ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

نبا

external-link copy
1 : 78

عَمَّ یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۚ

کافران د څه په هکله یو له بل څخه پوښتنه کوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
2 : 78

عَنِ النَّبَاِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ

د لوی خیر په هکله؟ info
التفاسير:

external-link copy
3 : 78

الَّذِیْ هُمْ فِیْهِ مُخْتَلِفُوْنَ ۟ؕ

هغه خبر چې دوی پرې په خپلو مینځونو کې په جلا،جلا لارو دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 78

كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

نه!هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 78

ثُمَّ كَلَّا سَیَعْلَمُوْنَ ۟

بیا هیڅکله نه ډیر ژر به پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 78

اَلَمْ نَجْعَلِ الْاَرْضَ مِهٰدًا ۟ۙ

ایا مونږ ځمکه د اوسیدلو وړنده ګرځولې؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 78

وَّالْجِبَالَ اَوْتَادًا ۟ۙ

او غرونه مې پرې میخونه کړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 78

وَّخَلَقْنٰكُمْ اَزْوَاجًا ۟ۙ

او تاسې مو جوړه جوړه پیدا کړي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 78

وَّجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا ۟ۙ

او خوب مو درته ارام او دمه ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 78

وَّجَعَلْنَا الَّیْلَ لِبَاسًا ۟ۙ

او شپه مو د هر څه لپاره پوش او پرده ګرځولې. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 78

وَّجَعَلْنَا النَّهَارَ مَعَاشًا ۟ۚ

ورځ مو ستاسې د ژوند وخت ګرځولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 78

وَبَنَیْنَا فَوْقَكُمْ سَبْعًا شِدَادًا ۟ۙ

ستاسې له پاسه مې اووه کلک اسمانونه جوړ کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 78

وَّجَعَلْنَا سِرَاجًا وَّهَّاجًا ۟ۙ

او خورا روښانه څراغ مو هم در کړی دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 78

وَّاَنْزَلْنَا مِنَ الْمُعْصِرٰتِ مَآءً ثَجَّاجًا ۟ۙ

له وریځو څخه مې پرله پسې اوبه راښکته کړی دي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 78

لِّنُخْرِجَ بِهٖ حَبًّا وَّنَبَاتًا ۟ۙ

چې په همدې اوبو غلې دانې او واښه رازرغون کړو. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 78

وَّجَنّٰتٍ اَلْفَافًا ۟ؕ

او ګڼ باغونه. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 78

اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ كَانَ مِیْقَاتًا ۟ۙ

د پریکړې ورځ ټاکلې شوې ده. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 78

یَّوْمَ یُنْفَخُ فِی الصُّوْرِ فَتَاْتُوْنَ اَفْوَاجًا ۟ۙ

دا هغه ورځ ده چې په شپیلۍ کې به پوکی وشي او تاسې ټول به ډلې،ډلې راځئ. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 78

وَّفُتِحَتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ اَبْوَابًا ۟ۙ

اسمان به خلاص او دروازې به شي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 78

وَّسُیِّرَتِ الْجِبَالُ فَكَانَتْ سَرَابًا ۟ؕ

غرونه به له خپل ځای څخه روان او ځلیدونکی سراب به شي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 78

اِنَّ جَهَنَّمَ كَانَتْ مِرْصَادًا ۟ۙ

دا هم پخه خبره ده چې جهنم څارنځای دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 78

لِّلطَّاغِیْنَ مَاٰبًا ۟ۙ

د سرغړونکو ورتګ ځای. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 78

لّٰبِثِیْنَ فِیْهَاۤ اَحْقَابًا ۟ۚ

تل تر تله به پکې پاتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 78

لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا بَرْدًا وَّلَا شَرَابًا ۟ۙ

نه پکې د یخ څيز خوند څکلی شي او نه تنده ماتوونکې اوبه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 78

اِلَّا حَمِیْمًا وَّغَسَّاقًا ۟ۙ

یوازې ګرمې خوټیدونکې اوبه او بوینې زوې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 78

جَزَآءً وِّفَاقًا ۟ؕ

همدا يي د کړنو سره برابره جزا ده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 78

اِنَّهُمْ كَانُوْا لَا یَرْجُوْنَ حِسَابًا ۟ۙ

ځکه چې په حساب ئې باور نه درلود. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 78

وَّكَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا كِذَّابًا ۟ؕ

او زمونږ ایاتونه یي درواغ ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 78

وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ كِتٰبًا ۟ۙ

مونږ هر څه په لیکلو سره خوندي کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 78

فَذُوْقُوْا فَلَنْ نَّزِیْدَكُمْ اِلَّا عَذَابًا ۟۠

ای کافرانو!زمونږ عذاب وڅکئ اوس به تاسې ته پرته له عذاب څخه بل څه نه ډير وو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 78

اِنَّ لِلْمُتَّقِیْنَ مَفَازًا ۟ۙ

پرهیزګاران به بې له شکه بریمن وي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 78

حَدَآىِٕقَ وَاَعْنَابًا ۟ۙ

باغونه او انګور به وي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 78

وَّكَوَاعِبَ اَتْرَابًا ۟ۙ

او د یو عمر تنکۍ پیغلې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 78

وَّكَاْسًا دِهَاقًا ۟ؕ

او ډک جامونه. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 78

لَا یَسْمَعُوْنَ فِیْهَا لَغْوًا وَّلَا كِذّٰبًا ۟ۚۖ

نه به پکې بابیزه او چټیات اوري او نه درواغ. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 78

جَزَآءً مِّنْ رَّبِّكَ عَطَآءً حِسَابًا ۟ۙ

دا بدله د هغوی د کړنو په رڼا کې ستا د رب لورینه ده. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 78

رَّبِّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا الرَّحْمٰنِ لَا یَمْلِكُوْنَ مِنْهُ خِطَابًا ۟ۚ

داسمانونو او ځمکې او د دوی په مینځ کې د ټولو څيزونو پالونکی او مهربان دی.چې د هغه په وړاندې هیڅوک د خبرو واک نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 78

یَوْمَ یَقُوْمُ الرُّوْحُ وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ صَفًّا ۙۗؕ— لَّا یَتَكَلَّمُوْنَ اِلَّا مَنْ اَذِنَ لَهُ الرَّحْمٰنُ وَقَالَ صَوَابًا ۟

په کومه ورځ چې:جبرائیل او ملایکې کتار،کتار ودریږي پرته له هغو چې مهربان ذات اجازه ورکړي او په دنیا کې یې د توحید روغه کلمه ویلي وي بل به هیڅوک څه نشي ویلی. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 78

ذٰلِكَ الْیَوْمُ الْحَقُّ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ مَاٰبًا ۟

دا ورځ رښتیني ده د چا چې خوښه وي نو د خپل رب په لور ورتلونکې لار دې خپله کړي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 78

اِنَّاۤ اَنْذَرْنٰكُمْ عَذَابًا قَرِیْبًا ۖۚ۬— یَّوْمَ یَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ یَدٰهُ وَیَقُوْلُ الْكٰفِرُ یٰلَیْتَنِیْ كُنْتُ تُرٰبًا ۟۠

مونږ تاسې له نژدې راتلونکې عذاب څخه ډاروو.له هغې ورځې چې هر سړی به د خپلو لاسونو وړاندې لیږلې کړنې وویني او کافر به وایې کاشکې زه خاورې وای[۱] info

[۱] ـ چې له حساب او کتاب څخه په څنګ وای.(تفسیر البیضاوی)

التفاسير: