ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
101 : 9

وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِّنَ الْاَعْرَابِ مُنٰفِقُوْنَ ۛؕ— وَمِنْ اَهْلِ الْمَدِیْنَةِ ؔۛ۫— مَرَدُوْا عَلَی النِّفَاقِ ۫— لَا تَعْلَمُهُمْ ؕ— نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ؕ— سَنُعَذِّبُهُمْ مَّرَّتَیْنِ ثُمَّ یُرَدُّوْنَ اِلٰی عَذَابٍ عَظِیْمٍ ۟ۚ

ستاسې په چاپيریال کې اوسیدونکي ځینې بانډه چې عربان منافقان شوي دي او د مدینې ځینې خلک هم په نفاق کې لوړې پوړۍ ته رسیدلي دي ته یې نه پیژنې مونږ یې پیژنو ډیر ژر به یې مونږ دوه ځلې وربړوو[۱]بیا هغوی د لوی عذاب په لور بیرته ګرځول کیږي. info

[۱] یو ربړول دادي چې د مسلمانانو په مینځ کې اوسې نو مسلمانې به ښکاره کوي سره له دې چې باور نه لري او بل هغه دي چې د دوی د هیلو بر خلاف به اسلام بریمن شي او یا یو یې د دنیا او بل یې د اخرت ربړول.

التفاسير: