ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
160 : 26

كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوْطِ ١لْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-160 د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
161 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ اَخُوْهُمْ لُوْطٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-161 كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
162 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-162 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
163 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-163 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
164 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-164 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
165 : 26

اَتَاْتُوْنَ الذُّكْرَانَ مِنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۙ

26-165 ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ info
التفاسير:

external-link copy
166 : 26

وَتَذَرُوْنَ مَا خَلَقَ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِّنْ اَزْوَاجِكُمْ ؕ— بَلْ اَنْتُمْ قَوْمٌ عٰدُوْنَ ۟

26-166 او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ info
التفاسير:

external-link copy
167 : 26

قَالُوْا لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ یٰلُوْطُ لَتَكُوْنَنَّ مِنَ الْمُخْرَجِیْنَ ۟

26-167 دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې info
التفاسير:

external-link copy
168 : 26

قَالَ اِنِّیْ لِعَمَلِكُمْ مِّنَ الْقَالِیْنَ ۟ؕ

26-168 هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم info
التفاسير:

external-link copy
169 : 26

رَبِّ نَجِّنِیْ وَاَهْلِیْ مِمَّا یَعْمَلُوْنَ ۟

26-169 اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي info
التفاسير:

external-link copy
170 : 26

فَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

26-170 نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ info
التفاسير:

external-link copy
171 : 26

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟ۚ

26-171 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه info
التفاسير:

external-link copy
172 : 26

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟ۚ

26-172 بیا مونږ هغه نور هلاك كړل info
التفاسير:

external-link copy
173 : 26

وَاَمْطَرْنَا عَلَیْهِمْ مَّطَرًا ۚ— فَسَآءَ مَطَرُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

26-173 او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو) info
التفاسير:

external-link copy
174 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

26-174 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو info
التفاسير:

external-link copy
175 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

26-175 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
176 : 26

كَذَّبَ اَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

26-176 د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ info
التفاسير:

external-link copy
177 : 26

اِذْ قَالَ لَهُمْ شُعَیْبٌ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟ۚ

26-177 كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ! info
التفاسير:

external-link copy
178 : 26

اِنِّیْ لَكُمْ رَسُوْلٌ اَمِیْنٌ ۟ۙ

26-178 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم info
التفاسير:

external-link copy
179 : 26

فَاتَّقُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوْنِ ۟ۚ

26-179 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ info
التفاسير:

external-link copy
180 : 26

وَمَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ ۚ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلٰی رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

26-180 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې info
التفاسير:

external-link copy
181 : 26

اَوْفُوا الْكَیْلَ وَلَا تَكُوْنُوْا مِنَ الْمُخْسِرِیْنَ ۟ۚ

26-181 تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ info
التفاسير:

external-link copy
182 : 26

وَزِنُوْا بِالْقِسْطَاسِ الْمُسْتَقِیْمِ ۟ۚ

26-182 او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ info
التفاسير:

external-link copy
183 : 26

وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ اَشْیَآءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟ۚ

26-183 او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ info
التفاسير: