ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

نجم

external-link copy
1 : 53

وَالنَّجْمِ اِذَا هَوٰی ۟ۙ

قم پر پریوتونکي ستوري. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 53

مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَمَا غَوٰی ۟ۚ

چې ستاسې ملګری محمد نه لار ورکې شوی او نه یې خپل سری کړې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 53

وَمَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰی ۟ؕۚ

له هواء نه خبرې نه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 53

اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰی ۟ۙ

بلکې خبرې یي وحي ده چې هغه ته وحي کولی شي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 53

عَلَّمَهٗ شَدِیْدُ الْقُوٰی ۟ۙ

هغه ته یوه زورلرونکي او پياوړي ور ښوولي دي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 53

ذُوْ مِرَّةٍ ؕ— فَاسْتَوٰی ۟ۙ

چې د ښکلي بدن او پاخه عقل څښتن دی.بیا ښه جوخت ودرید. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 53

وَهُوَ بِالْاُفُقِ الْاَعْلٰی ۟ؕ

په داسې حال کې چې په لوړو څنډو کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 53

ثُمَّ دَنَا فَتَدَلّٰی ۟ۙ

بیا محمد ته نژدې او لا پسې ور نژدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 53

فَكَانَ قَابَ قَوْسَیْنِ اَوْ اَدْنٰی ۟ۚ

نو د دوه لیند یو په اندازه یا له هغه نه هم ورته نژدې ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 53

فَاَوْحٰۤی اِلٰی عَبْدِهٖ مَاۤ اَوْحٰی ۟ؕ

نو د الله بنده نه یي هغه وحي ورسوله چې رسول یې پر غاړه وو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 53

مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَاٰی ۟

زړه هغه څه درواغ نه دی بللي چې لیدلي یي وو. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 53

اَفَتُمٰرُوْنَهٗ عَلٰی مَا یَرٰی ۟

ایا له محمد سره د هغه په لیدلو کې جګړه کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 53

وَلَقَدْ رَاٰهُ نَزْلَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او هغه جبرائیل د راښکته کیدلو په دوران کې بل ځل لیدلی وو. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 53

عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهٰی ۟

له سدرة المنتها سره یي لیدلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 53

عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَاْوٰی ۟ؕ

هلته جنت وو اخرنی دمه ځای. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 53

اِذْ یَغْشَی السِّدْرَةَ مَا یَغْشٰی ۟ۙ

هغه وخت یې ملائکه ولیده چې د بیرې ونه هغه څه پټه کړې وه چې هغه یي پټوله. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 53

مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغٰی ۟

سترګې نه کږې شوي وي او نه د بل څه لیدلو ته ور تیرې شوې وې. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 53

لَقَدْ رَاٰی مِنْ اٰیٰتِ رَبِّهِ الْكُبْرٰی ۟

په رښتیا یې د خپل رب ډیرې لوی نښې لیدلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 53

اَفَرَءَیْتُمُ اللّٰتَ وَالْعُزّٰی ۟ۙ

ایا تاسې دلات او عزا په هکله فکر کړی دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
20 : 53

وَمَنٰوةَ الثَّالِثَةَ الْاُخْرٰی ۟

او هم د هغه بل دریم مناة نومي په هکله؟ info
التفاسير:

external-link copy
21 : 53

اَلَكُمُ الذَّكَرُ وَلَهُ الْاُ ۟

ایا ستاسې ځامن او د الله لورګانې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
22 : 53

تِلْكَ اِذًا قِسْمَةٌ ضِیْزٰی ۟

دا خورا کوږ او بې انصافه ویش دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 53

اِنْ هِیَ اِلَّاۤ اَسْمَآءٌ سَمَّیْتُمُوْهَاۤ اَنْتُمْ وَاٰبَآؤُكُمْ مَّاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بِهَا مِنْ سُلْطٰنٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَمَا تَهْوَی الْاَنْفُسُ ۚ— وَلَقَدْ جَآءَهُمْ مِّنْ رَّبِّهِمُ الْهُدٰی ۟ؕ

دا بوتان یوازې نومونه دي چې تاسو،او ستاسو پلرونو ایښي دي الله پرې کوم دلیل نه دی نازل کړی.هغوی یوازې د ګومان او هغه څه پسې روان دي چې:نفس یي غواړي.او سره له دې چې د خپل رب له لورې هدایت او ښوونه ورته راغلې. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 53

اَمْ لِلْاِنْسَانِ مَا تَمَنّٰی ۟ؗۖ

ایا د انسان ټولې هیلي[۶]پوره کیږي؟ info

[۶] ـ د هیڅ انسان ټولې غوښتنې نه پوره کیږي پوره یوازې یو الله دی.چې د دنیا او اخرت واکمن دی(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
25 : 53

فَلِلّٰهِ الْاٰخِرَةُ وَالْاُوْلٰی ۟۠

د دنیا او اخرت واکمن یوازې یو الله دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 53

وَكَمْ مِّنْ مَّلَكٍ فِی السَّمٰوٰتِ لَا تُغْنِیْ شَفَاعَتُهُمْ شَیْـًٔا اِلَّا مِنْ بَعْدِ اَنْ یَّاْذَنَ اللّٰهُ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَرْضٰی ۟

د اسمانونو ډیرې ملایکې دي چې سپارښت یي هیڅ ګته نه شي رسولای.مګر یوازې هغه وخت سپارښت کولای شي چې الله د هغه چا لپاره اجازه ورکړي چې د الله خوښه او ترې راضي وي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 53

اِنَّ الَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ بِالْاٰخِرَةِ لَیُسَمُّوْنَ الْمَلٰٓىِٕكَةَ تَسْمِیَةَ الْاُ ۟

بې له شکه کوم کسان چې په اخرت ایمان نه لري،ملايکې په ښخینه نومونو یادوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 53

وَمَا لَهُمْ بِهٖ مِنْ عِلْمٍ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ ۚ— وَاِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِیْ مِنَ الْحَقِّ شَیْـًٔا ۟ۚ

په دې هکله هغوی په هیڅ نه پوهیږي.یوازې په ګومان او اټکل پسې روان دي.او ګومان هیڅکله د حق او واقعیت ځای نشي ډکولی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 53

فَاَعْرِضْ عَنْ مَّنْ تَوَلّٰی ۙ۬— عَنْ ذِكْرِنَا وَلَمْ یُرِدْ اِلَّا الْحَیٰوةَ الدُّنْیَا ۟ؕ

نو ای پیغمبره!له هغو خلکو مخ واړه وه چې زمونږله پند نه یې مخ اړولی او له دنیوي ژوند پرته یې بل هیڅ هدف نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 53

ذٰلِكَ مَبْلَغُهُمْ مِّنَ الْعِلْمِ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ هُوَ اَعْلَمُ بِمَنْ ضَلَّ عَنْ سَبِیْلِهٖ وَهُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اهْتَدٰی ۟

هو! ددوی پوهه یوازې تر همدې ځایه ده.بې له شکه ستا رب ته هغه ډیر ښه معلوم دي چې له لارې یې بې لارې شوي او هغه هم ورته ډیر ښه معلوم دي چې سمه لار یې میندلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 53

وَلِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ۙ— لِیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَسَآءُوْا بِمَا عَمِلُوْا وَیَجْزِیَ الَّذِیْنَ اَحْسَنُوْا بِالْحُسْنٰی ۟ۚ

د اسمانونو او ځمکې تول څیزونه ټول څيزونه یوازې د یو الله دي تر څو هغو کسانو ته چې بدي یې کړې جزا ورکړي او هغو ته چې نیکی یې کړې په ښه توګه بدله ورکړي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 53

اَلَّذِیْنَ یَجْتَنِبُوْنَ كَبٰٓىِٕرَ الْاِثْمِ وَالْفَوَاحِشَ اِلَّا اللَّمَمَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ وَاسِعُ الْمَغْفِرَةِ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِكُمْ اِذْ اَنْشَاَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ وَاِذْ اَنْتُمْ اَجِنَّةٌ فِیْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ ۚ— فَلَا تُزَكُّوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— هُوَ اَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰی ۟۠

دوی هغه کسان دي چې له لویو ګناهونو او بد فعلی نه ځان ژغوري خو که ځیني کوچني ګناهونه ترې وشي باک یې نشته.بې له شکه چې ستا د رب بښنه ډیره پراخه ده. تاسې له هغه وخت نه پيژني چې تاسې یې له ځمکې نه پیدا او هغه وخت هم پر تاسې عالم وو چې تاسو د خپلو مورګانو په خیټو کې بچیان واست.نو تاسې د خپلې پاکۍ دعوې مه کوئ.هغه ښه پوهیږي چې رښتیني پاک څوک دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 53

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ تَوَلّٰی ۟ۙ

ای پیغمبره!تا هغه څوک لیدلی چې د خدای له لارې نه یې مخ اړولی دی. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 53

وَاَعْطٰی قَلِیْلًا وَّاَكْدٰی ۟

ډير لږ مال یې ورکړ او بیا یې لاس ونیو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 53

اَعِنْدَهٗ عِلْمُ الْغَیْبِ فَهُوَ یَرٰی ۟

ایا په پټو پوهیږی چې خپل خلاصون وویني. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 53

اَمْ لَمْ یُنَبَّاْ بِمَا فِیْ صُحُفِ مُوْسٰی ۟ۙ

ایا له هغه څه نه خبر شوی نه دی چې د موسی په صحیفو کې و؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 53

وَاِبْرٰهِیْمَ الَّذِیْ وَ ۟ۙ

او له هغه څه چې د وفا دار ابراهیم په صحیفو کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 53

اَلَّا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْرٰی ۟ۙ

او هغه دا وو چې هیڅ بار پورته کوونکی به د بل چا بار په خپلو اوږونه اخلي. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 53

وَاَنْ لَّیْسَ لِلْاِنْسَانِ اِلَّا مَا سَعٰی ۟ۙ

او دا چې انسان یوازې د خپلو هڅو ګټه لیدلای شي اوبس. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 53

وَاَنَّ سَعْیَهٗ سَوْفَ یُرٰی ۟

او دا چې ډير ژر به خپلې هڅې وروښوولای شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 53

ثُمَّ یُجْزٰىهُ الْجَزَآءَ الْاَوْفٰی ۟ۙ

بیا به بدل په بشپړ ډول ورکړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 53

وَاَنَّ اِلٰی رَبِّكَ الْمُنْتَهٰی ۟ۙ

او دا چې د هر څه پای ستا د رب په لور ده. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَضْحَكَ وَاَبْكٰی ۟ۙ

او دا چې همغه خندول کوي او هم ژړول. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَمَاتَ وَاَحْیَا ۟ۙ

او دا چې همغه مړه کول کوي او هم ژوندي کول. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 53

وَاَنَّهٗ خَلَقَ الزَّوْجَیْنِ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

او دا چې همغه نر او ښځه جوړه جوړه پیدا کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 53

مِنْ نُّطْفَةٍ اِذَا تُمْنٰی ۪۟

له یوه څاڅکي اوبونه چې وڅڅول شي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 53

وَاَنَّ عَلَیْهِ النَّشْاَةَ الْاُخْرٰی ۟ۙ

او دا چې بیا را ژوندي کول د همغه دنده ده. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ اَغْنٰی وَاَقْنٰی ۟ۙ

او دا چې مالدارول کوي او نیستمن کول. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 53

وَاَنَّهٗ هُوَ رَبُّ الشِّعْرٰی ۟ۙ

او دا چې هغه د شعر[۷]ستوري رب دی. info

[۷] دا یو ستوری دی چې ناپوهانو به د کائناتو په چلښت کې اغیزمن بللو په داسې حال کې چې هغه په خپله مخلوق دی.(فتح القدیر).

التفاسير:

external-link copy
50 : 53

وَاَنَّهٗۤ اَهْلَكَ عَادَا ١لْاُوْلٰی ۟ۙ

او دا چې همغه لومړني عادیان هلاک کړل. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 53

وَثَمُوْدَاۡ فَمَاۤ اَبْقٰی ۟ۙ

او هم یې ثمودیان چې یو یې هم پرې نښوول. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 53

وَقَوْمَ نُوْحٍ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا هُمْ اَظْلَمَ وَاَطْغٰی ۟ؕ

له دې نه وړاندې یې د نوح قوم هم هلاک کړ.ځکه چې هغوی له هر چا نه ډير تیري کوونکي او ډير سرغړوونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 53

وَالْمُؤْتَفِكَةَ اَهْوٰی ۟ۙ

او بل مخ چپه کړی شوی کلي یې لاندې راورغورځاوو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 53

فَغَشّٰىهَا مَا غَشّٰی ۟ۚ

نو بیا یې د هغه څه لاندې پټ کړ چې پرې یې پټا وو. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 53

فَبِاَیِّ اٰلَآءِ رَبِّكَ تَتَمَارٰی ۟

نو ته به د خپل رب په کومه لورینه کې شکه کوې؟ info
التفاسير:

external-link copy
56 : 53

هٰذَا نَذِیْرٌ مِّنَ النُّذُرِ الْاُوْلٰی ۟

دغه محمد هم د پخوانیو ډاروونکو په شان یو ډاروونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 53

اَزِفَتِ الْاٰزِفَةُ ۟ۚ

قیامت را نژدې شو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 53

لَیْسَ لَهَا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ كَاشِفَةٌ ۟ؕ

خو باوري وخت یې پرته له الله بل هیڅوک نه شي ښکاره کولی. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 53

اَفَمِنْ هٰذَا الْحَدِیْثِ تَعْجَبُوْنَ ۟ۙ

ایا له همدې خبرې نه تاسې تعجب کوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 53

وَتَضْحَكُوْنَ وَلَا تَبْكُوْنَ ۟ۙ

خاندئ او ژاړئ نه؟ info
التفاسير:

external-link copy
61 : 53

وَاَنْتُمْ سٰمِدُوْنَ ۟

بې پروا په لوبو او سندرو اخته یې. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 53

فَاسْجُدُوْا لِلّٰهِ وَاعْبُدُوْا ۟

نو اوس یوازې یو الله ته سجده وکړئ.او یوازې د هغه عبادت وکړئ. info
التفاسير: