ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
9 : 69

وَجَآءَ فِرْعَوْنُ وَمَنْ قَبْلَهٗ وَالْمُؤْتَفِكٰتُ بِالْخَاطِئَةِ ۟ۚ

فرعون،او له هغه نه وړاندې خلکو او د چپه کړی شوو کلیو خلکو هم ورانی کړی و. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 69

فَعَصَوْا رَسُوْلَ رَبِّهِمْ فَاَخَذَهُمْ اَخْذَةً رَّابِیَةً ۟

ټولو د خپل رب له استازي نه سر غړولی ؤ نو ځکه يي په خورا سختۍ سره ونیول. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 69

اِنَّا لَمَّا طَغَا الْمَآءُ حَمَلْنٰكُمْ فِی الْجَارِیَةِ ۟ۙ

او اوبه چې توفاني شوې نو مونږ تاسې(د نوح)په کښتۍ کې سپاره کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 69

لِنَجْعَلَهَا لَكُمْ تَذْكِرَةً وَّتَعِیَهَاۤ اُذُنٌ وَّاعِیَةٌ ۟

تر څو يي ستاسې لپاره پند وګرځوو او یاد لرونکي غوږونه يي په یاد ولري. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 69

فَاِذَا نُفِخَ فِی الصُّوْرِ نَفْخَةٌ وَّاحِدَةٌ ۟ۙ

نو کله چې په شپيلۍ کې یو پو کی وشي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 69

وَّحُمِلَتِ الْاَرْضُ وَالْجِبَالُ فَدُكَّتَا دَكَّةً وَّاحِدَةً ۟ۙ

ځمکه او غرونه(له خپلو خایونو)پورته او په یو ځل میده میده کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 69

فَیَوْمَىِٕذٍ وَّقَعَتِ الْوَاقِعَةُ ۟ۙ

نو پدې ورځ به لویه پیښه مینځ ته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 69

وَانْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَهِیَ یَوْمَىِٕذٍ وَّاهِیَةٌ ۟ۙ

اسمان به وچوي او پدې ورځ به خورا کمزوری وي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 69

وَّالْمَلَكُ عَلٰۤی اَرْجَآىِٕهَا ؕ— وَیَحْمِلُ عَرْشَ رَبِّكَ فَوْقَهُمْ یَوْمَىِٕذٍ ثَمٰنِیَةٌ ۟ؕ

ملایکې به یې په څنډوکې وي.پدې ورځ به ستا د رب عرش اتو ملایکو پورته کړی وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 69

یَوْمَىِٕذٍ تُعْرَضُوْنَ لَا تَخْفٰی مِنْكُمْ خَافِیَةٌ ۟

تاسو به اللله ته وړاندې کړای شئ او هیڅ به مو پټ نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 69

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ فَیَقُوْلُ هَآؤُمُ اقْرَءُوْا كِتٰبِیَهْ ۟ۚ

نو هر چاته چې خپل برخه لیک په ښي لاس ور کړای شو نو(په خوښۍ به)وایي:راشئ او زما برخه لیک ولولئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 69

اِنِّیْ ظَنَنْتُ اَنِّیْ مُلٰقٍ حِسَابِیَهْ ۟ۚ

زما باور ؤ چې زه به له حساب سره مخ کیږم. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 69

فَهُوَ فِیْ عِیْشَةٍ رَّاضِیَةٍ ۟ۙ

نو هغه به په خوښ ژوند کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 69

فِیْ جَنَّةٍ عَالِیَةٍ ۟ۙ

په عالیشان جنت کې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 69

قُطُوْفُهَا دَانِیَةٌ ۟

چې میوې به يي خورا نژدې وي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 69

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَاۤ اَسْلَفْتُمْ فِی الْاَیَّامِ الْخَالِیَةِ ۟

او اعلان به وشي چې:ښه په مزه خوراک او څښاک کوئ ځکه چې تاسو په تیرو ورځو کې دلته ښه کارونه رالیږلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 69

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِشِمَالِهٖ ۙ۬— فَیَقُوْلُ یٰلَیْتَنِیْ لَمْ اُوْتَ كِتٰبِیَهْ ۟ۚ

او چاته چې برخه لیک په کیڼ لاس ورکړای شي نو وايي به:کاشکې چې ماته برخه لیک نه وای را کړای شوی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 69

وَلَمْ اَدْرِ مَا حِسَابِیَهْ ۟ۚ

او نه وای پوه شوي چې زما حساب څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
27 : 69

یٰلَیْتَهَا كَانَتِ الْقَاضِیَةَ ۟ۚ

دریغه چې زما مرګ له مینځه وړونکی وای. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 69

مَاۤ اَغْنٰی عَنِّیْ مَالِیَهْ ۟ۚ

مال مې هیڅ په کار رانغی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 69

هَلَكَ عَنِّیْ سُلْطٰنِیَهْ ۟ۚ

او واک مې له مینځه ولاړ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 69

خُذُوْهُ فَغُلُّوْهُ ۟ۙ

وبه ویل شي ویي نیسئ او ويي تړئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 69

ثُمَّ الْجَحِیْمَ صَلُّوْهُ ۟ۙ

بیا يي په اور کې ورننه باسئ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 69

ثُمَّ فِیْ سِلْسِلَةٍ ذَرْعُهَا سَبْعُوْنَ ذِرَاعًا فَاسْلُكُوْهُ ۟ؕ

په(اویا)ګزیزه ځنځیر يي تړلی جهنم ته ورننه باسئ.ځکه چې په الله(جل جلاله)ئې ایمان نه راووړ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 69

اِنَّهٗ كَانَ لَا یُؤْمِنُ بِاللّٰهِ الْعَظِیْمِ ۟ۙ

ځکه چې په الله جل جلاله يي ایمان نه راووړ. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 69

وَلَا یَحُضُّ عَلٰی طَعَامِ الْمِسْكِیْنِ ۟ؕ

او نه يې څوک بې وسو ته د خوراک په ورکولو هڅول. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 69

فَلَیْسَ لَهُ الْیَوْمَ هٰهُنَا حَمِیْمٌ ۟ۙ

نو ځکه يي نن دلته هیڅ دوست نشته. info
التفاسير: