ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

رحمن

external-link copy
1 : 55

اَلرَّحْمٰنُ ۟ۙ

مهربان ذات. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 55

عَلَّمَ الْقُرْاٰنَ ۟ؕ

قران یې ښوولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ ۟ۙ

انسان یې پیدا کړی . info
التفاسير:

external-link copy
4 : 55

عَلَّمَهُ الْبَیَانَ ۟

او بیانول یې ورښوولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 55

اَلشَّمْسُ وَالْقَمَرُ بِحُسْبَانٍ ۟ۙ

لمر او سپوږمۍ په یوه حساب دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 55

وَّالنَّجْمُ وَالشَّجَرُ یَسْجُدٰنِ ۟

او ستوری([۹] الف) اوونه دواړه سجده کوي. info

[۹] الف:النجم ـ په عربي ژبه کې هغو بوټو ته هم وايي چې ډډه ونلري (ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
7 : 55

وَالسَّمَآءَ رَفَعَهَا وَوَضَعَ الْمِیْزَانَ ۟ۙ

اسمان یې هسک کړی او تله یې ایښې ده. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 55

اَلَّا تَطْغَوْا فِی الْمِیْزَانِ ۟

تر څو په تله کې له اندازې وانه وړئ. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 55

وَاَقِیْمُوا الْوَزْنَ بِالْقِسْطِ وَلَا تُخْسِرُوا الْمِیْزَانَ ۟

ټول په انصاف کړئ او ډنډې پکې مه وهئ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 55

وَالْاَرْضَ وَضَعَهَا لِلْاَنَامِ ۟ۙ

ځمکه یې دټول مخلوق لپاره هواره ایښې ده. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 55

فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّالنَّخْلُ ذَاتُ الْاَكْمَامِ ۟ۖ

په هغې کې هر ډول میوې او وګي لرونکی خرماګاني دي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 55

وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّیْحَانُ ۟ۚ

پروړه لرونکی دانې او د ښکلی یوي ګلان. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
14 : 55

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ كَالْفَخَّارِ ۟ۙ

انسان یې له یوې داسې کړنګیدونکې خټې څخه پیدا کړی دی چې د کودړې په شان یي اواز کاوو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 55

وَخَلَقَ الْجَآنَّ مِنْ مَّارِجٍ مِّنْ نَّارٍ ۟ۚ

او پیری يي داورله لمبو څخه پیدا کړی. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 55

رَبُّ الْمَشْرِقَیْنِ وَرَبُّ الْمَغْرِبَیْنِ ۟ۚ

رب د دواړو ختیځونو او رب د دواړو لویدیځونو دی([۹]ب) info

[۹] ب ـ د لنډې ورځې یو مشرق او د اوږدې ورځې بل مشرق او په دې توګه یې مغرب هم جلا جلا دی.(الماوردی)

التفاسير:

external-link copy
18 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ ګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
19 : 55

مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیٰنِ ۟ۙ

دوه دریابونه یې بیولي دي چې سره یو ځای کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 55

بَیْنَهُمَا بَرْزَخٌ لَّا یَبْغِیٰنِ ۟ۚ

خو په مینځ کې یي پرده ده چې یو هم ترې نه تیریږي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لوریه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 55

یَخْرُجُ مِنْهُمَا اللُّؤْلُؤُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

له دواړو سیندونو څخه ملغلرې[۱۰]او مرجان اوځي[۱۱] info

[۱۰] ـ ټولو لویو ملغلرو او مرجان کوچنیو ملغلرو ته وايي او ځینو یي برعکس معنا کړي
[۱۱] ـ ایت د اوبو د مینځ ګټه په ګوته کوي او(۲۴)ایت یې د پاسنۍ او ښکاره برخې.

التفاسير:

external-link copy
23 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
24 : 55

وَلَهُ الْجَوَارِ الْمُنْشَاٰتُ فِی الْبَحْرِ كَالْاَعْلَامِ ۟ۚ

هغه کښتۍ یې په واک کې دي چې د لوړو غرونو په څیر هسکې په سمندر کې روانې وي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 55

كُلُّ مَنْ عَلَیْهَا فَانٍ ۟ۚۖ

هر څه چې د ځمکې پر مخ دي ټول له مینځه تلونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 55

وَّیَبْقٰی وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟ۚ

او یوازې ستا د رب لوي او عزتمن مخ به تل پاتې وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 55

یَسْـَٔلُهٗ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— كُلَّ یَوْمٍ هُوَ فِیْ شَاْنٍ ۟ۚ

څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي یوازې له هغه څخه غوښتنه کوي هغه هر وخت په بیل بیل کار کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 55

سَنَفْرُغُ لَكُمْ اَیُّهَ الثَّقَلٰنِ ۟ۚ

ای پيریانو او انسانانو! ډیر ژر به مونږ تاسې ته اوزګار شو[۱۲] info

[۱۲] ـ دا د قهر او غضب اخرنۍ لوړه مرحله ده.لکه یو څوک بل ته په قهر کې ووایې زه به در اوزګار شم.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
32 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 55

یٰمَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْاِنْسِ اِنِ اسْتَطَعْتُمْ اَنْ تَنْفُذُوْا مِنْ اَقْطَارِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ فَانْفُذُوْا ؕ— لَا تَنْفُذُوْنَ اِلَّا بِسُلْطٰنٍ ۟ۚ

ای د پیریانو او انسانانو ډلو!که تاسو توانیدلی شئ چې د اسمانونو او ځمکې له پولو وتښتئ؟نو وتښتئ؟خو تاسې نه شئ[۱۳]تیښتیدلی مګر په قوت او دلیل سره. info

[۱۳] ـ او دا توان له تاسې سره مرسته نشته چې د الله له واکمنۍ څخه راوزئ ځکه هر ځای د الله واکمني ده نو معنې دا چې:نشئ تښتیدلی (فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
34 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
35 : 55

یُرْسَلُ عَلَیْكُمَا شُوَاظٌ مِّنْ نَّارٍ ۙ۬— وَّنُحَاسٌ فَلَا تَنْتَصِرٰنِ ۟ۚ

پر تاسې به داور سرې لمبې او ویلي شوی مس راښکته کړی شي نو تاسو به یو له بل سره هیڅ ډول کومک نه شئ کولای. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 55

فَاِذَا انْشَقَّتِ السَّمَآءُ فَكَانَتْ وَرْدَةً كَالدِّهَانِ ۟ۚ

نو کله چې اسمان څیرې او د سرې څرمنې په شان تک سور ګل شي. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسې به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 55

فَیَوْمَىِٕذٍ لَّا یُسْـَٔلُ عَنْ ذَنْۢبِهٖۤ اِنْسٌ وَّلَا جَآنٌّ ۟ۚ

نو نن به له انسانانو او پیریانو څخه د هغوی د ګناهونو پوښتنه ونشي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 55

یُعْرَفُ الْمُجْرِمُوْنَ بِسِیْمٰهُمْ فَیُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِیْ وَالْاَقْدَامِ ۟ۚ

مجرمان به له نښو او علامو څخه پیژندلی شي نو له تندیو او پښو څخه به ونیول شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 55

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ یُكَذِّبُ بِهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟ۘ

دا همغه دوزخ دی چې مجرمانو به درواغ ګاڼه! info
التفاسير:

external-link copy
44 : 55

یَطُوْفُوْنَ بَیْنَهَا وَبَیْنَ حَمِیْمٍ اٰنٍ ۟ۚ

هغوی به د دوزخ او ګرمو خوټیدلو اوبو په مینځ کې تاویږي راتاویږي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟۠

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
46 : 55

وَلِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِ ۟ۚ

او د هغو خلکو لپاره چې د خپل رب په وړاندې له دریدلو نه ډاریږي دوه جنتونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
48 : 55

ذَوَاتَاۤ اَفْنَانٍ ۟ۚ

د تازه څانګو او خرانګو لرونکي به وي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
50 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ تَجْرِیٰنِ ۟ۚ

په دواړو کې به دوه چینې روانې وي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
52 : 55

فِیْهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجٰنِ ۟ۚ

هره میوه به پکې جوړه جوړه وي[۱۴] info

[۱۴] ـ چې یوه به یې په دنیا کې لیدلې او ورسره به آشنا وي،او له بلې سره به ناآشنا وي.یا یوه وچه بله تازه(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
53 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی فُرُشٍ بَطَآىِٕنُهَا مِنْ اِسْتَبْرَقٍ ؕ— وَجَنَا الْجَنَّتَیْنِ دَانٍ ۟ۚ

پر هغو فرشونو به یې تکیه کړې وي چې پوښ به یې له غټو وریښمووي.او د میوو را پر یکول به یې خورا اسان وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 55

فِیْهِنَّ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ ۙ— لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

د داسې حیاناکو سترګو لرونکې ښځې به پکې وي چې له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 55

كَاَنَّهُنَّ الْیَاقُوْتُ وَالْمَرْجَانُ ۟ۚ

لکه چې لعل او مرجان وي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 55

هَلْ جَزَآءُ الْاِحْسَانِ اِلَّا الْاِحْسَانُ ۟ۚ

ایا د نیکۍ بدل پرته له نیکۍ نه بل څه کیدای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
61 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو! تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
62 : 55

وَمِنْ دُوْنِهِمَا جَنَّتٰنِ ۟ۚ

او له دغو دوه باغونو پرته به دوه نور باغونه هم وي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۙ

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
64 : 55

مُدْهَآمَّتٰنِ ۟ۚ

له ډیر شین والي نه به تک تور بریښي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
66 : 55

فِیْهِمَا عَیْنٰنِ نَضَّاخَتٰنِ ۟ۚ

په دواړو جنتونو کې به دوه فواره کوونکي چینې وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
68 : 55

فِیْهِمَا فَاكِهَةٌ وَّنَخْلٌ وَّرُمَّانٌ ۟ۚ

په دواړو کې به میوې،خرماګانې او انار ښه ډیر وي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟ۚ

نو اې انسانانو او پيریانو!تاسو به دخپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
70 : 55

فِیْهِنَّ خَیْرٰتٌ حِسَانٌ ۟ۚ

او هم به پکې د ښو اخلاقو ښایسته مخې ښځې وي. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
72 : 55

حُوْرٌ مَّقْصُوْرٰتٌ فِی الْخِیَامِ ۟ۚ

حورې به په خیمو کې په پرده کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 55

لَمْ یَطْمِثْهُنَّ اِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَآنٌّ ۟ۚ

له دوی نه وړاندې به هیڅ انسان او پیري لاس نه وي وروړی. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پيریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
76 : 55

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَّعَبْقَرِیٍّ حِسَانٍ ۟ۚ

پر شنو او ښکلو بالښتونو،نفیسو او غوره فرشونو به یې تکیه کړې وي. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 55

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبٰنِ ۟

نو ای انسانانو او پیریانو!تاسو به د خپل رب کومه لورینه درواغ وګڼئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
78 : 55

تَبٰرَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِی الْجَلٰلِ وَالْاِكْرَامِ ۟۠

ستا د ډير لوی عزت او وقار څښتن رب نوم ډير برکتناک دی. info
التفاسير: