ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
56 : 22

اَلْمُلْكُ یَوْمَىِٕذٍ لِّلّٰهِ ؕ— یَحْكُمُ بَیْنَهُمْ ؕ— فَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟

بادشاهي او اختیار د قیامت په ورځ -هغه ورځ چې رابه شي دوی ته هغه عذاب چې د دوی سره یې وعده شوې وه- یوازې خاص الله تعالی لره ده، هیڅوک جګړه کوونکی نشته هغه لره په دې کې، هغه پاک ذات یوازې فیصلې کوي د مومنانو او کافرانو ترمنځ، نو فیصله به کوي هر یو لره د هغه څه چې دا یې مستحق وي، نو پس هغه کسان چې په الله تعالی یې اېمان راوړی او نېک عملونه یې کړي، دوی لره لوی ثواب دی چې هغه د همیشني جنت نعمتونه دي کوم چې نه پرې کېږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 22

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا فَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟۠

او هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی او نسبت د دروغو یې کړی هغو آیتونو ته چې زمونږ په پېغمبر باندې نازل شوي دي، د دوی لپاره دی عذاب ذلیلوونکی، الله تعالی به یې په دې عذاب سره په جهنم کې ذلیلوي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 22

وَالَّذِیْنَ هَاجَرُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ قُتِلُوْۤا اَوْ مَاتُوْا لَیَرْزُقَنَّهُمُ اللّٰهُ رِزْقًا حَسَنًا ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ خَیْرُ الرّٰزِقِیْنَ ۟

او هغه کسان چې پرېښي یې دي خپل کورونه او وطنونه لپاره د لټولو د رضا د الله تعالی او لپاره د قوي کولو د هغه دین لره، بیا د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې مړه شوي، او یا په خپل مرګ مړه شوي خامخا په جنت کې به ورته الله تعالی ښاېسته روزي ورکوي داسې همیشنۍ روزي چې نه به پرې کېږي، او بېشکه خاص الله تعالی هغه ښه روزي ورکوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 22

لَیُدْخِلَنَّهُمْ مُّدْخَلًا یَّرْضَوْنَهٗ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَعَلِیْمٌ حَلِیْمٌ ۟

خامخا داخل به کړي الله تعالی دوی داسې ځای ته چې دوی به یې خوښوي او هغه جنت دی، او بېشکه الله تعالی ښه پوهه دی د هغوی په کارونو او نیتونو، صبرناک دی ځکه چې په تلوار سره ورته د هغوی په نقصان کولو باندې سزا نه ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 22

ذٰلِكَ ۚ— وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوْقِبَ بِهٖ ثُمَّ بُغِیَ عَلَیْهِ لَیَنْصُرَنَّهُ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَعَفُوٌّ غَفُوْرٌ ۟

دغه چې بیان شو؛ د الله په لار کې مهاجرینو لره جنت ته ننویستل، او په اجازې ورکولو سره په مقابله د زیاتي کوونکي لره په شان د هغه چې په ده یې زیاتی کړی داسې چې په دې کې په دې باندې هیڅ ګناه نشته، نو که چېرته دې زیاتي کوونکي بېرته زیاتي کولو ته راوګرځېده نو یقېنا الله تعالی مرسته کوي د مظلوم انسان، بېشکه الله تعالی عفوه کوونکی دی د مومنانو ګناهونو لره، بښنه کوونکی دی دوی ته. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 22

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ یُوْلِجُ الَّیْلَ فِی النَّهَارِ وَیُوْلِجُ النَّهَارَ فِی الَّیْلِ وَاَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟

دغه مدد د مظلوم سره په دې وجه چې بېشکه الله تعالی قدرت لرونکی دی په هغه څه چې غواړي یې، او د هغه د قدرتونو څخه دا دي چې ننباستل د شپې په ورځې کې، او د ورځې په شپه کې؛ په زیاتولو د یو د دواړو نه او په کمولو د بل یو، او بېشکه الله تعالی ښه اورېدونکی دی د خپلو بندګانو ویناګانو لره، پوهه دی د هغوی په کارونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شي هم پټ نشي پاتي کېدلی، او خامخا به ورله پرې بدلې ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 22

ذٰلِكَ بِاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْحَقُّ وَاَنَّ مَا یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ هُوَ الْبَاطِلُ وَاَنَّ اللّٰهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟

دغه چې بیان شو- د ننباستلو د الله تعالی نه شپه په ورځ کې، او ورځ په شپه کې- د دې وجې نه چې بېشکه الله تعالی هغه حق ذات دی، نو د هغه دین هم حق دی، او د هغه وعده هم حقه ده، او د مؤمنانو سره د هغه مرسته هم حق او یقېني ده، او هغه چې مشرکېن یې بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بوتانو، دا باطل دي چې هیڅ اساس نه لري، او بېشکه الله تعالی خاص هغه اوچت دی په خپلو بندګانو په اعتبار د ذات او قدرت او زور سره، لوی دی داسې چې هغه لره هر قسم تکبر لويي او عظمت دی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ اَنْزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً ؗ— فَتُصْبِحُ الْاَرْضُ مُخْضَرَّةً ؕ— اِنَّ اللّٰهَ لَطِیْفٌ خَبِیْرٌ ۟ۚ

آیا ته نه ګورې -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی رالیږلي د بره نه اوبه د باران، پس شي ځمکه وروسته له باران څخه شنه؛ د هغو بوټو د وجې چې په دې رازرغون کړي، بېشکه الله تعالی ښه مهربان دی په خپلو بندګانو داسې چې په دوی یې باران وکړ او د دوی لپاره یې زمکه رازرغونه کړه، پوهه دی د دوی په مصلحتونو، په هغه باندې د دې نه هیڅ شی هم پټ نشي پاتي کېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 22

لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاِنَّ اللّٰهَ لَهُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟۠

ده لره یوازې بادشاهي ده د هغه څه چې په اسمانونو کې دي او باشاهي د هغه څه چې په زمکه کې دي، او بېشکه الله تعالی خاص هغه بې حاجته ذات دی چې هیڅ یو مخلوق ته نه دی محتاج، ستایل شوی ذات دی په هر حال کې. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• مكانة الهجرة في الإسلام وبيان فضلها.
د هجرت مرتبه په اسلام کې او د هغه د فضېلت بیان. info

• جواز العقاب بالمثل.
بالمثل د سزا ورکولو جواز. info

• نصر الله للمُعْتَدَى عليه يكون في الدنيا أو الآخرة.
د الله تعالی مرسته او مدد د مظلوم سره په دنیا او اخرت کې ده. info

• إثبات الصفات العُلَا لله بما يليق بجلاله؛ كالعلم والسمع والبصر والعلو.
الله تعالی لره د لوړو صفتونو ثبوت؛ څرنګه چې د هغه د عظمت او لویۍ سره ښایي؛ لکه علم، اورېدل، لېدل، او اوچتوالی د ذات او د صفاتو. info