لمونځ لره، او ورکړئ زکات لره -او دا حکم مخکې د فرضیت د جهاد نه وو- نو کله چې یې مدینی ته هجرت وکړ، او د اسلام یوه قلعه پیدا شوه، او جهاد فرض کړی شو؛ په بعضو باندې دا کار ګران شو، نو بس دوی د خلکو نه داسې ویریدل لکه د الله تعالی د ویرې په شان او یا د هغه نه زیات، او دوئ ویل: ای زمونږه ربه! تا ولې په مونږ جهاد فرض کړو؟ ولې تا دا لږې مودې ته نه وروسته کاوه تر څو چې مونږ د دنیا مزې وکړو، ته ورته ووایه -ای پیغمبره-: مزې د دنیا چې څومره زیاتې شې لږې دي او ختمیدونکي دي، او اخرت غوره دی د هغه چا لپاره چې د الله تعالی نه ویریږي د وجې د همیشوالي د هغه نعمتونو چې په دې جنتونو کې دي، او ستاسو د نیکو عملونو څخه به هیڅ شي هم نشې کمیدلی، او اګر که د هغه تار په اندازه وي چې د کجورې په هډوکي کي وي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 4

اَیْنَمَا تَكُوْنُوْا یُدْرِكْكُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِیْ بُرُوْجٍ مُّشَیَّدَةٍ ؕ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِ اللّٰهِ ۚ— وَاِنْ تُصِبْهُمْ سَیِّئَةٌ یَّقُوْلُوْا هٰذِهٖ مِنْ عِنْدِكَ ؕ— قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ ؕ— فَمَالِ هٰۤؤُلَآءِ الْقَوْمِ لَا یَكَادُوْنَ یَفْقَهُوْنَ حَدِیْثًا ۟

په کوم ځاې کې چې یاست نو مرګ به تاسو ته دررسیږي کله مو چې نیټه راورسیده، او اګر که په بندو قصرونو کې یاست د جنګ د میدان څخه لرې، او که چیرته دې منافقانو ته د خوشحالۍ څه خبر ورورسیږي د بچو او ډیر رزق نه وايې دوی: دا د الله تعالی له طرفه دی، او که چیرته ورته سخته ورسیږي په بچو او یا روزی کې؛ بد پالي نیسي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم باره کې او وايې: دا تکلیف مونږ ته ستا په وجه راورسیده، ته -ای پیغمبره- رد وکړه په دوی باندې او ورته ووایه: ټولی خوشحالیاني او تکلیفونه د الله تعالی په قضا او تقدیر باندې دي، نو بس څه دي دې خلکو لره چې دا خبري کوي نه دی نژدی چې پوهه شي ستا په خبره؟! info
التفاسير:

external-link copy
79 : 4

مَاۤ اَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ؗ— وَمَاۤ اَصَابَكَ مِنْ سَیِّئَةٍ فَمِنْ نَّفْسِكَ ؕ— وَاَرْسَلْنٰكَ لِلنَّاسِ رَسُوْلًا ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟

تاته چې څه دررسیږي -ای بنی ادمه- چې ته پرې خوشحالیږي د روزی او بچو نه نو دا ټول د الله تعالی له طرفه دي، په تا یې مهربانې کړې ده، او هغه چې تاته کوم داسې څه دررسیږي چې ته پرې خفه کیږې ستا د روزی باره کې او ستا د اولادونو باره کې نو دا ستا د نفس په وجه دي په سبب د هغه ګناهونو چې تا کړي دي. او بیشکه ته مونږ لیږلی یې -ای نبي- ټولو خلکو ته پیغمبر د الله تعالی له طرفه هغوی ته د الله تعالی رسالت رسوي، او کافي دی الله تعالی ګواه ستا په ریښتینولۍ باندې په هغه څه کې چې ته یې د الله تعالی له طرفه رسوې، په هغو دلیلونو چې تا ته الله تعالی درکړي دي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• وجوب القتال لإعلاء كلمة الله ونصرة المستضعفين، وذم الخوف والجبن والاعتراض على أحكام الله.
فرضیت د جهاد د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی او د کمزورو خلکو د مدد لپاره، او بدي بیانول د ویري او بزدلۍ او د اعتراض کولو د الله تعالی په احکامو باندې. info

• الدار الآخرة خير من الدنيا وما فيها من متاع وشهوات لمن اتقى الله تعالى وعمل بطاعته.
د اخرت کور ډیر غوره دی د دنیا څخه او په دې کې چې څه فایدې او خواهشات دي د هغه چا لپاره دي چې د الله تعالی څخه ویریدلی وي او د هغه په طاعت يې عمل کړی وي. info

• الخير والشر كله بقدر الله، وقد يبتلي الله عباده ببعض السوء في الدنيا لأسباب، منها: ذنوبهم ومعاصيهم.
خیر او شر ټول د الله تعالی په تقدیر دي، او کیدای شي الله تعالی خپل بندګان په دنیا کې په بعضو تکلیفونو باندې وازموي د بعضو اسبابو له وجی نه، لکه: د هغوی ګناهونه او نافرمانیانې. info