ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
63 : 33

یَسْـَٔلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ ؕ— قُلْ اِنَّمَا عِلْمُهَا عِنْدَ اللّٰهِ ؕ— وَمَا یُدْرِیْكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُوْنُ قَرِیْبًا ۟

33-63 (اى نبي) خلق له تا نه د قیامت په باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته)ووایه چې بېشكه د هغه ( قیامت) علم يواځې الله سره دى، او ته څه شي پوه كړى يې؟ كېدى شي چې قیامت ډېر نژدې وي info
التفاسير:

external-link copy
64 : 33

اِنَّ اللّٰهَ لَعَنَ الْكٰفِرِیْنَ وَاَعَدَّ لَهُمْ سَعِیْرًا ۟ۙ

33-64 بېشكه الله په كافرانو لعنت كړى دى او د دوى لپاره يې سخت لمبې وهونكى اور تیار كړى دى info
التفاسير:

external-link copy
65 : 33

خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ۚ— لَا یَجِدُوْنَ وَلِیًّا وَّلَا نَصِیْرًا ۟ۚ

33-65 په داسې حال كې چې په ده كې به همېشه وي، تل ترتله، دوى به نه كوم دوست (كارسازى) مومي او نه مددګار info
التفاسير:

external-link copy
66 : 33

یَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوْهُهُمْ فِی النَّارِ یَقُوْلُوْنَ یٰلَیْتَنَاۤ اَطَعْنَا اللّٰهَ وَاَطَعْنَا الرَّسُوْلَا ۟

33-66 په هغې ورځ كې چې د دوى مخونه به په اور كې اړولى راړولى شي، دوى به وايي: اى كاشكي مونږ ! د الله اطاعت كړى وى او د رسول اطاعت مو كړى وى info
التفاسير:

external-link copy
67 : 33

وَقَالُوْا رَبَّنَاۤ اِنَّاۤ اَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَاَضَلُّوْنَا السَّبِیْلَا ۟

33-67 او دوى به وايي: اى زمونږه ربه! بېشكه مونږ د خپلو مشرانو او د خپلو غټانو اطاعت كړى و، نو دوى زمونږ نه حقه لار وركه كړه info
التفاسير:

external-link copy
68 : 33

رَبَّنَاۤ اٰتِهِمْ ضِعْفَیْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِیْرًا ۟۠

33-68 اى زمونږ ربه! ته دوى ته له عذابه دوه چنده وركړه او ته په دوى لعنت وكړه، ډېر لوى لعنت كول info
التفاسير:

external-link copy
69 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ اٰذَوْا مُوْسٰی فَبَرَّاَهُ اللّٰهُ مِمَّا قَالُوْا ؕ— وَكَانَ عِنْدَ اللّٰهِ وَجِیْهًا ۟

33-69 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ چې موسٰى ته يې تكلیف رسولى و، نو الله هغه (موسٰى) پاك (او بري) كړ د هغه (الزام او دروغو) نه چې دوى ویل او هغه د الله په نېز ډېر مخور و info
التفاسير:

external-link copy
70 : 33

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟ۙ

33-70 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره info
التفاسير:

external-link copy
71 : 33

یُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ ؕ— وَمَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِیْمًا ۟

33-71 هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كامبايېدل info
التفاسير:

external-link copy
72 : 33

اِنَّا عَرَضْنَا الْاَمَانَةَ عَلَی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَالْجِبَالِ فَاَبَیْنَ اَنْ یَّحْمِلْنَهَا وَاَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْاِنْسَانُ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ ظَلُوْمًا جَهُوْلًا ۟ۙ

33-72 بېشكه مونږ اسمانونو او ځمكې او غرونو ته امانت وړاندې كړ، نو دوى د ده له پورته كولو نه انكار وكړ او له ده ووېرېدل او انسان دغه (امانت) پورته كړ، بېشكه دغه (انسان) دى، ډېر ظالم، ډېر نادان info
التفاسير:

external-link copy
73 : 33

لِّیُعَذِّبَ اللّٰهُ الْمُنٰفِقِیْنَ وَالْمُنٰفِقٰتِ وَالْمُشْرِكِیْنَ وَالْمُشْرِكٰتِ وَیَتُوْبَ اللّٰهُ عَلَی الْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِیْمًا ۟۠

33-73 (دغه وړاندې كول وو) د دې لپاره چې الله منافقانو سړیو او منافقو ښځو او مشركانو سړیو او مشركو ښځو ته عذاب وركړي او چې الله په مومنانو سړیو اومومنو ښځو باندې په رحمت سره رجوع وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى info
التفاسير: