ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

external-link copy
6 : 29

وَمَنْ جٰهَدَ فَاِنَّمَا یُجَاهِدُ لِنَفْسِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَغَنِیٌّ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او څوک چې له خپل نفس سره جهاد کوي چې د الله پيروۍ ته يې اړباسي او له ګناه يې لرې کوي، او د الله په لار کې جهاد کوي؛ نو هغه په حقيقت کې د ځان لپاره جهاد کوي، ځکه ګټه يې همدته ورګرځېدونکې ده، او الله له ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، د هغوی پيروي الله ته څه نه ورزياتوي او نه د هغوی سرغړونه له هغه څه کموي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• النهي عن إعانة أهل الضلال.
د لارورکو خلکو له مرستې څخه منع کول. info

• الأمر بالتمسك بتوحيد الله والبعد عن الشرك به.
د الله پر يووالي ټينګ درېدل او له شرک څخه لرې کېدل. info

• ابتلاء المؤمنين واختبارهم سُنَّة إلهية.
د مؤمنانو ازمويل او د هغوی امتحانول د الله کړنلاره ده. info

• غنى الله عن طاعة عبيده.
د الله بې پروايي او غناء د بندګانو له پيروۍ څخه info