ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - អាពូ ហ្សាការីយ៉ា

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
39 : 19

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

19-39 او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
40 : 19

اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠

19-40 بېشكه مونږ چې یو، همدا مونږ د ځمكې او د هغه چا چې په دغه (ځمكه) باندې دي؛ وارثان كېږو او خاص مونږ ته به دوى بېرته راوستى شي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟

19-41 او په كتاب كې ابراهیم یاد كړه، بېشكه دى ډېر رېښتینى (او) نبي و info
التفاسير:

external-link copy
42 : 19

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟

19-42 كله چې ده خپل پلار ته وویل: اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟

19-43 اى زما پلار جانه! بېشكه زه چې یم یقینًا ما ته (د الله له جانبه) هغه علم راغلى دى چې تا ته نه دى راغلى، نو ته زما پیروي وكړه، زه به تا ته نېغه (سمه) لار وښیم info
التفاسير:

external-link copy
44 : 19

یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟

19-44 اى زما پلار جانه! د شيطان بندګي مه كوه، يقينًا شيطان خود رحمان نافرمان دى info
التفاسير:

external-link copy
45 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟

19-45 اى زما پلارجانه! بېشكه زه چې یم، زه له دې نه وېرېږم چې تا ته به د رحمٰن له جانبه عذاب درورسېږي، نو ته به د شیطان دوست شې info
التفاسير:

external-link copy
46 : 19

قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟

19-46 هغه (پلار د ابراهیم) وویل: اى ابراهیمه! ایا ته زما له معبودانو نه مخ ګرځوونكى يې، یقینًا كه ته منع نه شوې، نو زه به تا خامخا ضرور سنګسار كړم او له ما څخه ډېره موده لرې (او جدا) شه info
التفاسير:

external-link copy
47 : 19

قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟

19-47 ده وویل: پر تا دې سلام وي، ضرور به زه تا لپاره له خپل رب نه مغفرت غواړم، بېشكه دى په ما باندې ډېر مهربان دى info
التفاسير:

external-link copy
48 : 19

وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟

19-48 او زه جدا كېږم له تاسو نه او له هغو څیزونو نه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، او زه خپل رب رابلم، امېد دى چې زه به د خپل رب په رابللو سره بدبخته نشم info
التفاسير:

external-link copy
49 : 19

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟

19-49 نو كله چې دى له دوى نه او له هغو نه چې دغه خلق يې له الله نه غیر عبادت كوي؛ بېل شو (، نو) مونږ ده ته اسحق او یعقوب عطا كړل او دا هر یو مونږ نبیان ګرځولي وو info
التفاسير:

external-link copy
50 : 19

وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠

19-50 مونږ دغو ته له خپل رحمته عطا وركړه او مونږ دوى ته د صدق ډېره اوچته ژبه وركړې وه info
التفاسير:

external-link copy
51 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟

19-51 او په كتاب كې موسٰی یاد كړه، بېشكه چې دى خالص كړى شوى و او رسول (او)، نبي و info
التفاسير: