ಪವಿತ್ರ ಕುರ್‌ಆನ್ ಅರ್ಥಾನುವಾದ - ಅಲ್-ಮುಖ್ತಸರ್ ಫಿ ತಫ್ಸೀರಿಲ್ ಕುರ್‌ಆನಿಲ್ ಕರೀಮ್ - ಪಶ್ತೋ ಅನುವಾದ

external-link copy
44 : 11

وَقِیْلَ یٰۤاَرْضُ ابْلَعِیْ مَآءَكِ وَیٰسَمَآءُ اَقْلِعِیْ وَغِیْضَ الْمَآءُ وَقُضِیَ الْاَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَی الْجُوْدِیِّ وَقِیْلَ بُعْدًا لِّلْقَوْمِ الظّٰلِمِیْنَ ۟

د طوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره د الله له پولو اوښتونکي دي. info
التفاسير:
ಈ ಪುಟದಲ್ಲಿರುವ ಶ್ಲೋಕಗಳ ಉಪಯೋಗಗಳು:
• بيان عادة المشركين في الاستهزاء والسخرية بالأنبياء وأتباعهم.
پر انبياء عليهم السلام او د هغوی په پيروانو د ملنډو او مسخرو کې د مشرکانو د عادت بيان. info

• بيان سُنَّة الله في الناس وهي أن أكثرهم لا يؤمنون.
د خلکو په اړه د الله د سنت (لارې) بيان چې ډېری يې ايمان نه راوړي. info

• لا ملجأ من الله إلا إليه، ولا عاصم من أمره إلا هو سبحانه.
د الله پر وړاندې له هغه پرته هيڅ پناه ځای نشته، او د هغه پاک ذات له امر څخه هيڅ ساتونکی نشته. info