ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
16 : 42

وَالَّذِیْنَ یُحَآجُّوْنَ فِی اللّٰهِ مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِیْبَ لَهٗ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَعَلَیْهِمْ غَضَبٌ وَّلَهُمْ عَذَابٌ شَدِیْدٌ ۟

42-16 او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
17 : 42

اَللّٰهُ الَّذِیْۤ اَنْزَلَ الْكِتٰبَ بِالْحَقِّ وَالْمِیْزَانَ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ قَرِیْبٌ ۟

42-17 الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 42

یَسْتَعْجِلُ بِهَا الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهَا ۚ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مُشْفِقُوْنَ مِنْهَا ۙ— وَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهَا الْحَقُّ ؕ— اَلَاۤ اِنَّ الَّذِیْنَ یُمَارُوْنَ فِی السَّاعَةِ لَفِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

42-18 دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 42

اَللّٰهُ لَطِیْفٌ بِعِبَادِهٖ یَرْزُقُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَهُوَ الْقَوِیُّ الْعَزِیْزُ ۟۠

42-19 الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى info
التفاسير:

external-link copy
20 : 42

مَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الْاٰخِرَةِ نَزِدْ لَهٗ فِیْ حَرْثِهٖ ۚ— وَمَنْ كَانَ یُرِیْدُ حَرْثَ الدُّنْیَا نُؤْتِهٖ مِنْهَا ۙ— وَمَا لَهٗ فِی الْاٰخِرَةِ مِنْ نَّصِیْبٍ ۟

42-20 هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 42

اَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوْا لَهُمْ مِّنَ الدِّیْنِ مَا لَمْ یَاْذَنْ بِهِ اللّٰهُ ؕ— وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِیَ بَیْنَهُمْ ؕ— وَاِنَّ الظّٰلِمِیْنَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

42-21 ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى info
التفاسير:

external-link copy
22 : 42

تَرَی الظّٰلِمِیْنَ مُشْفِقِیْنَ مِمَّا كَسَبُوْا وَهُوَ وَاقِعٌ بِهِمْ ؕ— وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فِیْ رَوْضٰتِ الْجَنّٰتِ ۚ— لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِیْرُ ۟

42-22 ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي، هم دغه ډېر لوى فضل دى info
التفاسير: