ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

انسان

external-link copy
1 : 76

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟

76-1 یقینًا په انسان باندې داسې وخت هم راغلى دى چې دى څه داسې د يادولو (وړ) شى نه و info
التفاسير:

external-link copy
2 : 76

اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ

76-2 بېشكه مونږ انسان له ګډې وډې شوې نطفې نه پیدا كړى دى، چې مونږ به دى ازمایو، نو دى مونږ اورېدونكى (او) لیدونكى وګرځاوه info
التفاسير:

external-link copy
3 : 76

اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟

76-3 بېشكه مونږ ده ته د نېغې لارې ښوونه كړې ده، یا به دى شكر كوونكى وي او یا به ډېر ناشكره وي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 76

اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟

76-4 بېشكه مونږ د كافرانو لپاره ځنځیرونه او طوقونه (زلونې) او لمبې وهونكى اور تیار كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 76

اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ

76-5 بېشكه نېكان خلق به د شرابو له داسې جامونو نه څښاك كوي چې د هغو ګډونى (امېزش) به كافور وي info
التفاسير: