ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

ಪುಟ ಸಂಖ್ಯೆ:close

external-link copy
43 : 16

وَمَاۤ اَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ اِلَّا رِجَالًا نُّوْحِیْۤ اِلَیْهِمْ فَسْـَٔلُوْۤا اَهْلَ الذِّكْرِ اِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

او مونږ نه دي لیږلي مخکې ستا نه -ای پیغمبره- مګر سړي د انسانانو نه وحي مو کوله هغوی ته، نو مونږ هیڅکله د ملاېیکو څخه پیغمبران نه دي لیږلي، او دا زمونږ همیشنۍ طریقه ده، او که چیرته تاسې د دې نه انکار کوئ نو بیا پوښتنه وکړئ د پخوانیو کتابونو والا نه تاسې ته به خبر درکړي چې بیشکه پیغمبران انسانان وو، او ملاېکې نه وې، که چیرته تاسې په دې نه پوهیږئ چې ګویا کې دوی انسانان وو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 16

بِالْبَیِّنٰتِ وَالزُّبُرِ ؕ— وَاَنْزَلْنَاۤ اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ ۟

مونږ لیږلي وو دا پیغمبران د انسانانو څخه په ښکاره دلیلونو سره، او په رالیږل شویو کتابونو، او مونږ تا ته رالیږلی -ای پیغمبره- قران کریم د دې لپاره چې بیان کړي خلکو ته هغه چې د دې څخه وضاحت ته احتیاج لري، او د دې لپاره چې دوی خپل عقلونه په کار واچوي، نو د هغه د مضمون څخه به پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 16

اَفَاَمِنَ الَّذِیْنَ مَكَرُوا السَّیِّاٰتِ اَنْ یَّخْسِفَ اللّٰهُ بِهِمُ الْاَرْضَ اَوْ یَاْتِیَهُمُ الْعَذَابُ مِنْ حَیْثُ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

آیا په امن کې دي هغه کسان چې چلونه ئې جوړول د دې لپاره چې د الله تعالی د لارې نه خلک بند کړي د دې نه چې ښکته به بوځي الله تعالی دوی لره په ځمکه کې لکه څرنګه چې ئې په قارون ښکته کړې وه، او یا به ورته د داسې طرف نه عذاب راشي چې دوی يې د راتګ هیڅ فکر نه کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ فِیْ تَقَلُّبِهِمْ فَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟ۙ

او یا به ورسیږي دوی ته عذاب په داسې حال کې چې دوی اوړي راوړي په خپلو سفرونو کې او خپلو منډو کې د خپلو کارونو لپاره، نو دوی ندي بچ کیدوونکي او نه بندوونکي دې عذاب لره. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 16

اَوْ یَاْخُذَهُمْ عَلٰی تَخَوُّفٍ ؕ— فَاِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

او که ایا دوی په امن کې دي د دې نه چې وبه رسیږي دوی ته د الله تعالی عذاب د دوی د ویرې په وخت کې د هغه نه، نو پس الله تعالی قدرت لرونکی دی په عذاب ورکولو باندې په هر حالت کې، بیشکه ستاسې رب خامخا شفقت کوونکی مهربان دی؛ تلوار نه کوي په عذاب ورکولو باندې شاید بنده ګان يې هغه ته توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 16

اَوَلَمْ یَرَوْا اِلٰی مَا خَلَقَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ یَّتَفَیَّؤُا ظِلٰلُهٗ عَنِ الْیَمِیْنِ وَالشَّمَآىِٕلِ سُجَّدًا لِّلّٰهِ وَهُمْ دٰخِرُوْنَ ۟

او دا دروغجن ګڼوونکي خلک نه ګوري په کتلو د فکر سره د الله تعالی مخلوقاتو ته، چې اوړي سیوري د هغو ښی او چپ طرف ته د لمر د حرکت او د هغه د ورځې د تللو مطابق او د سپوږمۍ د حرکت مطابق د شپې له خوا، عاجزي کوونکي دي خپل رب ته سجده کوونکي دي هغه ته په حقیقي سجده کولو سره، او دا عاجزي کوونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 16

وَلِلّٰهِ یَسْجُدُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ دَآبَّةٍ وَّالْمَلٰٓىِٕكَةُ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

او یواځې الله تعالی ته سجده کوي ټول هغه څوک چې په اسمانونو او ځمکو کې دي د زنده سرو (ګرځیدونکو نه په ځمکه کې) نه، او خاص یواځې هغه ته ملاېکې هم سجده کوي، او هغوی د الله تعالی د بندګۍ او تابعدارۍ نه لويي نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 16

یَخَافُوْنَ رَبَّهُمْ مِّنْ فَوْقِهِمْ وَیَفْعَلُوْنَ مَا یُؤْمَرُوْنَ ۟

او دوی سره د هغه د عبادت او همیشه تابعداري څخه چې دوی پکې دي بیا هم د خپل هغه رب څخه ویریږي چې په خپل ذات او قهر او بادشاهۍ سره د دوی نه بره دی، او دوی کوي هغه نیکي چې د دوی رب ورته پرې امر کوي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 16

وَقَالَ اللّٰهُ لَا تَتَّخِذُوْۤا اِلٰهَیْنِ اثْنَیْنِ ۚ— اِنَّمَا هُوَ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ ۚ— فَاِیَّایَ فَارْهَبُوْنِ ۟

او الله پاک خپلو ټولو بندګانو ته فرمایلي دي: تاسې مه نیسئ حقدار د بندګۍ دوه، یقینا الله تعالی یواځې هغه حقدار د بندګۍ دی په حقه سره چې دویم او هیڅ شریک ورله نشته، نو خاص زما څخه تاسې وویریږئ، او پرته له ما څخه د بل چا نه مه ویریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 16

وَلَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَلَهُ الدِّیْنُ وَاصِبًا ؕ— اَفَغَیْرَ اللّٰهِ تَتَّقُوْنَ ۟

او خاص یواځې هغه لره دي هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي په پيدایښت او ملکیت او تدبیر سره، او خاص یواځې هغه لره تابعداري او عاجزي او اخلاص ثابت دی، نو آیا تاسې پرته له الله تعالی څخه د بل چا نه ویریږئ؟! نه، بلکې یواځې د هغه څخه وویریږئ. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 16

وَمَا بِكُمْ مِّنْ نِّعْمَةٍ فَمِنَ اللّٰهِ ثُمَّ اِذَا مَسَّكُمُ الضُّرُّ فَاِلَیْهِ تَجْـَٔرُوْنَ ۟ۚ

او په تاسې چې څومره نعمتونه دي -ای خلکو- که دیني دي او یا دنیوي نو دا ټول یواځې د الله پاک څخه دي نه د بل چا څخه، نو بیا چې کله تاسې ته څه مصیبت او مرض او ولږه ورسیږي نو یواځې هغه ته په دعا سره عاجزي کوئ؛ د دې لپاره چې ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې تاسې ته دررسیدلی، نو هغه څوک چې نعمتونه ورکوي او مصیبتونه لری کوي هغه ذات لره واجب دي چې یواځې یې بندګي وشي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 16

ثُمَّ اِذَا كَشَفَ الضُّرَّ عَنْكُمْ اِذَا فَرِیْقٌ مِّنْكُمْ بِرَبِّهِمْ یُشْرِكُوْنَ ۟ۙ

بیا چې کله الله تعالی ستاسې دعا قبوله کړي نو ستاسې څخه هغه مصیبت لرې کړي چې کوم درته رسیدلی و نو په دغه وخت کې یوه ډله ستاسې نه د خپل رب سره شریکان جوړوي، داسې چې د هغه سره د بل چا بندګي هم کوي، نو دا څومره بد کار دی؟!. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• على المجرم أن يستحي من ربه أن تكون نعم الله عليه نازلة في جميع اللحظات ومعاصيه صاعدة إلى ربه في كل الأوقات.
مجرم (ګناهګار) باید د خپل رب څخه وشرمیږي داسې چې د الله تعالی نعمتونه په هغه باندې په هر وخت کې نازلیدونکي دي او د هغه ګناهونه په هر وخت کې خپل رب ته ختوونکي دي. info

• ينبغي لأهل الكفر والتكذيب وأنواع المعاصي الخوف من الله تعالى أن يأخذهم بالعذاب على غِرَّة وهم لا يشعرون.
کافرانو او دروغ ګڼوونکو او هر قسم ګناهګارانو لره پکار دي چې د الله تعالی څخه وویریږي د دې نه چې دوی لره په ناڅاپي عذاب سره راونیسي او دوی به نه پوهیږي. info

• جميع النعم من الله تعالى، سواء المادية كالرّزق والسّلامة والصّحة، أو المعنوية كالأمان والجاه والمنصب ونحوها.
ټول نعمتونه د الله تعالی له طرفه دي، برابره خبره ده که مادي دي لکه رزق، سلامتیا او صحتمندي، او که یا معنوي دي لکه امن، مرتبه، منصب او داسې نور. info

• لا يجد الإنسان ملجأً لكشف الضُّرِّ عنه في وقت الشدائد إلا الله تعالى فيضجّ بالدّعاء إليه؛ لعلمه أنه لا يقدر أحد على إزالة الكرب سواه.
انسان نه بیامومي هیڅ یوځای د پناه د هغه نه د تکلیف د لرې کولو لپاره د سختئ په وخت کې مګر الله تعالی نو بیا هغه ته په دعا کولو سره په چغو شي؛ د هغه د پوهې د وجې نه چې بیشکه د الله تعالی پرته بل هیڅوک هم د مصیبت د لرې کولو وسع نه لري. info