ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
36 : 50

وَكَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنْ قَرْنٍ هُمْ اَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشًا فَنَقَّبُوْا فِی الْبِلَادِ ؕ— هَلْ مِنْ مَّحِیْصٍ ۟

50-36 او له دوى نه مخكې مونږ څومره پېړۍ هلاكې كړې دي، چې هغوى له دوى نه په قوت (او نیوكه) كې ډېر سخت (او قوي) وو، نو هغوى په ښارونو كې وګرځېدل چې ایا د تېښتې (او پناه) ځاى شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 50

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَذِكْرٰی لِمَنْ كَانَ لَهٗ قَلْبٌ اَوْ اَلْقَی السَّمْعَ وَهُوَ شَهِیْدٌ ۟

50-37 بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا پند دى، هغه چا ته چې هغه لره زړه وي، یا (نصیحت ته) غوږ كېږدي، په داسې حال كې چې حاضر (او متوجه) وي info
التفاسير:

external-link copy
38 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟

50-38 او یقینًا یقینًا مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، او مونږ ته هېڅ ستوماني نه ده رارسېدلې info
التفاسير:

external-link copy
39 : 50

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوْبِ ۟ۚ

50-39 نو ته په هغو خبرو صبر كوه چې دوى يې وايي او د خپل رب له ستاينې سره تسبیح وایه له لمر ختلو نه مخكې او له لمر ډوبېدلو نه مخكې info
التفاسير:

external-link copy
40 : 50

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاَدْبَارَ السُّجُوْدِ ۟

50-40 او د شپې په څه حصه كې، پس د هغه تسبیح وایه او (د لمانځه) له سجدو نه وروسته هم تسبیح وایه info
التفاسير:

external-link copy
41 : 50

وَاسْتَمِعْ یَوْمَ یُنَادِ الْمُنَادِ مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

50-41 او ته په هغې ورځ غوږ كېږده چې اواز كوونكى به له نژدې ځاى نه اواز وكړي info
التفاسير:

external-link copy
42 : 50

یَّوْمَ یَسْمَعُوْنَ الصَّیْحَةَ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُرُوْجِ ۟

50-42 په هغې ورځ چې دوى به په حقه سره سخته چغه اوري، دغه د (له قبرونو نه د) راوتلو ورځ ده info
التفاسير:

external-link copy
43 : 50

اِنَّا نَحْنُ نُحْیٖ وَنُمِیْتُ وَاِلَیْنَا الْمَصِیْرُ ۟ۙ

50-43 بېشكه هم دا مونږ ژوندي كول كوو او مړه كول كوو او خاص مونږ ته بېرته راګرځېدل دي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 50

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْاَرْضُ عَنْهُمْ سِرَاعًا ؕ— ذٰلِكَ حَشْرٌ عَلَیْنَا یَسِیْرٌ ۟

50-44 په هغه ورځ چې له دوى څخه به ځمكه وچوي، په داسې حال كې چې دوى به تلوار كوونكي وي، دغه راژوندي كول مونږ ته ډېر اسان دي info
التفاسير:

external-link copy
45 : 50

نَحْنُ اَعْلَمُ بِمَا یَقُوْلُوْنَ وَمَاۤ اَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبَّارٍ ۫— فَذَكِّرْ بِالْقُرْاٰنِ مَنْ یَّخَافُ وَعِیْدِ ۟۠

50-45 مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې وايي، او ته په دوى باندې هېڅ زور كوونكى نه يې، نو ته په قرآن سره هغه چا ته پند وركړه چې زما له وعید (او عذاب) نه وېرېږي info
التفاسير: